شبیراحمد عثماني
یوملګري خبره راته کوله چې دحکومت له یوه لوړ پوړي چارواکي سره مخامخ شوم، په مجلس کې چا ورته معرفي کړم دا زمونږ دسیمې یو طالب دی، په اسلامي امارت کې یې هم دنده اجراء کړي اوس نه پوهیږم چې پخپل موقف ولاړ دی او کنه!؟
هغه هم سر وخوځاوه ویې ویل: دوی له یو داسې قوت سره ټکر شول چې په نړۍ کې یې څوک په وړاندې نه دریږي ـ داسې ټکنالوژي لري چې له سپوږمۍ نه په ځمکه څلور انچه شیان هم ویني ـ چې په نړۍ کې یې هرچا مخالفت کړی نو له منځه یې وړي دي خو نه پوهیږم چې زمونږ د هیواد طالبان ولې دومره سرټمبه دي چې له داسې قوت سره ډغرې وهي؟!
ویل یې: دا خبرې ډیر بدې راباندې ولګیدې لومړۍ مې د ده ارزونه وکړه چې ایمان یې د امریکې په قوت جوړ شوی – الله تعالی او دالله تعالی قوت او قدرت یې په فکر کې نشته، غیرت یې تر دې پورې دی چې غلامي د ځان لپاره شرم هم نه ګڼي – دومره پست دی چې د خپل ورور له قاتل څخه مرسته غواړي او وایي چې هیواد دې راته جوړ کړي، زمونږ وږي دې راماړه کړي – له پردیو نه مو دې وژغوري – سیرت او صورت یې هم د امریکایانو په څیر جوړ کړی او….
بیا مې ورته وویل چې خفه کیږې خو نه چې یو څه درته ووایم او خپل ځان په واقعي مانا در وپیژنم ؟ ماته مې مور ویلي چې ته کله پیدا شوې نو ډیر ژر دې پلار په غوږ کې آذان درته وکړ (الله اکبر الله اکبر….)
کله مې چې ستا ځانګو ته مې هرټال په الله الله ورکړی کله چې اووه کلن شوې د کلي په ابتدائیه ښوونځي کې مو شامل کړې.
خو کله مې چې تر دولسم شونځی ولوست نو په دیني زده کړو مې پیل وکړ، خو د دې ترڅنګ مې د روسانو او کمونستانو په وړاندې د هیواد د آزادۍ او اسلامي نظام لپاره په جهاد کې هم برخه اخیسته او ستر ارمان مې شهادت دی ، دقرآنکریم د تفسیر پروخت دالله تعالی په احکامو پوره پوه شوم د انسان د خلقت او د ژوند په هدف پوه شوم، پدې هم پوه شوم چې یوازې الله تعالی دی چې هرڅه کولی شي، پدې هم پوه شوم چې د الله تعالی په لاره کې کامیابي حتمي ده ، په دې هم پوه شوم چې د الله تعالی په لاره کې هر کړاؤ ، ستونزه، زندان ، مرګ او ژوند د دنیا له ټولو خوږو خواږه دي. پدې هم پوه شوم چې کفار هیڅکله د مسلمانانو دوستان نشي کیدلی ، پدې هم پوه شوم چې مسلمانان ټول سره وروڼه دي هغه که په شرق کې دي که په غرب کې، په شمال کې دي که په جنوب کې، پدې هم پوه شوم چې د مرګ فیصله د الله تعالی له لوري ده ، پدې هم پوه شوم چې الله تعالی د مؤمنانو کوچنی ټولی د کفارو په ډیر ټولي غالب کوي، پدې هم پوه شوم لکه څنګه مسلمانان خوږیږي همداسې کافران هم خوږیږي، پدې هم پوه شوم چې مسلمان ته الله تعالی د خپله اړخه دمرستې او کامیابي ډاډ ورکړی، پدې هم پوه شوم چې الله تعالی راته وایي: تاسې مه ځانونه سپک ګڼۍ اومه غمجن کیږئ تاسې لوړ یاستی خو که مؤمنان یئ.
همداسې مې ورور جذبات راپاریدل ورته ومې ویل چې څوک په الله ایمان نلري ، څوک چې هسې په نامه کلمه وایي او ځان مسلمان ګڼي خو نه د الله تعالی او نه د پیغمبر صلی علیه وسلم احکام او هدایات مني داسې خلکو ته بیا کفار ډیر قوي ښکاري او د کړلو او نه کړلو قوت یې ګڼي، داسې خلک نه دهیواد سره مینه لري او نه هم د مسلمان اولس سره، بلکه هغه څوک چې واقعي مسلمان دي لیونیان ورته ښکاري. خو مونږ ته داسې خلک له ځناورونه هم بتر ښکاري.
خپلې شرابي سترګې یې ژر ژر وځمبلې ویې ویل چې وبه وینئ چې طالب مشران به له منځه یوسي او طالبان به ټول ختم کړي. مایې خبره ورغوڅه کړه ورته ومې ویل چې د طالب داعیه هغه څه دي چې پخپله یې الله تعالی د ساتنې ذمه په غاړه اخیستي که دپیغمبر صلی الله علیه وسلم او خلفاءراشدینو په وفات او شهادت دا دین ورک او کمزوری نشو د مسلمانانو لوی سپاه سالاران شهیدان شول اسلام کمزوری او ورک نشو نو په الله قسم چې نه به د ملا محمد عمر مجاهد په وفات کمزوری شي او نه به د اسامه بن لادن په شهادت کمزوری شي، دوی به د شهادت ویاړ وګټي خو سنګر به یې خالي نشي ، خیر دی بل یو به مشر شي هغه به شهید شي بل به مشر شي بل ….
خو د افسوس مقام دا دی چې طالب دا کلمه ګو بې عقیدې انسانان دکفر او کفارو سره دملګرتیا او همکارۍ په جرم ووژني نو بیا خلک وایي چې مسلمان یې وواژه. خو دیته یې فکر نه وي چې دا خلک کلمه یوازې ددې لپاره وایي چې افغانان پرې وغولوي دوی نه مسلمانان دي او نه هم په خدای جل جلاله عقیده لري بلکه پست، بیغیرته وطن پلورونکي او ناموس خرڅوونکي دي.
د دغو خبرو سره یې روحیات له لاسه ورکړل زه هم کوربه له لاسه ونیولم ویل یې راځه څوک درته ولاړ دي، په دروازه کې بیا هم ورپسې را وګرځیدم ورته ومې ویل چې هرطالب شهادت دځان لپاره هدف ګڼي او شهید کیدل خپل سعادت ګڼي دخپلو مشرانو په شهادت ویاړي او په زړه کې یې د انتقام لمبې په غرغنډو کېږي عزم یې لا پسې غښتلی شي بریدونه یې تندریز شي که یو شهید شي لس نور طالبان راپیدا شي.
او دا لړۍ به ترقیامته روانه وي. خو تا سم نه یم پیژندلی زه طالب مجاهد یم، ما اول دا غږ اوریدلی چې الله اکبر( الله لوی دی) زه د الله په نوم ویده شوی او راویښ شوی یم دالله تعالی په دین روزل شوی یم .

















