د طالب بندیانو اعدام د اشرف غني پر تندي تور داغ

ډاکټر آصف
د تېرې شنبې په ورځ، په کابل کې د امنیت د بدنامې شبکې په لاس د ۶طالب بندیانو په اعدامولو سره دغې کرغیړنې شبکې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته خپله لرغونې کمونسته توره څیره یو ځل بیا بربنډه کړه او د خپلو خلقي او پرچمي پلرونو او نیکونو کرکجن اعمال یې چې انسانیت ورڅخه عار کوي یو ځل بیا د دغه ویاړلي ملت په وړاندې څرګند کړل.
دغه اعدام وروسته له هغې عملي شو چې امریکایی غلام ډاکټر اشرف غني احمدزي د روسي غلام ډاکټرنجیب الله احمدزي په قدمونو قدم کیښود او دغه اعدامات یې توشیح کړل.
دغه وحشیانه اعدامات د نړیوالو مدني ټولنو او بشري حقوقو د ارګانونو لخوا هم وغندل شول، طالب جنګیالیو هم هوډ اعلان کړ چې زر تر زره به غچ واخلی.
د نړیوالو بشری حقوقو ارګانونو اشرف غنی ته تر دې دمخه توصیه کړې وه چې د افغانستان قضایی ارګان تر اوسه په رشوت خورۍ او فساد کې ډوب دی، نو ځکه یې دغه فیصلې په نړیواله سطحه د منلو وړ نه دي نو اعدامات هم غیر معقول عمل دی، او نظر یې ورکړی و چې باید دغه احکام په طویل المدت بند باندی تبدیل کړای شي.
خو دا چې اشرف غني د هیواد نه بهر لوی شوی دی د افغانستان د مسلمانو او مجاهدو خلکو په عنعناتو پوره پوهاوی نه لري او هر څه د خپلو بادارانو په اشارو ترسره کوي، تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي.
اشرف غني باید په دې پوه شي چې په خپل دغه اقدام سره یې د خلق او پرچم د جنایتکارو بانډونو یاد تازه کړ، او د پخواني کمونست رژیم وظیفه یې اجرا کړه، نو لرې نه ده چې د دغه قهرمان ملت د قهر څپې به څپاندې شي او دغه تر پردې شاه کمونست+غربي حکومت به هم د ډاکټر نجیب د حکومت په شان په خړو اوبو لاهو شي.
دا حکومت به بیا د نجیب د حکومت په شان د روغې جوړې ډیرې چیغې ووهي خو ګټه به ونلري او بالآخره به همغه شان د جنرال دوستم د بغاوت په نتیجه د مجاهدینو منګولو ته په لاس ورشي.
طالب جنګیالی لکه څرنګه یې چې اعلان کړی باید د امریکا تالي څټو ته وښئ چې د افغانستان مسلمانان او مجاهدین لا هم ژوندي دي او ژوندي به وي او ډیر زر به د خپلو وروڼو غچ واخلي.
دغه دشپږ طالبان چې د سترې محکمې او اشرف غني په تایید په کابل په دار وځړول شول دا همغو وحشیانه اعدامونو د لړۍ پیل دی چې نږدی ۱۰ ورځې مخکې اشرف غني په ولسي جرګه کې د هغې د تطبیق اعلان کړی و.
د طالب جنګیالیو مشرتابه د دی اعدام په عکس العمل کی د یوی اعلامیی په خپرولو سره واضحه کړی ده چی دغه اعدام د بشری حقوقو د قوانینو پر خلاف ترسره شوی دی.
د دې اعداماتو او د طالب جنګیالیو د غچ اخیستنې د اعلان نه وروسته په ټول هیواد کې وضعیت په خرابیدو ښکاري، په ټول افغانستان کی د طالبانو او امنیتی ځواکونو تر منځ نښتو پیل وکړ چې تر اوسه نږدې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
همدا راز د کنړ ولایت سیمه ایزو مقاماتو اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د یوې خونړۍ جګړې په پایله کی د افغانستان د ملي اُردو یو لوړ پوړي قومندان وژل شوی دی او درې نور ټبیان شوي دي، همدا راز رویټرز خبر ورکړی چې د ناټو دوه روماني سرتیري هم وژل شوي دي، او زیاته کړې یې ده وسله والو طالبانو چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن و د ناټو پر سرتیرو برید وکړچې په نتیجه کې یی دغه ۲سرتیري ځای پر ځای ووژل شول.
نو ځکه ویلای شو چې د اشرف غني د دغه ظالمانه عمل په نتیجه کې د طالبانو عکس العمل را څرګندیدل او په ټول هیواد کې ناقراري راولاړیدل به د تل لپاره د اشرف غني پر تندي تور داغ وي چې تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي.




افغان پوليسو او اردو ته د خواخوږي پيغام
امين وردګ
اې د مسلمان افغان بچيانو !
تاسو بايد ويښ شئ !
تاسو د هغو باتورو او ننګياليو افغانانو بچيان ياست / چې تل يې د طاغوت ملاوې ور ماتې کړې دي !
ستاسو تاريخ تاسو ته وياړ پريښى .
همدا ستاسو نيکونه وو چې د مغولي لېوانو (چنګيز ، هلاکو او ګوډ تيمور) ملاوې يې ور ماتې کړلې !
همدا ستاسو نيکونه وو چې د مجسوس پزه يې کږه او د ګورګين مرۍ يې پرې کړه وه.
همدا ستاسو نيکونه وو چې لويه شيطانه (برتانيه) يې درۍ ځله په ګونډو کړه.
ستاسو پلارونه وو چې شرقي امپراتوري يې د تل د پاره تارمار کړه.
نو دا پر تاسو څه وشول / چې د خپلو نيکونه پاکې وينې مو (د همغوى پر دښمانانو) باندې (يوازې د يو څو لعنتي کاغزي بانک نوټونو په بدل کې) و پلورلې ؟
که ستاسو هغه ميړني نيکونه (چې همدا غربي او شرقي طاغوت يې تر پزې را وستلى ٶ) له تاسو و پوښتي / چې ولې ؟
تاسو به همدا لکۍ لرونکي دروغ ورته واياست : چې زموږ جګړه خو له پاکستان سره وه ؟
لږ فکر وکړئ ؛ فکر کول د باتدبره او هوښيارو خلکو کار دى !
زه همدا تا (لوستونکي !) ته د الله په نوم قسم درکوم / چې تا لا تر اوسه د افغان او غرب په جګړه کې کوم پنجابى ليدلى دى ؟
ما خو والله که ليدلى وي ، نه پنجابى دومره غيرت لري !
نو اې کمبخته ، کمفکره او کم عقله افغان عسکره !
دا پر تا څه وشول ؟
ښه يې ګورې چې ټولو کفارو اشر درته کړى ، نږدې د شپېتو کفري هېوادونو وحشي نظاميان سره راټول شوي او ستا اسلامي مقدسات ، بيت المال ، خاوره ، معادن ، کلتور ، عنعنات ، عفت ، تاريخ او خپلواکي يې تر بريدونو لاندې راوستلي دي او ته لا ورته ګورې ، والله چې درته ننګ دى .
دېته ته د پام شته که نه / چې هغوى (ښځې او نران) له وسلو سره راغلي ؛ ((ستا)) يې هر څه در لوټ کړل او ته هم ورسره مل يې ، أءهه !
ته او خداى چې ستا وجداني قضاوت همدا دى ؟
ته او الله… همداسې د يوه مسلمان افغان سره لازمه ده ؟
ته او خداى چې ستا نيکونو او پلارونو به همدا غوښتل؟
ته او خداى چې ستا الله او ستا پيغمبر په همدې خوشاله کيږي ؟
ته او خداى چې د وطن پېغلې به ستا پر همدې غلامۍ فخر وکړي ؟
نه !!!!!
زه پوه يم چې همدا زما خبرې هم پاکستانى پلان درته ښکاريږي / خو نه … زه د افغانستان په يوه ښار کې او سېږم ، ټول مصارف له خپل جيب نه کوم او د خپل لاس نه يې خورم !
والله که مې په ټول عمر کې يوه افغانۍ معاش هم د دې د پاره له چا اخيستى وي ((چې سياسي فعاليت ورته وکړم)) نه دومره بې وجدانه او خائن يم.
زما استاذ تاريخ دى او مغزي پيچکاريانې د الله قانون راکوي ، اوس پوه شوې ؟
خبرې خو ډېرې دي مګر زه يې لږ را لنډوم !
الله پاک امر کړى چې ((تاسو ته کفار هر ځاى د قتل د پاره برابر شول نو قتل يې کړئ ، بند يې کړئ او محاصره يې کړئ))
نو زما په لاس کې خو اوس قلم دى / هم مې بند کړي او هم مې محاصره کړي ان شاءلله ، مګر ستا په لاس کې بيا هم وسله شته او هم موقع / خو افسوس چې قوي ايمان او قوي وجدان ته سخته اړتيا ده که يې الله درکړي.
خو دا واوره !
کوم لاسونه چې د الله لوري ته لپه شوي او لپه کيږي / د هغوى ټولو غوښتنه د مجاهد حفاظت او د کافر ذلت دى ، نو مجاهد شه / چې الله عزت درکړي او له ذلت نه ځان وباسه !
شا ته داسې ځلاند نوم پرېږده لکه د (عبدالعظيم) : چې نن يې يوازې پر نوم باندې ټوله اسلامي نړۍ فخر کوي / هغه هم ستا غوندې يو دولتي عسکر ٶ ؛ مګر الله پاک دومره لوړ شان ورکړ : چې تر ډېرو مسلمانانو اوچت شو.
ته هم عزم وکړه ، همت وکړه / د کافر ککره ماته کړه ، وطن آزاد کړه ، د مسلمانو خويندو عزت خپل او په قرآن ننګ وکړه .
د پنجاب آرمانونه خاورې کړه ، د ايران نقشې څيرې کړه او د غربيانو آرمانونو او تمو ته اور واچوه ، همت وکړه / د دين ، ناموس او خاورې عسکر شه ، نه د غرب عسکر .
په الله توکل وکړه !
د الله د پاره پورته شه ، د هر مزدور پزه ماته کړه / هغه که د هر چا مزدور وي ، نور ته هم دا د کفر مزدوري بس کړه او د اسلام مزدور شه ، د غرب عسکري بس کړه د الله عسکر شه ، د پنجاب غلامي پرېږده د الله غلام شه .
پورته شه ، وياړ مو شه او د سر تاج مو شه ، وطن د غرب په وينو و رنګوه نه د خپل مجاهد ورور !
ځه له الله سره پيمان وکړه.
ويښ شه او و ګوره : د دولت مشران خو د وينې چې د جانکيري ملعون لانځکې دي !
وطن د خرڅ او عزت د لوټ شو ، قرآن کريم د پليتو غربيان په اور کې وسوزولو ، نو ته به کله ننګ کوې ؟
نور ويښ شه او بس کړه دا د ذلت ژوند.
په انسانانو کې دمکراتيکه مفکوره له نورو حيواناتو څخه د تقليد په مانا ده
ليکوال : امين وردګ
لکه څرنګه چې هر مخترع د خپلې اختراع د پاره ځانګړي اصول ، شرطونه او قوانين اېږدي ؛ همداسې د مخلوقاتو خالق هم د خپلو (مختلف النوع) مخلوقاتو د پاره ځانګړي قوانين او مقررات ايښي دي.
تاسو ځير شئ ! هره طبقه (له حيواناتو څخه) ځانګړي اوصول او ميتودونه لري.
د بېلګې په توګه :
د شاتو د مچيو هره ډلګۍ يوه ملکه (پادشاه) لري ، دوى ټولې د خپلې قدرمنې ملکې تر امر او خوښې لاندې ژوند کوي ، دوي چې هر ځاى اوسيږي نو يوه خاصه محاطوي نکته د (نظام قرول) په توګه رغوي او هلته دوې داسې مچۍ (د تالاشۍ د پاره) دروي / چې په ډلګۍ کې ( د ځيرکتيا ، قوت او پاکۍ په حساب) تر نورو اوچتې وي.
مږيان هم د خپلو مشرانو قدر کوي ، اطاعت يې کوي او امر يې مني ؛ د هغوى په اصولو او مقرراتو کې بيا دومره لوى درس پروت دى : چې له زرګونو کلونو تحقيقاتو وروسته هم بشر (د دوى اوصولو ته مات) دى / د ټولې کورې پاچا /هغه پاچا چې د ځمکې له واکمنۍ سره سره يې تر هسکه پورې هم متابعت موجود ٶ او حکم يې چلېده خو د دې عاجزترينې حيواني توکړې (ټوټې / طبقې) د موقف او مفکورې توزان او توافق ته ګوته پر غاښ شوى ٶ.
زاڼې :
دې زړه وړنکي مخلوق ته وګورئ ؛ څومره منظم ، په خپل وخت او د يوه حيرانوونکي ترتيب له مخې يون (تګ) کوي !
غچيو (توتکيو) ته وګورۍ ؛ څومره ښکلى ذکر کوي او دې ته ورته داسې نور …
د الله په نورو حيواناتو کې هم فکر وکړئ ، تحقيق وکړئ ، له حيواناتو درس او عبرت واخلئ.
راځو بشر ته !
بشر ته هم د مخلوقاتو خالق او ټولواک ذات (الله) ځانګړي مقررات ، اصول او قوانين وضع کړي دي ، بيا يې پر ټول مخلوق بروالى (بهتري) هم ورکړې ده / مګر افسوس چې دا سرکښه طبقه (انسانان) خو ځينې وختونه آن پر دې اوصولو باندې خپل پليت قدمونه ايږدي او د هغو حيواناتو تقليد کوي / چې تر نورو زليل هم دي.
د بېلګې په توګه :
انسانانو ته خالق اصول ((ليکلي)) را لېږلي دي ، بيا يې له زمان او مکان سره سم تغېرات ورته پکې راوستلي دي ، مګر په وروستي ليکلي قانون (قرآن کريم) کې يې دوو مهمو نکتو ته صريحه بڼه هم ورکړې ده : چې هغه د دې قانون د ((کامليت او نه تغير)) خبره ده / مګر بعضې وختونه ځينې انسانان د خپلو حيواني غريزو او غوښتنو تر اثر لاندې راشي ؛ نو ځکه بيا هلته خپلې مفکورې د خپل خالق تر مفکورې هم لوړې وګڼي او ځانله د وضع شوي قانون پر ځاى همغه حيواني قانون (دمکراسي) خوښ کړي.
دمکراسي :
که موږ د دمکراسۍ په مانا سم پوه شوي يو نو همغې نفساني غوښتنې ته ويل کيږي / په کومه کې چې بيخي ډېرې بدمرغۍ نغښتې دي.
بشر د ځان د پاره قانون ځکه نشي جوړولاى : چې دى لا د ځان په پېژندلو کې هم پاتې راغلى ، نو ځانله به قانون څنګه جوړ کړي ؟
قانون خو د هغه شي د پاره جوړيداى شي / چې قانون جوړونکى يې په صورت او سيرت ښه پوه وي .
انسان په هغه څه پوهيږي چې نن يې وکړل ، د سبا په هکله يوازې له نن څخه په الهام سره اټکل کولاى شي او بس .
ډېر وخت داسې هم پېښه شي / چې سبا ورځ د داسې حوادثو شاهده وګرځي / چې پرون د انسان په اټکل کې بلکل نه وو ؛ دوى بيا دې نکتې ته (د ځان غلتولو د پاره) طبعي ناورين وايي .
نو د دې پر ځاى چې د دمکراسۍ په نوم له نورو حيواناتو څخه تقليد وکړو او پدې شيطاني لومه کې ځانونه و نښلوو ؛ ښه به دا وي / چې د خپل خالق قانون (قرآن او حديثو ) ته مخه (رجوع) وکړو ، په هغه کې خپل مسير وپېژنو او پر همغې باندې تګ وکړو / تر څو له ګڼو بدمرغيو خلاص او په راتلونکي کې سوکاله او خوشاله ژوند ولرو.
موږ خپل قانون ته شا او د شيطان قانون ته مو مخ کړى ځکه بدبخته شوي يو.
زه د خپل کلي طالب ښه پېژنم
ليکوال : امين وردګ
زموږ په کلي کې هم طالبان شته ، جهاد کوي : پيرې کوي ، ګزمې کوي او د خلکو خدمتونه کوي !
د دوى له برکته څوک په چا تېرى نه شي کولاى .
غلاوې نه کيږي.
زناوې نه کيږي.
قتلونه نه کيږي.
څوک په چا ظلم نشي کولاى.
سر ، مال او ناموس په امن کې دي.
مدارس او مکاتب فعال دي ؛ معلمان مو په امن کې دي ؛ کلونه وشول چې په لسګونو کيلومتره خامه لارې په زړو بايسکلونو وهي.
روغتونونه فعال دي ؛ ښځينه او نارينه ډاکتران پکې شته.
محکمه او قضا موجود دي ؛ حقوقي او جزائي مسائل ښه په منډه خلاصيږي ، رشوت نشته ، واسطه نه غواړي.
ماشومان مو لوبې کولاى شي : فوټبال کيږي ، کرکټ او واليبال ښه په درز روان دي.
ځوانان خنداګانې کوي ، خوشالۍ شته .
په ودونو کې ساتيري ګانې وي ؛ ښځې خپلې خوشالۍ کولاى شي.
هر څه ښه منظم روان دي ، د ولس خلک مو ډېرى د طالبانو پلويان دي.
خو هو …!
خطاګانې هم شته :
په وسلوالو يوازې د وسلوالو زور ښه رسيږي !
که کوم مسلح کس جرم کړى وي ، نو يوازې تر هغه قوي سړى حکم ورباندې جاري کولاى شي !
که د کوم قومندان ملګرى د کوم ولسي کس له خوا ووهل شي ؛ نو په بدل کې يې وهل حتمي دي ؛ ولو که ملامت هم وي ؛ مګر په هغه صورت کې چې ولسي کس قوي واسطه ولري .
له خپلو ملګرو څخه د ځان په نفعه کارونه اخيستل کيږي او کله چې ګټه ترې و نه ويني نو بيايې بې وسلې کوي هم او تحقيروي يې هم.
داسې مشران هم شته : چې جرم وکړي ؛نو څوک پوښتنه قدر هم نشي ترېنه کولاى.
ځينې ړانده قتلونه هم کيږي ؛ چې ولس ته اسناد نه وړاندې کوي.
که څوک حق ووايي ؛ نو د ځينو له خوا ګواښل کيږي.
داسې کفر پلوي خلک هم پکې شته : چې د خپلو ((طالبانو وروڼو)) په واسطه آزاد کرځي ؛ اګر که نور مجاهدين ورته پټ پټ کيږي خو … .
مګر دا لاره حقه ده ، امارت په حقه راپورته شوى ، جهاد حق دى ، موږ بايد حق په افرادو نه ؛ بلکې افراد په حق وپېژنو .
د صفوفو ((سلنه/فيصدي)) يو مخ پاکول ګران کار دى ، ځکه چې د صحابه وو په صفوفو کې هم منافقان وو لکه : ((عبدلله ابن سبأ)) او داسې نور… بل دا چې پاک خلک هم يو مخ ميدان ته نه دي راوتلي ، نو ارومرو پدې صف کې هر ډول خزندګانو ځاى نيولى.
کفار ډېره پانګه پدې لاره کې هم لګوي ؛ تر څوک د امارت دا پاک صف په درنده ګانو او خزنده ګانو باندې چټل کړي ؛ خو لله الحمد چې لا نه دي بريالي شوي.
خو داسې ورځ راتلونکې ده ؛ چې له هر چا سره حساب وشي ؛ د شهيدانو وينې ، د ټپيانو کوکې او د بنديانو سلګۍ به بېځايه نه ځي ان شاءالله !
يا الله ته خو د امارت دا پاک صف له ناپاکو څخه پاک کړې !
يا الله ته مو امراء او افراد په شريعت برابر کړې .
کله چې حکم د احساساتو پر بنا صادر شي ؛ نو پر حکم کوونکي باندې يې د عاقل ګمان کول هم د کمعقلي نښه ده : ځکه چې حکم کول يا د عالم کار دى يا د عاقل !
ما به پخوا دا اټکل کولو : چې ګني د افغان دولت په سر کې به څه کسان وي چې د عقل له لارې ځينې ستونځې هوارې کړي ؛ مګر متأسفانه چې دولت د عاقلانو له نه شتون سره مخ دى .
دولت په کراتو مراتو غلتيانې کړې وې ؛ مګر دومره لويه غلتي يې پخوا هېڅکله هم نه وه کړې : چې لاس تړلي مظلوم او بې وسه بنديان يې د احساساتو له مخې دار ته خېژولي وي.
دلته تر اسلام د مخه هم افغانانو داسې نامرده او بزدله کار نه کولو او دا ډول کړنې به يې ستر ننګ او عار بللو ؛ مګر نننيو حاکمانو “د خپلو بادارانو د خوشالولو د پاره” دا تور داغ د تل د پاره د تاريخ په تندي کېښود .
ځينې حاکمان هوښيار وي : خيانت کوي ، ظلم کوي ؛ مګر تاريخ نه بربادوي ؛ اما اوس دا هر څه پردي شول ؛ په شرم پسې شرم نوبتي ولاړ دى.
شاه شجاع “چې د احمدشاه بابا نوسى ٶ ” په تاريخ کې بد نوم لري ؛ مګر کله يې چې قومي مشران ځانته ور وغوښتل ؛ نو د پردې تر شايې خبرې ورسره پيل کړې ؛ هغوى يې علت ترې وپوښت ؟
ده ورته وويل : ((زما سره داسې سترګې نه شته چې تاسو ته يې نيغې ونيسم ، بس معاف مې کړئ ! اوس زه د بل په واک کې يم ؛ قسمت به مې دا زلت په برخه کړى وي چې د انګريزانو له شتون سره سره زه يو افغان پښتون پاچا يم او هېڅ کار هم پرته د دوي له اجازې نه شم کولاى ))
خو اوس حالت ته چې ګورم ؛ وام کاشکې شاه شجاع دا حال ليدلى واى ؛ بيا به خپل وجدان ته دومره نه ٶ ملامت.
عجيبه ده !
چې د انسانيت قاتلان اتلان شول ، کليدي څوکۍ ورکړل شوې ، مډالونه ورکړل شول ؛ مګر د محمدالرسول الله (ص) د سنتو پاپند او د کفري ښکيلاک ځپونکي ګلان په کرغېړنو لاسو دار ته پورته کيږي.
خير دا هر څه خو به سبا وکتل شي ، مګر خبره د نن ده : چې ولې دومره لويه غداري وشوه ؟
آيا داسې اعدام به فعلي (چپ راست) نظام ته ګټه ورسوي او که سل برابره تاوان ؟
اې دولتي چارواکو !
((په الله قسم کوم چې اوس به خامخا ماتې خورئ دا جمله درسره وليکئ !)) ځکه چې تاريخي سياسي غلتي مو وکړه !
هغوى به له دې وروسته ستاسو هغه آرام کسان او آرام ځايونه هم نا آرامه کړي !
نو ښه لاره يې دا بولم : چې معافي وغواړئ / داسې ستره ناپوهي بيا تکرار نه کړئ او که دوام ورکوئ : نو ارو مرو مو قدرت ته د پاى ټکى په زړه کې دى.