تبصره : ډاکټر آصف
د ښکیلاکګرې امریکا ولسمشر اوباما وروسته له هغې چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو افواه خپره شوه خپله کرکجنه څیره نړیوالو ته د تلویزیون پر مخ راښکاره کړه او له خپل عادت سره سم خپلې کرغیړنې څرګندونې یې نړیوالو ته یو ځل بیا په غوږونو کې کُف او چُف کړې، نوموړی په خپلو دغو ناوړه څرګندونو کې په ډیر بې شرمانه توګه وویل چې د ملا اختر محمد منصور د وژلو امر ده ورکړی و او دا ځکه چې نوموړی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لپاره خطر و!!!؟
د اوباما دغه غیر عاقلانه څرګندونو د بې شمیر نړیوالو اوریدونکو او لیدونکو په ذهنونو کې خورا پوښتنې راولاړې کړې چې آیا ملا اختر محمد منصور د امریکایی ځواکونو لپاره رښتیا هم خطر و؟ او آیا د اوباما دا ډول څرګندونې په تعقل برابرې دي؟ آیا ملا اختر محمد منصور امریکا ته د اوباما د وژلو پسې تللی و؟ پدې معنی چی خطر خو هغه څوک کیدی شي چې د چا پسې له وسلو او افرادو سره یوځاې د هغه کور یا سیمې ته ورشي او یا ورته چیری لاره ونیسي. نو آیا ملا اختر محمد منصور امریکا ته د جګړې لپاره تللی و؟ او یا یې چیرته د امریکا مخې ته په کوم بل هیواد کې سنګر نیولی و؟ برعکس دا امریکا ده چې د ملا اختر منصور کور او کلي ته له خپل ټول ډنګ او ډول سره په ډیر غرور او کبر او جبر ننوتې ده، او په سلګونو زره خلک چې پکی ماشومان، ښځې او سپین ږیری شامل دي وژلي دی او په لسګونو زره کورونه یې له خاورو سره برابر کړي دي، او ملا اختر محمد منصور یواځې له خپل ولس او خپلې خاورې نه په دفاع کولو مجبور شوی و، نو څوک خطر دی؟ ملا اختر محمد منصور او که اوباما؟
که دا خبرې د عدالت په تله وتلل شي نو هر عاقل به عادلانه قضاوت وکړی چې هوکي! امریکایی ځواکونه د ملا اختر محمد او د هغه هیوادوالو د وژنې او جګړې لپاره له زرګونو میله لرې واټن نه دې هیواد ته مسلح راغلي دي نو معلومه خبره ده چې امریکا خطر دی نه ملا اختر محمد منصور، که ملا اختر محمد منصور او هیوادوالو یې امریکا ته د امریکایی ځواکونو او اوباما د جګړې لپاره تکل کړی وي نو یقیناً چې ملا اختر محمد منصور د دوی لپاره خطر و او وژنه یې هم ورته مجاز وه، خو دا چې امریکا خطر ده نو باید چې امریکا ووژل شې او وژل یې قانوناً جواز لري او او ترهغې به ورسره جګړه وکړای شي چې تر څو د شوروي اتحاد د ځواکونو په شان په ګونډو شوي نه وي. او دغه نړیوال خطر د تل لپاره د افغانستان له خاورې نه ختم شوی نه وي.
نړیوال دې په دې پوه شي چې امریکا یواځې د افغانستان لپاره خطر نه بلکه د نړۍ دګوټ ګوټ لپاره خطر دی او مخکې له دې چې یو یو د خطر په نوم له مینځه یوسي باید په ګډه د ددې خطر د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي. کنه نو دغه نړۍ خوره اژدها به یو هیواد له بل پسې ژوندي تیر کړي، او پر جاپان د امریکا اتومي برید مثال د نړیوالو د قناعت لپاره کفایت کوي.

















