
دښمنان به قصاصیږي
شعر / خالق یار احمدزی
د هجران په تورو شپو کې پتنګان چې قربانیږي
د ستم په زولنو کې طالبان شهیدانیږي
د کابل په سردرو کې دهامان دستم شور دی
بیا بچي دي دبازانو قفسونو کې ځوریږي
د ایوب په څیر صابر د ابراهیم بابا بچیان دي
بس دحق په رسولو له خپل سره پرې تیریږي
بس دحق په رسولو له خپل سره پرې تیریږي
په سپین غر کې شور او ځوږ دی پامیر کړي دي ګواښونه
د ابدال دي تاریخونه غزنوي پرې خپه کیږي
د ابدال دي تاریخونه غزنوي پرې خپه کیږي
د ملکو سپین لښکر دی زولانې یی په لاسو دي
بیا د بدر تاریخونه په ننګونو کې ښکاریږي
بیا د بدر تاریخونه په ننګونو کې ښکاریږي
بدرګو ته دحسینو ستورو راغلل کاروانونه
د ښکلا سپیڅلی لمر مو ماښامونو کې ډوبیږي
د ښکلا سپیڅلی لمر مو ماښامونو کې ډوبیږي
بیا یې کوږ دستار تړلی را دانګلي یی میدان ته
طالب جان کړی تکل دی دښمنان به قصاصیږي
طالب جان کړی تکل دی دښمنان به قصاصیږي
خالقیاره د دې کلي رقیبان دې هم خبر وي
د اغزیو چم مالت کې ګلابونه نه تنګیږي
د اغزیو چم مالت کې ګلابونه نه تنګیږي



