رسنۍ او لیکوال باید په دې حساس وخت کې خپل رسالت سرته ورسوي

 

سرلیکنه

د څوورځو را په دیخوا یوځل بیا په هېواد کې د ناامنیو، بې باوریو او د جګړو لمنې د پراخیدو راپورونه ورکول کیږي.

د دولت او مخالفو وسله والو ترمینځ د مذاکراتو د هلو ځلو ولس د یوې نیکمرغې راتلونکې لپاره د یو ښه زیرې په تمه وو، خو په نوو حالاتو د ولس هغه ټولې هیلې د خاورو سره خاورې شوي.

سیاسي مخالفتونه په نورو هېوادونوکې هم شته خو یو لیکوال یا د قلم خاوند باید ځان په یو ګوند او یا  یو نظام پورې ونه تړي، د لیکوال نظر باید دومره محدود نه وي، چې هر څه د خپل هدف په دایره کې ګوري او پرمخالف لوري هغه څه وراړوي، چې نه ورته قلم او نه مطبوعاتي رسالت اجازه ورکوي .

دا اوس، چې افغان ولس د کوم انساني ناورین سره مخ دی او له هرې خوا د اففانانو مخالفتونه لیدل کیږي، دا روان ناورین به ترڅو په افغانستان کې دوام لري؟

له دې بد حالت څخه د را ایستلو لپاره به څوک لار روښانه کوي؟

د شرق او غرب دوستان او دښمنان دواړه زموږ پر خلاف یو دي او زموږ په هېواد کې ېې د یوې نه تمامیدونکې جګړې اوربل کړی دی .

په دا ډول حالاتوکې رسنۍ، لیکوال او ژورنالستان باید خپل هغه رسالت، چې د فرضي دندې په توګه ور په ګوته شوی دی سرته ورسوي.

یو شمیر رسنۍ، چې په هېواد کې د ناامنیو، خپلسریو، جعلکاریو، او د افغان ولس په خپلو کې د بې باوریو په موخه له بهر څخه تمویل کیږي د دا ډول رسنیو لیکولان بیا د خپلو شخصي ګټو او پردیو د اهدافو د پوره کېدو په خاطر ورسپارل شوې او پلان شوې برنامې سر ته رسوي، په ډیره سپین سترګۍ سره د خپل غیرتي ولس او د هغه شهیدانو د ارمانونو پر خلاف، چې د یرغلګرو په مقابل کې یې سینې سپر کړې وې، دومره د کرکې او نفرت ډکې لیکنې کوي، چې په هیڅ ډول سره ورباندي د افغان لیکوال فکر نه شي کیدای.

د رسنیو رسالت دا دی، چې د دولت او ولس ترمنځ د پل حثیت غوره کړي، د دولت او ولس ترمينځ په خپلو لیکنو سره  تړون راولي، نه دا چې له بهره تمویل کیدونکې د مافیا ډکې یو شمیر رسنیو کې دې لیکوال د لیکنې پرمهال د شرم جامې وباسي او د خپل دین او هېواد دسلامتیا پر خلاف دې د قلم په عفت خاورې واړوي.

مونږ دا منو، چې بهرنۍ مافیاېې کړیو زموږ یو نسل د جهالت په تورو تیاروکې ساتلی دی، خو دا د ریښتینی رسنیو او په خپل دین، وطن او په خپله پاکه خاوره د سر ورکونکو لیکوالو او قلموالو کار دی، چې خپل ولس له تورو تیارو راوباسو، د دولت اوملت ترمنځ جوړه کړل شوې فاصله باید په خپلو لیکنو له منځه یوسو.

زموږ ټولنې لیکنې باید د خپلو شهیدانو د ارمانونو ترجماني وکړي، زمونږ لیکنې باید د ولس د ویښتیا او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره په ټولو اړینو خواو پوره او کره وي.

موږ که د خپل مخالف په مقابل کې هم څه لیکو باید د قلم عفت په نظرکې وساتو.

که مخالف لوری زمونږ د لیکنې په محتوا غور وکړي، د روانو حالاتو سره ېې مقایسه کړي، باید ښه نتیجه په لاس ورشي. په احساساتي، توکمیزو، ژبني تعصب، سمتي(لوریز) او نورو لیکنو سره مونږ د روان بحران او انساني ناورین څخه ځان نشو را ایستلای، رسنۍ او په رسنیو کې قلم په لاس لیکوال باید تر هر څه لومړی د خپلو شهیدانو ارمانو نه په نظر کې وساتي او په خپل هېواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره له خپله قلمه ددې مظلوم او کړیدلي ولس د روښانه سباوون په خاطر کار واخلي او خپل مطبوعاتي رسالت په سالمه توګه سرته ورسوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button