ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
په رمضان کې د مياشتې لپاره معتبر شهادت کوم دى
پوښتنه : په رمضان کې د مياشتې لپاره معتبر شهادت کوم دى؟
ځواب : که چيرته مطلع ( د آسمان کناره) پاک نه وي، مثلا ګرد غبار وي نو د رمضان شريف د مياشتې لپاره د يوه ديندار، پرهيزګار، رښتوني انسان شهادت معتبر دی، خواه نر وي که ښځه، آزاد وي که غلام، همدا شان د چا چې فسق ښکاره نه وي او په ظاهره ديندار او پرهيزګار معلوميږي د هغه شهادت هم معتبر دی، بلکې اخبار هم کفايت کوي، که څه هم په لفظ د شهادت او مجلس د قضاء کې نه وي ([1]).
داختر مياشتې لپاره معتبر شهادت کوم دی
پوښتنه : داختر مياشتې لپاره معتبر شهادت کوم دی؟
ځواب : که مطلع پاک نه وي نو د واړه اختر او لوی اختر مياشتې لپاره دوه پرهيزګار رښتوني سړي يا يو سړی او د دوو ښځو شهادت شرط دی ([2]).
که مطلع پاک وو بيا د څو سړيو شهادت معتبر دی
پوښتنه : که مطلع پاک وو بيا د څو سړيو شهادت معتبر دی؟
ځواب : که مطلع پاک وو بيا د رمضان او د دواړو اخترونو لپاره کم له کمه د دومره سړيو شهادت ضروري دی چې د هغوی په دروغو وئيلو يا له ځان څخه د خبرو په جوړولو د زړه يقين نه راځي، بلکې د هغوی په شهادت سره د مياشتې په ليدلو غالب ګمان وي ([3]).
د رؤيت هلال لپاره د هوائي جهاز استعمال
پوښتنه : د رؤيت هلال (سپوږمۍ ليدو) لپاره د هوائي جهاز استعمال څرنګه دى؟.
ځواب : د عهد رسالت (ص)، خلافت راشده او د خيرالقرون د معمول په بناء زما په نزد په هيڅ ډول دا مستحسنه او غوره نه ده چې په هوائي جهاز کې دې پورته شي او د سپوږمۍ د ليدلو اهتمام دې وکړى شي، د دې معنى دا نه ده چې که په اتفاقي ډول په هوائي جهاز کې سپور مسافر سپوږمۍ وويني راشي او ګواهي ورکړي نو د هغه دغه ګواهي دې رد کړى شي (قبوله دې نکړى شي) ځکه چې د هغه د شهادت رد کولو هيڅ وجه نشته، بلکې په لاندې هوا کې د ګرد، غبار او بخار له امله دا کومه ليرې خبر نه ده چې سپوږمۍ ونه ليدل شي او په لوړه فضاء کې د هوا د صاف والي له امله دې وليدل شي.
شرط دا ده چې هوائي پرواز به دومره لوړ نه وي کوم ځاى ته چې په زمکه کې د اوسيدونکو نظر نه رسيږي، ځکه شرعاً هغه رؤيت (ليدل) معتبر دي چې په زمکه کې اوسيدونکي يې په خپلو سترګو باندې وويني، نو له همدې امله که چيرته له شل زره فټ څخه د لوړ پرواز کولو په وخت کې کوم سړى سپوږمۍ وويني او راشي نو د همدغه ښار لپاره رؤيت معتبر نه دى ([4]).
د سپوږمۍ په باره کې د نجومي رايه معتبره نه ده
پوښتنه : د سپوږمۍ په باره کې د نجومي رأيه معتبره ده او که نه؟.
ځواب : د رؤيت هلال (د مياشتې ليدو) په باره کې د نجومي (د ستوريو پيژندونکي) خبره قابل اعتبار نه ده، لهذا د هغه د حساب په بناء خلکو ته روژه نيول واجب نه دي، ځکه چې پيغمبر (ع) روژه په مقررو نښو پورې تړلې ده، په کومو کې چې هيڅ بدلون نشي کيدلاى، او نښې يې د سپوږمۍ ليدل يا د شعبان مياشتې ديرش پوره کيدل دي، د نجوميانو په خبرو کې هغه که په هر څومره دقيقو نظرياتو باندې بناء وي قطعيت نشي پيدا کيدلاى، ځکه زياتره وخت د نجوميانو نظريات په خپل منځ کې سره مختلف وي ([5]).
که پنځه مسلمانان ګواهي ورکړي اختر کيږي او که نه
پوښتنه : په (٢٩) د رمضان که پنځو روژه دارو مسلمانو مياشت وليدله امام ته راغلل او ورته وې ويل نو په دې صورت کې حکم څه دى؟.
ځواب : په دې صورت کې مياشت ثابتيږي د اختر کول پکار دي ([6]).
د مياشتې (سپوږمۍ) د ثبوت معتبرې ليارې
پوښتنه : د مياشتې د ثبوت معتبرې ليارې څه دي؟.
ځواب : (١) رؤيت عامه : يعنې د عامو خلکو يا د جم غفير (غټ جماعت) د مياشتې ليدل، دا د رمضان او عيد الفطر (کوچني اختر) د مياشتې د ثبوت قطعي پريکړه ده، له دې وروسته قانوني شهادت ته ضرورت نه پاتې کيږي )وقيل بلا علة جمع عظيم يقع العلم الشرعي وهو غلبة الظن بخبرهم وهو مفوض الی رأی الامام الخ( ([7]).
(٢) شهادت : که چيرته فضاء ککړه وه او له همدې امله رؤيت عامه نشواى کيدلاى نو د رمضان د ثبوت پريکړه د يوه ديندار پابند شريعت مسلمان سړي يا د ښځې په بيان باندې کيدلاى شي )للصوم مع علة کغيم، وغبار خبر عدل ولو کان العدل قناً او انثی او محدوداً فی قذف تاب( ([8]) د رمضان مياشتې د شهادت لپاره که چيرته آسمان وريځ وي يا ګرد وي يا همديته ورته بل څه وي نو يو عادل سړى يا ښځه کافي دي حر (آزاد) وي او که رقيق (غلام) ([9]) البته د اختر مياشتې لپاره با قاعده شهادت ضروري دى، يعنې دوه سړي يا يو سړى او دوه ښځې (کوم چې مسلمان او د شريعت پابند وي) او د قاضي يا د مفتي پر وړاندې د مياشتې د ليدو ګواهي ورکړي، مفتي او قاضي د هغوى شهادت قبول کړي نو په همدې سره هم مياشت ثابتيدلاى شي )وشرط للفطر مع العلة والعدالة نصاب الشهادة ولفظ اشهد( ([10]) ايضاً برائى شهادت شوال درين چنين حال دو مرد حر عادل يا يک مرد دو زن احرار عدول با لفظ شهادت شرط است ([11]).
(٣) شهادت علی الشهادت : په شاهدي باندې شاهدي، کله چې اصلي شاهدان د قضاء مجلس يا د کميټى مجلس ته د کوم لامل له امله حاضريدلاى نشي، نو اصلي شاهدان له خپل لوري څخه دوه کره (ثقه) سړي شاهدان جوړ کړي د قضاء يا د مفتي مجلس ته (د کومو په پريکړو چې د خلکو اعتماد وي) يا د کميټى مجلس ته يې د شهادت د فريضې اداء کولو لپاره يې وليږي او همدغه دواړه د قاضي، مفتي يا د کميټى په حضور کې حاضر شي او ګواهي (شاهدي) ورکړي چې زمونږ پر وړاندې فلانيو سړيو شاهدي ورکړه چې هغوى مياشت ليدلې او هغوى مونږ شاهدان جوړ کړو او را وې ليږلو، تر څو چې مونږ تر تاسو پورې د هغوى شاهدي را ورسوو، دا د شهادت علي الشهادة صورت دى، دا ثبوت د رمضان مياشتې او د اختر لپاره معتبر دى، اګر که د اصلي شاهدانو لپاره دوه شاهدان جلا جلا نه وي (يعنې څلور) کيدل يې شرط نه دي، دوه شاهدان د دواړو شاهدان جوړيدلاى شي، خو بهتره دا ده چې هر يو شاهد له خپل لوري دوه شاهدان جلا جلا جوړ کړي، يعنې چې اصلي شاهدان دوه وي او د هغوى قايم مقام (فرع) څلور وي، په درمختار کې راغلي )باب الشهادة علي الشهادة وهي مقبولة لکن لاتقبل الا بشرط تعذر حضور الاصل (درمختار) اشار الي ان المراد بالمرض ما لايستطيع معه الحضور الي مجلس القاضي کما قيده في الهداية الخ( ([12]) وکيفتها ان يقول الاصل مخاطباً للفرع ولو ابنه (بحر) )اشهد علي شهادتی انی اشهد بکذا الي قوله (ويقول الفرع اشهد ان فلاناً اشهدنی علي شهادته بکذا وقال لی اشهد علی شهادتی بذلک( (درمختار) قوله وذلک : يعنی بان يکون لکل شاهد شاهدان متغايران بل يکفی شاهدان علی کل اصل( ([13]).
(٤) شهادت علی قضاء القاضي : د قاضي په مجلس کې شهادت وړاندي شو (يعنې شاهدان تير شول) او په مجلس کې دوه دينداره او پابند شريعت مسلمان سړي له شروع نيولې تر اخيره پورې په مجلس کې ناست وو او بيا دوى د بل ځاى د قاضي يا د مفتي په مجلس کې حاضر شول او ګواهي يې ورکړه چې په فلاني ځاى کې د قاضي پر وړاندې په مجلس کې زمونږ تر مخ د مياشتې ليدو شاهدانو شاهدي ورکړه او د هغوى له ګواهي ورکولو وروسته قاضي يا مفتي د مياشتې ليدو پريکړه وکړه، نو دا ګواهي هم د ثبوت رمضان او د اختر لپاره معتبره ده او د هغوى په شهادت باندې د رؤيت هلال پريکړه کيدلاى شي )شهدوا انه شهد عند قاضی مصر کذا شاهدان برؤية الهلال فی ليلة کذا وقضی القاضی به ووجد استجماع شرائط الدعوی قضي، ای جاز لها (القاضی) ان يحکم (بشهادتهما) لان قضاء القاضی حجة وقد شهدوا به لا لو شهدوا برؤية غيرهم لانه حکاية( ([14]).
(٥) کتاب القاضي الی القاضي : د يوه ځاى د قاضي په وړاندې شهادت وړاندې کړى شو او هغه د مياشتې ليدو پريکړه وکړه، اوس هغه د دويم ځاى د قاضي يا د مفتي په نام د دوه ديندارو مسلمانانو پر وړاندې خط وليکلو چې زما پر وړاندې شرعي شهادت وړاندې کړى شو د کوم له امله چې ما د مياشتې د ليدو پريکړه وکړه او په هغه باندې خپل دستخط وکړي او ټاپه يې کړي او هغه ښه بند کړي، ټاپه (مهر) ور باندې ولګوي او هغوى ته يې وسپاري، همدغه دواړه کسان خط واخلي او د دويم ځاى قاضي يا مفتي ته ورشي او ګواهي ورکړي چې دا د فلاني ځاى د قاضي يا د مفتي خط دى، هغه زمونږ پر وړاندې وليکلو او وې لوستلو او مونږ ته يې وسپارلو، تر څو چې مونږ يې تر تاسو پورې همدغه مکتوب را ورساوه، نو د همدغه ځاى قاضي يا مفتي هغه منظورولى او اعلان کولاى شي، دا هم د مياشتې د ليدو لپاره ثبوت دى، مګر دا حجت داسې دى چې همدغه دواړه کسان به شاهدي ورکوي چې فلاني قاضي دغه خط زمونږ پر وړاندې ليکلى او لوستلى او مونږ ته يې حواله کړى، او که چيرته دا ډول ګواهي ورنکړي بلکې محض يو خط (کوچنى لفافه) ور وړي نو بيا د همدې حيثيت د يوه معمولي خط په څير دى، اوکوم حکم چې د عام مسلمان د خط کيدلاى شي هغه حکم د همدغه خط هم کيدلاى شي ([15]).
(٦) خبر مستفيض : دا هم د ثبوت هلال لپاره حجت دى، د خبر مستفيض متعلق علامه شامي رحمه الله ليکلي چې )اعلم ان المراد پالاستفاضة تواتر الخبر من الواردين من بلدة الثبوت الی البلدة التی لم يثبت بها لامجرد الاستفاضة( يعنې پوه شى چې له استفاضه څخه مراد هغه خبر دى د کوم چې په کثرت سره له هغه ښار څخه راتلونکي بيان وکړي چيرته چې مياشت ليدل شوې وي، او هغه ځای ته ولاړ شي بيان وکړي چيرته چې تر اوسه مياشت نه ده ليدل شوې، محض افواه کافي نه ده ([16]).
علامه رحمتي رحمه الله د خبر مستفيض متعلق فرمايي )تنبيه : قال الرحمتی معنی الاستفاضة ان تاتی من تلک البلدة جماعة متعددون کل منهم يخبر عن اهل تلک البلدة انهم صاموا عن رؤية لا مجرد الشيوع من غير علم بمن اشاعه( د استفاضه مطلب دا ده چې چيرته مياشت ليدل شوې وي له همغه ځاى څخه زياتې ډلې راشي او هره ډله دا خبر کوي چې د هغه ښار مسلمانانو مياشت ليدلې او روژه يې نيولې، محض د خبر تيتول بيا چې دا هم معلومه نه وي چې د دې کونکى څوک دى، چا دا خبره کړې نو دا خبر مستفيض نه دى ([17]).
بهر حال په خبر مستفيض سره هم د رؤيت هلال او د اختر ثبوت کيدلاى شي، خو دا ضروري ده چې د خبر نوعيت به داسې وي چې صاحب بصيرت، په معامله پوه خلک به د همدې په رښتونولي باندې يقين کوي، محض شهرت او افواه خپرول کله چې بيا دا هم معلومه نه وي چې د اصلي خبرې کونکى څوک دى؟ دا کافي نه ده ([18]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٥.
([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٦.
([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٦.
([4]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٠ – ٣١، بحواله : آلات جديده، ص : ١٨٦.
([5]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣١، بحواله : کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٨٩٢.
([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٤٢، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ١٢٤ – ١٢٥.
([7]) درمختار، ج : ٢، ص : ١٢٦، کتاب الصوم.
([8]) درمختار، ج : ٢، ص : ١٢٣ – ١٢٤، کتاب الصوم.
([9]) ما لا بد منه، ص : ٩٣، نور الايضاح، ص : ١٤٩.
([10]) درمختار، ج : ٢، ص : ١٢٤.
([11]) ما لا بد منه، ص : ٩٣، نور الايضاح، ص : ١٤٩.
([12]) شامي، ج : ٤، ص : ٥٤٤، باب الشهادة علي الشهادة.
([13]) شامي، ج : ٤، ص : ٥٤٥، باب الشهادة علي الشهادة.
([14]) درمختار، ج : ٢، ص : ١٢٨، کتاب الصوم.
([15]) رؤيت هلال کي مسايل ودلايل.
([16]) حاشيه بحر الرائق، ج : ٢، ص : ٢٧٠، قبيل باب مايفسد الصوم.


















