غزل / سعود

هر طرف ته زندګي ده زندګي ده لیونیه
یو زندان دی او زندان کې ازادي ده لیونیه

دې دنیا کې څوک له خپلې دایرې وتلی نشي
دا دنیا خو مړه ټوله مجازي ده لیونیه

ستا د سر په سپینو ډکو کې وختونه جذب شوي
څه ببوخته ماشومتوب دی څه ځواني ده لیونیه

دلته سترګې په محنت او مشقت باندې غړیږي
د زړه زور دی او خواري ده مزدوري ده لیونیه

له عذابه دې د اوښکو مرغلرې هیرې کړي
دا چې خاندې دا دې لویه قرباني ده لیونیه

سرو لمبو سره به څنګه امانت کړې تصویرونه
ستا رڼا هم ایره شوې ده فاني ده لیونیه

له دردونو ګیلې مه کوه سعوده خبر نه یې
دې کې خوند دی او مزې دي عیاشي ده لیونیه
_____________________________
سید شاه سعود

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button