جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ټیپو سلطان (څلورمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 7, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
9
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

په تیر پسې……..

په غونډه کې ټولو  سردارانو  په خپلو خپلو لاسو  بښنلیکونه  و لیکل او میرزاخان ته یی ورکړل، میرزاخان  د یوې  لمحې  لپاره  هم ځنډ  ونکړ  او ټول بښنلیکونه یې  راټول او له ځانه سره یې  د ارکاټ په لور  یوړل.

شهزاده ټیپو ته تیره شپه بلکل  خوب   ورنغی، هغه به کله  د خیمې څخه بیرون اوکله  د خیمې په  دننه کې  ګرزیدو راګرزیدو  او په دې توګه یې  شپه سبا کړه.

هسې خو هغه  دا تیرې  څو شپي ټولې  په بې خوبۍ کې تیرې کړې وې  خو دې شپې هغه ډېر  زیات  نا ارامه کړی وو. هغه به  خپل دغه  آند ډېر  اندیښمند کاوه چې:

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

خداي خبر،  هغه خلک  به څوک  وي چې  زه یې  له سترګو غورځولی یم او زما په ځای یې زما کشر ورور د میسور په تخت  کینولی دي؟

« درنه شهزاده!  د سرنګاپټم  څخه میرزا خان  راغلی  او ستاسې سره د لیدو  شرف  تر لاسه کول غواړي.»  یو ساتونکی یې خیمې ته راننوت  او په ډېر آدب  سره یې داخبره  وکړه. دې خبرې د شهزاده  ټيپو د خیالاتو لړۍ  پرې کړه، د شهزاده   تندی و غځید، خو خپل ځان یې  په کابو  کې کړ  او ویې ویل :

«مهامیرزاخان  ته  اجازه ورکړئ  چې راشي .»

میرزاخان د ورننوتلو سره سم شهزاده ته سلام او درنښت  وکړ، بیا یې لاسونه په سینه  کیښودل او  ودرید. شهزاده  انتظار کاوه چې  شاید میرزاخان پخپله څه ووایي  خو هغه چپ  چاپ ولاړ وو . په دې وخت کې شهزاده خپل  سکوت  مات کړ  او ویې ویل:

«میرزاخانه! دلته   ښه راغلاست، وایه  څنګه  راغلي یاست ؟ »

میرزاخان په ژړغوني اواز  ځواب  ورکړ چې:

« درنه  شهزاده! ما او ټولو  امراو  چې همدا اوس په سرنګاپټم کې سره راټول شوي دي یوه اضطراري او سیاسي غلطي کړیده. دلته د هغې  غلطۍ د بښني  د غوښتلو له پاره راغلی یم. »

د شهزاده په مخ  باندي دخوشحالۍ  نښې  را وځلیدې :

«هغه  غلطي خو به کوم علت  او  کوم  مجوز  هم  لري؟» شهزاده په ډیره  ډاډمنه  توګه  ترې و پوښتل .

«درنه  شهزاده! » میرزاخان  په داسي حال کي  چې خپل ځان یی  راټولوو، په خبرو پیل  وکړ: «د سرنګاپټم آمیرانو ته دا اندیښنه پیدا شوې  وه چې د ستاسې د دروند پلار د وفات  نه وروسته، چې خبر یې هرې لورې ته خپور شوی وو  او تاسې دروند شهزاده  ته  یی هم خبر درلیږل شوی وو. خو ستاسو ځنډوونکی راتګ د فوځ  جنرالان  او  د دولت  مسؤلین وارخطا  کړي وو  چې هسې نه چې د سلطنت  بدخواه د میسور د تخت وتاج  له پاره  کورني  اختلافات  راپيدا کړي  او په دې توګه په سرنګاپټم باندې یرغل  راوړي، په دې اساس آمیرانو او سردارانو  پریکړه وکړه چې  په موقتي توګه  شهزاده کریم د مصلحت  لپاره  په تخت  کینوي، خو سرنګاپټم ته ستاسي دراتګ نه وروسته  به شهزاده کریم  د تخت  نه لاس  اخلي ..»

شهزاده ټیپو تر ډیره پورې  په فکر کې ډوب  وو، وروسته یی  یوه  اوږده ساه واخسته  او ویې ویل  چې: « په دې اړه  نورو  سردارانو  څه  ډول پریکړه کړې ده …»

نور بیا……….

مخکینې مطلب

دروژې فضیلتونه

بل مطلب

د ترکیې د استانبول ښار چاودنه کې، ۱۱ کسان وژل شوي، ۳۶ ټپیان دي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com