لیکنه : عاکف مهاجر
لکه څرنګه چې هدایت دیو چاپه لاس کې نده بغیر له خدای ج نه ، نو هیڅ څوک نشي کولی چې یو چاته د هدایت وکړي دبیلګې په توګه هدایت په معنی ددلالة موصله سره چې حق ته رسول دي له پیغمبر ص نه هم نفی شوی ده او چې کله دمبارک پیغمبر ص تره ابوطالب وفات کیدلو هغه چې په اوائلو داسلام کې یې دنبي کریم ص ډیر مدد کړی وو چې پیغمبر ص ته یې د ډیرې ناهیلی په وخت کې ویلي وو.
فوالله لن یصلو الیک بجمعهم
حتی اوسدو فی التراب دفینا
ژباړه: قسم په رب چې داکفار چې ټول هم راجمع شي تاته به ضرر ونه رسوي ترڅو زه په خاورو کې نه یم دفن شوی
او همداسې یې وکړلو په خپله وعده یې وفا وکړه او په خپل ژوند کې یې له رسول الله ص نه کلکه دفاع کوله.
هغه چې کله وفات کیدلو نو الله ج نبي کریم ص ته وایي
انک لاتهدي من احببت.
ژباړه:ته هدايت نشې کولی اې محمده هغه چاته چې ستا ورسره محبت ده. تاباندې بلاغ ده هدایت زما کار ده الله ورته وایي.
اوس چې حکمتیار په اجیره اداره کې ننوتلو، چې تر پرونه ده هم اجیره بلله، هغه واقعي مخلص مجاهدین چې دحزب تر قیادت لاندې یې تر اوسه یامسلحانه یا فرهنګي جهاد ته ادامه ورکوله او نن دحزب له دغه عمل سره موافق ندي او نه غواړي چې دوی هم دخپل مشر په څیر دامریکایانو او ناټو په موجودیت کې په غلامه اداره کې کار وکړي دامارت غیږ ورته خلاصه ده او امارت دټولو مسلمانانو ګډ کور ده هر مسلمان مجاهد یې فرد ده باید چې خپل جهاد ته دامارت تر بیرغ لاندې دوام ورکړي او مایوسه نشي ستاسې قربانی دحکمتیار لپاره نه وې ستاسې قربانی دخدای ج لپاره وې دهغه په دربار کې هیڅ نه ضایع کیږي.
او انسانانو باندې زلت او ښوییدنه داقدامو راځي تیر تاریخ ته په کتلو ډیر وخت داسې شوي دي همدغه سیاف رباني مجددي ګیلاني دا دحکمتیار همسنګره وو ترپرونه حکمتیار غولیدلي بلل نن دهغوی ترڅنګ دی هم ودریدلو هغه رښتیا ویلي وو هغه غولیدلي دي خو نن حکمتیار هم وغولیدلو.
کوم نظام لپاره چې هغه شرعي نظام راتلل دي چې تاسو تکلیفونه ګاللي دي او قربانی مو ورکړي دي هغه ارزو او امید مو دامارت سره په یوځای والي کې پوره کیدونکې ده.
امارت به ستاسو دغه ارزو دیو مجاهد په وجود سره هم په هر قسم تکلیف باندې پوره کوي.
او ډاډ درکوو چې په هیڅ قسم توپیر به تاسو سره کوم چلند نه کیږي.
دامارت په تشکیلاتو کې ګډون وکړی،او دبرحقه مبارزې لپاره مو خپل جهاد ته ادامه ورکړی، اسلام تر حکمتیار پورې نده تړلی چې حکمتیار په حکومت ننوتلو نو مجاهدین ختم شول.
راځی داعلاء کلمة الله لپاره دامارت ترسپین بیرغ لاندې خپله سپیڅلې مبارزه ترسره کړی.
—- پورتنی لیکنه دلیکوال خپل نظر څرګندوي د ادارې موافقت ورسره شرط ندی —


















