
د کوم مصلحت په خاطر سوله ؟
ليکوال: نقيب الله (احمدي)
زموږ د يتيم اوښکې لاتر اوسه وچې نه دي، تر اوسه يې په نازک بشر د اوښکو سيلابونه بهيږي, زموږ يتيم اوس هم د خپل بابا د راتلو په انتظار د کلي او کور لارې څاري، يتيم مو اوس په دې فکرکې دی چې ما مې د پلار سره شخړه کړې،نو په دې خاطر کور ته نه راځي او يتيم مو تر اوسه د خپل پلار په شهادت خبر لا نه دی.
د بورې مور چيغې مو تر اوسه درېدلې نه دي، هکه پکه ده، له ډېره غمه په هيڅ څيز نه پوهيږي،لکه څوک چې شپه پسې واخلي او نه پوهيږي چې څه وکړي لالهانده په خيالي دنيا کې ګرځي او راګرځي، دا صحنه داسې انځوروي لکه خوب چې ويني،تر اوسه مو د بورې مور په شونډو د موسکا بدرګه نه ده راغلې او هره شېبه له ځان سره بې اختياره دا کلمې وايي: زوی مې شهيد شوی نه دی دا امکان نه لري هغه ژوندی دی….
د شهيد ورور وينې مو تر اوسه له ځمکې، ونو،بوټو او دښتو څخه پاکې شوې نه دي او د خپلې کونډې خور، مور او لور د عدت شپې او ورځې مو تر اوسه پوره شوې نه دي.
څه شوه هغه خبره دې, چې د غربي اشغال څخه دې وروسته په ځغلنده توګه او په وار وار دې افغانانو او نړيوالو ته کوله،چې تر څو په افغانستان کې يو داړونکی لويديځوال ځناور هم شتون ولري، نو زه به ټوپک پر ځمکه کې نه ږدم او سولې ته به حاضر نه شم.
زه نن د محترم حکمتيار صاحب څخه دا پوښتنه کوم, چې ته کله کابل ته راځې،ارومرو به د دولت مشران لکه: اشرف غني, عبدالله عبدالله…..او د غربي اشغالګرو مشر به ستا د هر کلي او ښه راغلاست لپاره ستا مخ ته درځي،نو په کوم ضمير به د امريکا فوځي مشر ته خپل د جهاد لاس ورکوې او ستړي مشي به ورسره کوې.


