تر داره تلمه

شعر / ساقیار

يه په مرچل کې ګرزیدمه هم تر داره تلمه
چې پر اورونو تیریدمه هم تر داره تلمه
ستونځمنې لارې چې مې پل کړې په تڼاکو تـَلو
پر هسکو غرونو اوښتمه هم تر داره تلمه
ستاپه خلاف چې مې دعزم توره وبریښول
ستا تر انګړه چې درتلمه هم ترداره تلمه
دا دایثار او قربانیو لاره تته مکړې
که نه وای زه به نو له کومه هم تر داره تلمه
د دار دپړي پر تنه به مرۍ ولي نږدم
زه چې تر تا را رسیدمه هم تر داره تلمه

زما دسنګر، زما دحجرې ،زما دزندان ملګرو
قسم په خدای درته کومه هم تر داره تلمه

ماته یې ژوند دابدیت راکړ ،رضا دحبیب
تر دې دوا تر دې مرهمه هم تر داره تلمه
زما دسر په بــَــدله به دا لیلا ازادي
راځي په دا مو خبرومه هم تر داره تلمه
راز یې دمینې راته پریښود نور مو خوښه خپله
ویل غازي اشنا چې تلمه هم تر داره تلمه
دعمري لښکر زلمو ته مي پیغام واوروه
وا ( ساقیاره ) چې به تلمه هم ترداره تلمه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button