شهید چاته ویل کیږي؟

د مسلمان په لاس وژل شوي امریکایی ته که د امریکایی په لاس وژل شوي مسلمان ته؟

عزیر اسد خیل

څو ورځې وړاندې دلته په کابل کې یو مشهور سیاسی مبصر او د نظر خاوند قاضی محمد حسن حقیار له دې کبله د امنیت د بدنامې شبکې لخوا توقیف کړای شو چې هغه ملا اختر محمد منصور ته د شهید په ویلو سره پر افغانانو او مسلمانانو خپله غاړه خلاصه کړه او خپل اسلامي او ملي مسؤلیت یې ادا کړ.

د ده په نیول کیدو سره دا جوته شوه چې دلته د بیان آزادي یواځې د غرب پلوه فکر لرونکو او د اسلام نه د منحرفو افرادو لپاره ده او څوک چې د دوې د فکر په خلاف عقیده لري هغه د افغانستان وګړی نه شمیرل کیږي او باید ونیول شي او د تورو تمبو شاته واچول شي.

 او که څوک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په شان په عام محضر کې او سترو غونډو ته په خپلو ویناو کې په مکرر ډول د امریکایانو هغو مړو ته چې د مسلمانانو لخوا په قتل رسیږي شهیدان وایی ټول لوړ پوړي چارواکي خاموشي اختیاروي (سره له دې چې د اسلام له نظره دا یو څرګند کفر ویل دي) چې عالم او غیر عالم ټول پرې ښه پوهیږي، خو که یو سیاسی مبصر قاضی حقیار د دې جرأت وکړ او د اسلام د احکامو مطابق یې یوه مسلمان ته چې د امریکایانو لخوا وژل شوی شهید وویلو نیول کیږي، او بیا دا تور پرې لګول کیږی چې د بیان آزادي په دې معنی نده چې د دوی مخالف ته دې شهید وویل شي(اګر که خدای او رسول هم ورته شهید ویلي وي).

د ملي امنیت په دې کار سره د اشرف غني حکومت د خدای او رسول سره هم د جګړې اعلان وکړ، او دا ځکه چې د شهید دا لوړه مرتبه د خدای لخوا اعلان شوې او هر څوک چې د اسلام لخوا د یادو شویو احکامو مطابق ووژل شي هغه ته شهید ویل کیږي، د شهید مډال د حکومتونو کومه لورینه نه ده چې چا ته یې خوښه شي وریی کړي. بلکې چې د اسلام د حکامو او شرایطو مطابق څوک ووژل شي هغه ته شهید ویل کیږي.

د قاضی حسن په ظالمانه نیول کیدو سره څرګنده شوه چې دا حکومت هم ورو ورو د کمونستانو د رژیم په شان پر مسلمانو او مجاهدو افغانانو خپله ظالمانه کړۍ تنګوي. خو له دې نه غافل دي چې د کمونستي رژیم پایله څه شوه، خو هغه د درې ژبې د متل مطابق چې وایی: در اوج قدرت خدا را فراموش مکن. دوی اوس د خپل قدرت اوج ته رسیدلی او خدای ورنه هیر شوی دی. خو ډیر زر به یې ماغزه سر ته راشي.

اوس به راشو د شهید په اړه د خدای او د هغو د رسول حکم ته او د حکومتي چارواکو او هم ګرانو لوستونکو ته بلنه ورکوو چې د اسلام د احکامو له مخې دې شهید مطالعه کړي او ځانونه دې پرې وپوهوي چې شهید چاته ویل کیږي او بیا دې عادلانه قضاوت وکړي چې امریکایانو ته په شهید ویلو سره جنرال دوستم تیروتنه کړې ده او که ملا منصور ته په شهید ویلو سره قاضی حسن؟ دا قضاوت کول یو ستر ملي او اخروي مسولیت دی.

د اسلام په رڼا کې شهادت څه او شهید چا ته ویل کیږي؟

  • شهید هغه چاته ویل کیږي چې د خدای په لاره کې په جګړه کې ووژل شي، او شهید ځکه ورته ویل کیږي چې د قیامت په ورځ به په ده د منحرفینو لخوا د شوي ظلم شاهدی ورکوي.

  • هر هغه مسلمان چې د خپل حق دین نه په دفاع کې ووژل شي او یا په دې ترور کړای شي چې مسلمان دی، او یا دا چې د اسلام د دین سره تړاو لري حتمي شهید دی، او هغه مسلمان چې په ظلم، تجاوز، او یا غیر قصدی توګه هم ووژل شي شهید حسابیږي، خو په دې شرط په عقیده کې مسلمان وي، په خپل ایمان کې رښتونی وي.

  • خدای تعالی فرمایی: ﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴾.
  • هغه کسان چې په خدای او د هغه لخوا په راستول شویو پیغمیرانو یې ایمان راوړی وي، همدغه خلک صدیقین او شهداء دي دوی ته به د دوی اجر او نور ورکول کیږي.

او هغه کسان چې د اسلام نه منکر دي (کافران دي) او زمونږ (د خدای تعالی) آیتونو ته یې د درواغو نسبت کړی دی هغه د دوزخ خاوندان دي.

شهید دوه ډوله دی: حقیقي شهید او حکمي شهید

لومړی: حقیقي شهید:

هغه وژل شوی مسلمان چې د جګړې پر مهال په جګړه کې ووژل شي، حقیقی شهید دی، او په اسلام کې ورته ځانګړي احکام ټاکل شوي دی چې په لاندې توګه دي:

غسل او کفن نه ورکول کیږي، بلکې په همغو جامو کې به خښول کیږي چې د ده د شهادت په پاکو وینو لړل شوي وي، او په همغه ځای کې به خښول کیږي چیرته یې چې ساه ورکړې وي.

دوهم:  حکمي شهید:

حکمي شهید هغه دی چې رسول الله ص چی مونږ ته په لاندې توګه ښودلی دی:

څوک چې د خپل مال، وینی، ځمکې نه په دفاع کې ووژل شي حکمي شهید دی.

همدا راز څوک چې د خیټي په مرض مړ شي، څوک په اوبو کې ډوب شي، څوک چې د دیوال یا بل شي لاندی شي، څوک چې د (طاعون) سل په مرض مړ شي، او هغه میرمن چې د نفاس له کبله مړه شي حکمي شهیدان دي.

خو د حقیقي شهید احکام پرې نه جاري کیږي.

او دا حکمي شهیدان هیڅکله د خدای په لار کی د وژل شويو شهیدانو مرتبې ته نشي رسیدلای دا یواځې دومره دي چې په عامو مړو شویو مسلمانانو باندی فضیلت لري او بس.

اوس قضاوت تاسې وکړئ چې:

شهید چاته ویل کیږي؟

د مسلمان په لاس وژل شوي امریکایی ته؟؟؟ که د امریکایی په لاس وژل شوي مسلمان ته؟؟؟؟

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button