راټولوونکی: ح، صفي الله ـ رائد
د هر شهید د شهادت قصه او واقعه یو بېل رنګ لري، مګر د حضرت عثــــمان(رض) دشهادت قصه او واقعه یو بل خاص رنګ لري. قرباني یې هم یوه نادره قرباني ده، دشهادت واقعه یې هم بې مثله ده.
کـــله چې باغیان په مدینه منوره کې راټول شول، دوی غوښــتل چې په هر قیمت وي، دحضرت عثمان خـلافت ختم کړي، او حضرت عثمان شهید کړي.
د باغیانو اوله حمله په حضرت عثمان باندې د جمعې په خطبه کې وه، کله چې حضرت عثمان (رض) د جمعې خطبې ته ودریده، یو باغي حضرت عثمان ته وویل:
تاته د خطبې اجازه نشـــته!
په ډیر ګستاخي سره، په ډیر بې ادبې سره حضرت عثمان ته په اوچت او په غلیظ اواز سره وویل :
د منبر نه را ښــــکته شـــه!
دې سره د مسجد د نورو کونجو څخه نورو باغیانو اوازونه شروع کړل، او ویل به یې عثمان د منبر نه را ښکته شه! تاته د خطبې اجازه نشــــته ، په همدې شور ماشور کې یو باغي حضرت عثمان ته عصاء ماته کړه، کومه عصاء چې د محمد مصطفی (صل الله علیه وسلم) یادګار وه، کومه عصاء باندې چې حضر ابوبکر صدیق خطبه ویلي، کومه عصاء باندې چې حضرت عمر فاروق خطبه ویلي، هغه حضرت عثمان ته یو باغي ماته کړه.
بیاهم صرف د عصاء په ماتولو باندې د باغیانو زړه یخ نه شو، او په حضرت عثمان باندې یې د تيګو (کاڼو) ګذارونه شوروع کړل.
ابن جریر او ابن کثیر، رح، لیکلي:
په همداسې حالت کې حضرت عثمان لمونځ اداکړ، او دلمانځه نه وروسته منبر ته پورته شو، او ورته وایې: ای د بهر څخه راغلي خلکو، خدای نه ووېرېږئ! په خدای قسم ده ټولو اهل مدینه و ته معلومه ده ، چې رسول الله،ص، تاسو ته ملعون ویلي دي.
تاسو داخپله ګناه په نیکیو باندې ختم کړئ،او الله ته توبه وباسئ، دې ویلو سره باغیانو بیا په حضرت عثمان باندې د کاڼو ګذارونه شوروع کړل، حضرت عثمان باندې دومره ګذارونه وشول چې بې هوشـــه دمنبر نه لاندې را پریوته. آه، خدایه! ستا دحوصلې نه قربان، ستا د صبر او تحمل نه قربان، آه خدایه! دداسې خلکو لاسونه تاولې نه شنډول ، دداسې خلکو لاسونه تاولې نه ماتول،په کومه عصاء باندې چې ستا دمحبوب لاس لګیدلی و، په کومه عصاء باندې چې د ابوبکر لاس لګیدلی و، په کومه عصاء باندې چې د عمر فاروق لاس لګیدلی و، هغه اعصاء باغیانو ماته کړه، دوی نه د عثمان احترام وکړ، نه یې د مسجد نبوي احترام وکړ، ځکه چې ددوی زړونه له محبت نه خالي و، کله چې حضرت عثمان په هوش کې راغی، دهرڅه نه مخکې دا پوښتنه کوي: اهل مدینې ته خو کوم تکلیف ندی رسیدلی! ؟
حضرت عثمان د خپلو زخمونو په فکر کې نه و، د مدینه او اهل مدینه په فکر او غم کې و، دېته مینه وایې، دېته محبت وایې.
دباغــیانو اعــــلان
باغیان د مدینې کوڅو کې اواز کوي، خبـــردار نن نه پس به عثمان د جمعې لمونځ نه ادا کوي، حضرت عثمان باندې د جمعې لمونځ بند شو، بیا ظالمانو اعلان وکړ، عثمان به امامت هم نه کوي، حضرت عثمان باندې امامت هم بند شو، بیا ظالمانو اعلان وکړ عثمان به بلکل مسجد نبوي ته نه راځي، حضرت عثمان باندې مسجد نبوي هم بند شو، کوم مسجد چې حضرت عثمان وسیع کړی و، هغه دور کې، هغه وخت کې، په سوونو په زرګونو روپۍ، حضرت عثمان خرچ کړې وې نن هغه مسجد په حضرت عثمان بند شو.
د باغیانو زړه بیاهم یخ نه شو بیا یې اعلان وکړ: نن نه وروسته به حضرت عثمان سره څوک بیع او شری نه کوي.
حضرت عثمان زخمي زخمي شو، د جمعې خطبه پرې بنده شوه. ، امامت پرې بند شو،
مسجد نبوي ته راتګ پرې بند شو، خو بیاهم د باغیانو زړونه یخ نه و، او په دې یې اکتفا ونه کړه، بیا یې اعلان وکړ: عثمان به له خپل کور څخه بهر نه راوځي، حضرت عثمان ته یې خپل کور زندان جوړ کړ، په خپل کور کې یې نظر بند کړ.
نور بیا … په دویمه برخه کې.


















