
دجمعیت او جنبش دجګړو لمن نورو ولایاتو ته په خوریدوده
سرلیکنه
دڅوورځو راهیسې دفاریاب ولایت دالمارپه ولسوالۍ کې دجمعیت او جنبش دګوندونو دقوماندانانو ترمنځ جګړه روانه ده چې دروانې جګړې دپیل پړه یو پربل وراچوي حال داچې دالمار ولسوالۍ دځايي وسیدنکوپه وینا دواړو خواو خپلو خپلو وسلوالو ته دجګړې داوربل امر ورکړيدی .
دبلخ سرپرست والي او دجمعیت دګوند اجرايي رئیس عطامحمد نور پر ملي یووالي حکومت او په ځانګړې توګه پرکورنیو چارو وزارت ږغ کړیدی چې دفاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې دجنبش دجګړمارې ډلې دخپل سریو او چورچپاول مخه ونیسي او دسیمې خلک ددوی له وحشته وژغوري .
عطامحمد نور ویلي دجنبش دوه قواماندانانو ېې پرپلویانو بریدکړی دی په جګړه کې ددواړو خواو دمرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شویدي ، له فاریابه ترلاسه شوو راپورونوکې ویل شوي چې په المار کې دسیمه ییزو پولیسو یو جمعیتي قواماندان قاطع باندی دجنبش وسلوالو ناڅاپه بریدکړیدی چې په پوسته کې دنورو سیمه ییزوپولیسو نه علاوه یاد قومندان هم وژل شویدی.
که څه هم دجنبش ډله په فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې پرجمعیتي قومندان دبرید پړه نه مني وايي ددوۍ وسلوالو خپله دفاع کړیده نه برید، خو داسې ښکاري چې دڅو ورځو پیل شوې جګړه چې دجنبش او جمعیت ترمنځ روانه ده یواځې په فاریاب ولایت کې نه بلکې نورو ولایاتو ته به هم خپله لمن خوره کړي .
په پارلمان کې دفاریاب وکیل او دجنبش ویاند بشیر احمد ویلي چې دا جګړه دیادو قوماندانانو دپخوانۍ دښمنۍ نتیجه ده خو ولسي وګړي وايي چې زړه دښمني نه بلکه ددواړو خواو ترمنځ په المارکې دجنبش دوسلوالو به ناوړه چلند او دهغوې لخوا دولسي وګړو دکورونو په چورکولو او ولسي وګړو په زنداني کولو رامنځ ته شویده او دڅلو ورځو راپدیخوا دوام لري .
دفاریاب ولایت څخه دجګړې دخوریدو ویره ځکه راپیدا شویده چې دنورو ولسوالیو څخه دجمعیت او جنبش پلویان المار ته رسیدلي دکورنیو چارو وزارت او دفاریاب ولایت امنیه قوماندان تراوسه پوري په روانه جګړه ځان ناخبره ښودلی دی خو که دنورو ولسوالیو څخه ددواړو خواو وسلوال المار ته ورسیږي بیا نو نورو ولسوالیو ته څه چې نورو ولایاتو ته دجګړې داورلمن په خوریدای شي .
که ددواړو خواو جګړه نورو ولایاتو ته ورسیږي نو لومړي به په سرپل ولایت کې پیل شي ځکه دسرپل ولایت وسیدونکي دجنبش له وحشته په اور کې ژوند کوي دسرپل ولایت دسیدآباد ،منګوټي، امام جعفر او کله ګیان سیمو کې ددوستم ملیشو او ددوستم لخوا ګمارل شوو محلي پولیسو دځايي خلکو په کورونو چورکولو پیل کړیدی .
دوستم په فاریاب او سرپل ولایاتو کې په خپلو ملیشو او ځايي پولیسو دطالبانو خلاف وسلې ویشلې خو په ځای ددې چې ملیشه او ځايي پولیس دطالب وسلوالو سره جګړه وکړي ورکړل شوې وسلې يي څه په طالبانو وپلورلې او په لاس کې پاتې وسلو باندې دځايي وګړو کورونه چورکوي ځوانان ېې په یوه اوبل نامه زنداني کوي چې وروسته دپیسو په بدل بیا خلاصیږي .



