لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (ديارلسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د بالغانو په موجوديت کې د هلکانو اذان

پوښتنه : د بالغانو په موجوديت کې د هلکانو چې بالغ شوي نه وي اذان کول څنګه دي؟.

ځواب : دا بهتر نه دي ([1]).

له اذان وروسته لاس پورته کول او دعا کول

پوښتنه : له اذان وروسته لاس پورته کول او دعا غوښتل څنګه دي؟ د دې څه ثبوت شته او که نه؟.

ځواب : له اذان وروسته چې کوم الفاظ اداء کيژي هغه د دعا الفاظ دي او د لاسونو پورته کول دا د دعا له آدابو څخه دي، له همدې امله د لاسونو په پورته کولو کې څه مشکل نشته ([2]).

د بې لمانځه او غليظ سړي مؤذن جوړول صحي نه دي

پوښتنه : کوم سړى چې مردارګي خوښوي، پاکوالى او مردادوالى نه پيژي، لمونځ نه کوي، روژه نه نيسي، د داسې سړى مؤذن مقررول او د جومات خادم مقررول څنګه دي او د همدا سړي په لاس د ډکو شويو بدنيو په اوبو باندې اودس کول څنګه دي؟ د بې لمانځه سړي په لاس په بدنۍ کې اچول شوې اوبه پاکې دي او که مردارې؟.

ځواب : د مرداري خوښونکي او د بې لمانځه سړي مؤذن مقررول صحي نه دي، اګر که د هغه په لاس د ډکو شويو بدنيو اوبو مطلقا ناپاکې نه دي، مګر احتياطا او زجرا که استعمال نکړى شي نو په دې کې څه خبره نشته ([3]).

په اذان او اقامت کې توپير

پوښتنه : په اذان او اقامت کې له (قد قامت الصلوة) پرته بل کوم فرق (توپير) شته دى که نه؟.

ځواب : راجح دا دى چې اذان پنځلس کلمې دى په لوړ آواز او په کرار کرار کيژي، او په اقامت کې راجح اولس کلمې دي په کرار آواز او په بيړه سره کيژي ([4]).

د اذان په اوريدونکو باندې د سلام ځواب واجب نه دى

پوښتنه : د اذان اوريدونکي خواه که هغوى د اذان ځواب ورکوي او که چوپ ناست وي که سلام پرې واچول شي په دوى باندې د سلام ځواب واجب دى که نه؟ او يو چا ته په همداسې موقع د سلام اچول پکار دي که نه؟.

ځواب : په داسې وخت کې سلام اچول نه دي پکار، که چيرته سلام واچول شي نو کوم خلک چې د اذان ځواب ورکوي په هغوى باندې د سلام ځواب واجب نه دى او کوم خلک چې چوپ ناست وي ښکاره دا ده چې په هغوى باندې هم واجب نه دى ([5]).

بې اودسه اذان کول بهتر نه دى

پوښتنه : بې اودسه اذان کول صحي دي که نه؟.

ځواب : له اوداسه پرته اذان کول بهتر نه دي ([6]).

د عکس اخيستونکي په اذان او اقامت سره لمونځ نه مکروه کيژي

پوښتنه : زيد د عکس اخيستلو کار کوي او په پابندي سره لمونځ کوي، مګر ويل کيژي چې د زيد دغه کار صحي نه دى، ځکه نو د زيد په تکبير ويلو سره لمونځ مکروه کيژي دا خبره صحي ده که نه؟.

ځواب : عکس اخيستل او عکس جوړول بې له شکه ناروا دي، مګر د زيد په اذان او اقامت سره لمونځ نه مکروه کيژي ([7]).

د سياسي مقاصدو لپاره د اذان کولو حکم

پوښتنه : نن صبا په جوماتونو کې له پنځه وخته اذانونو پرته چې کوم اذانونه په شپه کې کيژي په شرعي ډول د دې حکم څه دى؟.

ځواب : په قرآن، سنت او د فقهاء کرامو له تصريحاتو څخه له اذان وروسته چې کوم ځايونه ثابت دي نن صبا له پنځه وخته اذانونو پرته نور اذانونه په هغو کې داخل نه دي، البته که په مسلمانانو باندې کوم عام مصيبت راتلونکى وو د هغه د ليرې کولو لپاره د سهار په لمانځه کې قنوت نازله ثابته ده ([8]).

له جاهل صوفي نه د فاسق عالم اذان بهتر دى

پوښتنه : يو سړى ډير تعليم يافته دى، په پابندي سره په ډيره ښه طريقه د قرآنکريم تلاوت کوي، حروف هم په ډيره ښه طريقه اداء کوي، مګر ژيره نلري، آيا د ده لپاره اذان کول روا دي؟ دويم سړى بيخي تعليم نلري د قرآنکريم تلاوت هم نشي کولاى او نه د اذان حروف په ښه طريقه اداء کولاى شي، البته ژيره لري، په دغو دواړو کې کوم يو د اذان کولو لپاره بهتر دى؟.

ځواب : ښکاره خبره ده چې د ژيرې خريونکى فاسق دى او د باعمله عالم په موجوديت کې د هغه اذان مکروه تحريمي دى، البته د جاهل صوفي په نسبت اولى او بهتر دى ([9]).

د اذان لپاره د لوډ سپيکر استعمال مباح دى

پوښتنه : د اذان آواز تر ليرې پورې د رسيدو لپاره په ميناره باندې د لوډ سپيکر استعمل د شرع له مخې روا دى که نه؟.

ځواب : د اذان آواز تر ليرې پورې د رسيدو لپاره په ميناره باندې د لوډ سپيکر لګول مباح دي ([10]).

مسئله : که چيرته مؤذن د اذان کولو په حالت کې مړ شي، يا بې هوشه شي، يا يې آواز بند شي او بل کس هم نه وي يا بې اودسي ورته پيدا شي او د هغې د ليرې کولو لپاره ولاړ شي نو د دې اذان له سره راګرځول سنت موکده دي ([11]).

د اذان د ګستاخي کونکي حکم

پوښتنه : که يو کس د هغه مؤذن په هکله کوم چې پنځه وخته په جامع جومات کې اذان کوي پنځه شپژ ځلې د خلکو په وړاندې داسې ووايي چې دغه مؤذن خو د سهار په وخت کې ډير شور جوړ کړى وي، د کوم له امله چې زما خوب ګډ وډ کيژي دى منع کړى چې د سهار اذان دې نه کوي، او که يو کس دغه کس ته د يوه کار کولو ووايي او دى په ځواب کې ورته ووايي تر څو چې دغه مؤذن اذان نه وي بند کړى تر هغه دا کار نشم کولاى، د داسې کس شرعي حکم څه دى؟.

ځواب : کوم کس چې د سهار اذان متعلق داسې کستاخه الفاظ ووايي دا کس د انتهايي بدې عقيدې سړى معلوميژي او دا د کفر کلمات دي، داسې کس ته پکار دي چې سمدستي توبه وباسي او د ايمان تجديد وکړي او تر څو پورې چې دى داسې ونکړي نو مسلمانانو ته پکار دي چې له هغه سره هيڅ ډول شخصي تعلقات ونه ساتي ([12]).

له اذان دمخه د اعوذ بالله او بسم الله په زوره ويل

پوښتنه : له اذان دمخه د اعوذ بالله او بسم الله ويل په زوره څه حکم لري؟ په زوره (جهر) يې ويل پکار دي او که په پټه؟.

ځواب : له اذان دمخه د اعوذ بالله او بسم الله ويل پذات خود نه مطلوب دي او مه ممنوع، البته په زوره په ځانګړې توګه د اذان په څير ويل يې ممنوع دي، ځکه چې عام خلک يې د اذان له کلماتو څخه شمار کوي، همدا شان دا تعامل له سلف صالحينو څخه مخالفت دى ([13]).

د اذان او اقامت لپاره نيت کول څنګه دي

پوښتنه : د اذان او اقامت لپاره تيت کول شرط دي او که نه؟.

ځواب : د اذان او اقامت لپاره نيت شرط نه دى، هو ! له نيت پرته ثواب نشته دى او نيت دا دى چې په زړه کې اراده وکړي چې زه اذان يوازې د الله تعالى د رضاء او د ثواب لپاره کوم بل مقصد پکې نه وي ([14]).

د کوچني په غوژ کې پټ اذان کول پکار دي او که په زوره

پوښتنه : د نوي پيدا شوي کوچني په غوژ کې چې کوم اذان کيژي د هغه کيفيت څه دى؟ د لمنځونو د اذان په څير قبلې ته مخامخ به دريژي، په غوژونو کې به ګوتې ورکوي او په زوره به اذان کوي که څنګه؟ زيد وايي چې هيڅ شرطونه نلري، کوچنى دې په غيژ کې ونيول شي، په دومره اندازه اذان کول چې کوچنى يې واوري کافي دى، نه جهر ته ضرورت شته او نه د قبلې لوري مخ کول، آيا دا خبره صحي ده او که نه؟.

ځواب : د زيد خبره صحي ده، ځکه چې له دغه اذان څخه اعلام مقصود نه دى، يوازې تبرک مقصود دى، لهذا نه جهر ته ضرورت شته او نه قبلې ته مخ کولو ته ضرورت شته، او قبلې ته د مخ کولو په فصيلت کې هيڅ شک نشته، ځکه چې په مطلق ذکر کې قبلې ته مخ کول بهتر دي، مګر د لزوم يې هيڅ خبره نشته، يعنې قبلې ته مخ کول لازمي نه دي ([15]).

([1]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٠٤، بحواله : فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٥٤، باب الاذان.

([2]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٧، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي .

([3]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٨، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي.

([4]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٠٤،  بحواله : فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٥٥ – ٥٦، الفصل الثاني في کلمات الاذان والاقامة.

([5]) امداد الفتاوى، ١ : ١٠٩، حکيم الامت حضرت مولنا اشرف علي تهانوي  .

([6]) فتاوى فريديه، ٢ : ١٩٧، بحواله : فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٥٤، باب الاذان.

([7]) کفايت المفتي، ٣ : ٥٠، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي .

([8]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٦٧، بحواله : شامية، ج : ١، ص : ٣٨٥، ردالمختار، ج : ٢، ص : ١١.

([9]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٠٩، بحواله : تنقيح الفتاوى الحامدية، ج : ١، ص : ٣٥١، لايباح الاخذ من اللحية وهي دون القبضة، هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٢٦٣.

([10]) کفايت المفتي، ٣ : ٥٢، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي

([11]) بهشتې زيور، ١٣ برخه : ٥٨١، حکيم الامت حضرت مولنا محمد اشرف علي تهانوي

([12]) جديد مسايل کا حل : ٥٠.

([13]) فتاوى فريديه، ٢ : ١٩٦،  بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٢٨٢، باب الاذان، غنية المستملي المعروف بالکبيري، ص : ٥٦٩، فصل في مسائل شتي.

([14]) بهشتې زيور، ١٣ برخه : ٥٨٢، حکيم الامت حضرت مولنا محمد اشرف علي تهانوي

([15]) امداد الاحکام، ١ : ٤١٦، حضرت مولنا ظفر احمد صاحب عثماني .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button