دتورخم جګړه د اشغالګرو دسیسه

قاري خالد
په تورخم کې جګړه روانه ده او هره خوا خپل جنګیالي غازیان او شهیدان بلي.
جګړه چا پیل کړې او په څه پیل شوې؛؟ دواړه لوري دجګړې دپیل پړه پر یو او بل اچوي مګر دتأسف ځای دادی چې دواړه خواوو ته دجګړې قربانیان مسلمانان دي.
که یو څوک دکوم اروپایي دولت تابعیت ولري، کولی سي ټولو اروپایي هیوادونو ته پرته له پاسپورته سفر وکړي او په هر اروپایي هیواد کې به له ټولو حقوقو کاملاً برخمن وي.
د اسلامي امت بدبختي همدا ده چې دغربي سازشونو ښکار دي او په دې سازشونو کې غوښن لاس د اسلامي هیوادونو دزعماوو دی.
زموږ په ګران ټاټوبي کې چې کله غربي ښامار دخپل شکست آثار ولیدل، د افغانانو ترمنځ دخپلمنځي جګړو پلان یې په کار واچوو.
دپاڅون پر نوم یې د اربکیزم پروژه منځ ته راوړه، دبیزونو او ښارونو جګړه یې کلیو ـ بانډو ته وغځوله او افغانان یې کور په کور په دښمنیو واړول.
له هند او پاکستان څخه برتانوي پوځیان ووتل مګر ددواړو هیوادونو ترمنځ یې دکشمیر مځکه لانجمنه پرېښوده، محمدعلي جناح چې اصلاً د اشغال لاسپوڅی و دواک پر ګدۍ کښېنول سو، چې هدف یې دکشمیر پر سر لانجه غځول او دلارډ میکالي قانون تحفظ و.
همچنان دډیورند کرښه او معاهده برتانوي دوه مخي وه، چې ددوو مسلمانو هیوادونو ترمنځ یې ترسره کړه.
غربیان نه غواړي چې مسلمان امت د ارام ژوند وکړي، خود کفاء و اوسي او غرب ته په اقتصادي او پوځي ډګر کې ګواښ وګرځي.
همدا لامل دی چې غرب تل کوښښ کوي همسایه اسلامي ممالک یو او بل ته په مورچلو کې ګوته پر ماشه کښېنوي او دوی ته محتاج پاته شي.
د غربي اسلحې مارکیټ تل تود وي، دوی یې له ګواښه خوندي وي او مسلمانان خپلو کې سره وژني.
د تورخم جګړه دغربي پلان برخه ده، دتورخم لانجمنه کرښه ددوو مسلمانو ولسونو پر سینه دغربي سازش کښلې کرښه ده او تر هغو به دواړه لوري په تورخم قربانۍ ورکوي ترڅو چې دتورخم دواړو لوریو ته پراته ولسونه، دغرب دلاس پوڅو زعماؤو څخه ځانونه خلاص نه کړي او دوو وروڼو هیوادونو په څېر ژونده غوره نه کړي.
پنجاب دکابل ضد، او کابل دپنجاب ضد پلانونه څخه لاس په سر نشي او د هوسا او ارام افغانستان او پاکستان فکر خپل نکړي، تر هغو به زموږ ولس دپ ردیو دموخو قربانیان وي.
سوکاله افغانستان او سوکاله پاکستان دډیورند کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو پر ګټه دي او جنګ ـ جګړه دواړو لوریو ته ستره ایماني او اقتصادي ضربه ده.



