ترټولو ارزانه  برقي الوتکه

 لاروی

څه وخت چې  په  نړواله  لومړۍ جګړه کې یو د بل پرخلاف دجنګي  وسایلو ته اړتیا ولیدل شوه  ټولو په جګړوکې ښکیلو هېوادونوکوښښ کاوه چې  په  نوی طریقه  دالوتکو او نوروجنګي  وسایلو په  وسیله  د مقابل لوري  مقابله وکړي .

ساینسي معلومات په ګوته کوي چې په لومړي ځل برقي الوتکه برتانیې جوړه کړيده، ددې ویناسره یوشمیرساسینسپوهان اتفاق نلري  وايي  برتانېې  به الوتکه جوړه کړې وي خو دسلوکالو راپدیخوا په الوتکوجوړولو کې نوې والی راغلی چې دسلوانیاساینسپوهانو دالوتکو او نورو جنګي وسایلو کې  په ساینسي شکل  نوی والی راوستي  چې دبرقي الوتکې په جوړولوسره ېې په ساینس کې انقلاب راووست.

دپیپاسټل په نامه یوې سلوانیایي کمپنۍ  یوه برقی الوتکه جوړه کړه چې دوه تنه ېې  په هواکې ګرځولاې  اود نورو الوتکو په نسبت ېې رفتار کم دی خو په اسانۍ سره کښیناستلای شي .

دسلوانیاساینسپوهانوپه وینا یاده  الوتکه  تر۲۰۰۰ متره لوړوالي پورې پرواز کولای شي او دنورو الوتکو په  نسبت لس چنده وړه ده  خو دیادې کمپنۍ په وینا دا برقي الوتکه  په سیمه کې د هوا دککړتیاپرخلاف  په کم قیمت  جوړه شویده .

 پدې برقي الوتکه ټول یولک اولس زره یورو لګښت راغلې خو دسلوانیا پیپاسټل کمپنۍ واېې کیدې شي  قیمت ېې څوچنده زیات شي.

دابرقی الوتکه یوه بټري لري چې ددې بټري چارج دنورو عامو بټریو په نسبت لس چنده زیات دی ، پدې برقي الوتکه کې دوه بټنې (تکمې) دي چې د رفتاردتیزوالي، دالوتکې په  پورته کیدو او کښته کیدوکې ترې کار اخستل کیږي.

د  الوتکې جوړوونکې انجنیران وايي ددې الوتکي جوړښت پیچیده او استعمال ېې دنورو الوتکو په نسبت ساده او اسانه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button