راټولونکی: زرغون خوږیاڼی
سرنوشت ورځپاڼه: سرنوشت خپله سرلیکنه د ((دالقاعدې ډلې مشر له طالبانو سره بیعت وکړ)) ته ځانګړې کړې او لیکلي يې دي:د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یو غږیز پیغام کې د طالبانو له نوې مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت اعلان کړی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ظواهري په یو څوارلس دقیقه يي غږیز پیغام کې ویلي، چې د اسامه بن لادن له عمل سره سم د القاعده شبکې د مشر په توګه د طالبانو له نوي مشر سره بیعت کوي او ټول مسلمانان د نوموړي ملاتړ ته رابولي.
سرنوشت ورځپاڼې ((په تورخم کې له معاملې وړاندې)) تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او ويلي يې دي، چې په تورخم کې له پرله پسې نښتو او جګړو وروسته لا هم پاکستاني ځواکونه د دروازې پر جوړولو ټینګار کوي. که څه هم افغان امنیتي ځواکونه کوښښ کوي، چې د دغه کار اجازه ورنه کړي، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې په دې تړاو د دواړو لورو تر منځ هوکړه شوې ده.
په پاکستان کې افغان سفیر تورن شوی، چې له پاکستان سره یې دا هوکړه کړې، خو هغه په پرله پسې ډول او په جدیت سره دا تور رد کړی او ان د خپلې دندې د پرېښودو ګواښ یې کړی دی.
سرنوشت وايي: د تورونو او سپیناویو په دغه ګرم بازار کې موږ نېک ګومان کوو او فکر نه کوو چې د تورخم په اړه به کومه معامله شوې وي.
موږ اوس هم دا منو، چې پاکستاني ځواکونه لا هم له خپل زور څخه ګټه اخلي او دلته هم خپله هماغه منافقانه تګلاره پر مخ وړي. له همدې امله د خپلو چارواکو پر خبرو او ژمنو باور کوو، خو مخکې له دې چې معامله وشي، افغان لوری باید یو ځل د ولس غږ واوري. په تورخم کې دروازه جوړول د ډیورنډ له رسمي کېدو سره تړلې کیسه ده.
سرنوشت مهمې نقطې ته اشاره کړې ده او وايي: که دلته معامله کېږي، معنا یې دا ده چې پر ډیورنډ معامله کېږي او ورو ورو به داسې نور ګامونه هم اخیستل کېږي چې دا تپل شوې کرښه د یو رسمي سرحد په توګه مطرح شي.
د معاملې اړخونه باید پوه شي چې ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د پراته ولس لپاره ډېره مهمه مسئله ده او هر څوک چې په دې برخه کې معامله وکړي، پر وړاندې به یې درېږي.
هغوی چې پر ډیورنډ د معاملې هڅې کوي او یا یې د دې کرښې د رسمي کېدو فکر په سر کې ګرځي، د افغان ولس د غبرګون په اړه دې بیا بیا فکر وکړي. که په افغان لوري کې داسې څوک وي، نو پوه دې شي چې له خپل ژوند سره لوبه کوي او پوه دې شي چې دا چاره مرګونې پایله لري. پر ډیورنډ معامله د افرادو او ان حکومتونو لپاره مرګونې پایلې لري او څوک دې په دې تړاو ناسم فکر نه کوي.
بیا لیکي: د پاکستان د تیري پرضد څه ډول دیپلوماسي په کار ده؟
اوس باید افغان حکومت د امنیتي ځواکونو قربانۍ ته په درنه سترګه وګوري. هغه څه چې افغان ځواکونو په جګړه کې پر خپلو وینو ګټلې، دوی یې باید په سیاست او دیپلوماسۍ کې له لاسه ور نه کړي.
هیواد ورځپاڼه: ((د تېري كوونكو پنجابيانو پاروونكي عملونه د دوى په زيان دي)) تر سلیک لاندې لیکي: دپنجابيانو له ناغېړيو څخه دامريكا، ناټو او اروپا په ګډون دنړيوالې ټولنې او دغه راز دملګرو ملتونو اود عدالت او بشري حقوقو دنړيوالې محكمې په څېر دنړيوالو سازمانونو او نورو بې پرې سيمه ييزو اونړيوالو سازمانونو دپاملرنې د اړولو له پاره دامنيتي ګواښونو دمخنيوى پرتشو او بې بنسټه پلمو سره د وخت دانګليسي استعمار له لوري په ۱۹۹۳ زېږديز كال كې پرافغانستان د ډيورنډ دتپل شوې منحوسې اوكرغېړنې كرښى په اوږدوكې دافغانستان پرهوايي اوځمكنى حريم دخپلو تېري كوونكو، لمسوونكو اوپاروونكو عملونو په لړ كې د تورخم په سيمه كې د خپلو پوځي تاسيساتو دجوړولو دتېري كوونكي اوپاروونكي عمل او پرضد يې د افغان امنيتي ځواكونو دسخت غبرګون په پايله كې د تورخم د مهمې سوداګريزې لارې دتړلو پر ناوړه اقدام هم لاس پورې كړ.
دې کار نه يوازې دلرو برويښتنو اوبلوڅو ولسونو په ګډون يې دافغانانو دصبر كاسه نوره ډكه كړې ،بلكې د نړيوالو زياتې كركې او غوسې يې هم راوپارولې او هم يې ورسره جوخت دتورخم دروازې دتړلو په اړه دپنجابي پوځيانو دغه ډېر ناوړه اوكركجن اقدام دنړۍ دهېوادونو ترمنځ دډيورنډ دمنحوسې كرښې په څېر دفرضي كرښو او ګډوپولو په اړه دژنيو او ويانا د۱۹۴۴ او ۱۹۶۹ زېږديزو كلونو له وضع شويو نړيوالو كنوانسيونونو او بين المللي اصولو څخه څرګنده سرغړونه وبلله او دهغه پرخلاف يې دسملاسي اوكوټلواقداماتو دترسره كولو له پاره دملګرو ملتونو دامنيت شورا، دبشري حقوقو او عدالت دتامين دنړيوالې محكمې اودسوداګرۍ دنړيوال سازمان په ګډون دنړيوالو بې پرې اوناپييلو سازمانونو پوره پاملرنه راواړوله .
ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړ تيا به پنجابي تېري كووكني پوځيان دوخت دانګليسي استعمار، تېري كوونكو سرو روسانو، ګورګينيانو، چنګيز يانو او هلاكويانو په څېر له شرمه ډكو ماتو سره مخ كړي .
پردې پوره باور دى چې دافغانستان پرضدبه دپنجابي پوځيانو دغه ډول تېري كوونكي، لمسوونكي اوپاروونكي عملونه ددغه پنجابي هېواد پرزيان تمام شي.
هیوادپه یوه بله سرلیکنه کې لیکلي: پاکستان د خټې پوزه ږدي
غه بريدونه چې په پاكستاني يرغلګرو په تورخم كې وشول ،دوړې يې آن په پنډۍ ،د آى اېس آى په مركزي دفتر ،لاهور او د پاكستان تر شا په ولاړ هېواد كې پورته شوې، پاكستان وليدل ،چې افغان مېړني ځواكونه په شاتګ نه مني او د شاتګ پلونه يې ټول په ځان پسې نړولي دي.
هېواد ورځپاڼې دلته په اسیایي هېوادونو کې د افغانستان په ارزښت غږیدلې: له هندوستان ،ايران ،چين ،د منځنۍ اسيا له هېوادونو او اروپا سره د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي پياوړتيا لپاره هلې ځلې او په هېواد كې د لويو او وړو بندونو جوړېدل ،هغه څه دي ،چې پاكستان يې سخت وارخطا كړى دى.
په دې وروستيو كې د تورخم د لارې بندېدو پاكستان ته سخت اقتصادي زيانونه اړولي دي او چيغې وهي ،چې د تورخم لاره پرانيزي ،دا د پاكستان غوښتنه ده ،د دې لارې په بندېدو سره پاكستان ته مېليارډونه ډالره زيانونه اوښتي دي. نه يوازې يې له افغانستان سره سوداګري پر ټپه درېدلې ،بلكې تر قفقاز پورې يې منځنۍ اسيا ته ټول لېږدېدونكي سابه او سوداګريز توكي د خوصا كېدو په حال كې دي. له همدې امله پاكستان هلې ځلې كوي ،چې له دغه حالته ځان وژغوري ، ځان ته (( د خټې پوزه )) كېږدي او هغه تر پښو لاندې شوى عزت يې را پورته كړي.
اصلاح ورځپاڼه : اصلاح ورځپاڼه بیا د افغان خارجه وزارت معین یو هیئت د پاکستان د نواز شریف د مشاور په بلنه پاکستان ته سفر په اړه سرلیکنه کړې ده او لیکلي یې دي: دا کرت په تورخم کې هغه وخت مشکلات خپل اوج ته ورسیدل اوپه زیات تعداد سره د دواړه لوریو د مرګ او ژوبلې لامل شو، چې پاکستاني ځواکونو د ټولو حقوقي اصولو خلاف په یو طرفه پریکړې سره د تورخم په صفري نقطه کې د تاسیساتو جوړولو کار پيل کړ او په یو غیر مسئولانه توګه سره یې افغانانو ته خبر داری ورکړ.
د افغانستان د خارجه چارو وزارت اعلان کړی، چې په تورخم کې د رامنځته شوي مشکلاتو د حل په موخه له دیپلوماتیکو لارو څخه کار اخلي او په همدې موخه به یو هیئت اسلام اباد ته واستوي ترڅو له پاکستاني چارواکو سره د مذاکراتو له لارې یاد مشکل حل اوفصل کړي.
د افغانانو ددې هیئت مشري به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی کوي.
اصلاح ورځپاڼې هم د تورخم د لانجې د رامنځته کېدو اصلي لامل د هند او افغانستان سره د نزدې کېدو په اړه لیکنه کوي او وايي: په افغانستان کې هندوستان د چابهار بند او په هرات کې د سلما بند د دواړو هېوادونو تر منځ د نزدې کیدو لامل شول، چې پاکستان په دې اړه هیڅکله هم خوښ نه دی، نو په همدې بنا یې په تورخم کې کړکیچ رامنځته کړ او د نړیوالو توجه یې د ځان په لوري راماته کړه، چې ګوندې ددې لارې څخه ترورستان استفاده کوي نو لازمه ده چې یوه کمپیوټري دروازه ولګول شي، چې دا کار يې په یو طرفه د ټولو بین المللي قوانینو خلاف وکړ.
ویساورځپاڼه: د تورخم وروستۍ جګړې درس څه و؟
ویسا ددې جګړې ۲ ډوله ارزونه کوي او وايي: پر تورخم د څو ورځنیو جګړو او مرګ ژوبلې ورسته پاکستان د لانجې د حل سوله ییزه غوښتنه وکړه او افغان لوري ومنله، اوس به پر دې خبرې کیږي. دا چې خبرې به څومره په مخلصانه فضا کې وي او څومره به د ستونزې پر بېلابېلو اړخونو را څرخي وروسته به معلومه شي، راځو دې ته چې په لنډو ټکیو کې دې جګړې وښوده چې:
لومړی: ډیورنډ فرضي کرښه یوه لانجه ده چې باید حل شي، نه یې پاکستان په زور او فشار پر افغانانو منلای شي او نه د جګړې په زور دا کار ممکن دی. نه دا داسې نړیوال منل شوی برید کیدای شي، ځکه چې د یوه ولس پر ټټر تېره شوې کرښه ده. ددې اساسی حل ته اړتیا ده خو په داسې مهال دا ممکنه ده چې افغانستان او پاکستان دواړه د نړیوالو لوبو له توطیو خوندي او نورمال روابط ولري.
دوهم: په دې ورځو کې د ډیورنډ او برلېن دیوال د پرتلنې خبره په رسنیو کې ډېره کیږي. واقعیت دادی چې دواړه ډېر ورته والی لري. ډیورند فرضي کرښه هم استعماري کرښه وه، چې د یوه ولس پر ټټر تېره شوې او د برلین دیوال هم د لویو ځواکونو یوه استعماري توطیه وه چې یو هېواد یې پر دوو برخو وویشه او د دوو قطبونو تر منځ یې دیوال ودراوه.
لکه چې هغه دیوال پاتې نه شو د سرې امپراتورۍ له شړېدو سره پخپله د دواړو لوریو ولس دیوال لوټه لوټه را وغورځاوه، همدغسې ډیورنډ کرښه ددې دواړو ولسونو ته نه د دروازو او پوستو پر جوړېدو د سرحد په معنا کېدای شي او نه دغه پروت ولس سره وېشل کیدای شي.
ویسا وايی: ددې حل یوازې د دواړو لوریو د پراته ولس حق دی او د بحرانونو او لانجو په دوام كې یې بنسټیز اواری ممکن نه دی.
ویسا په یوه بله سرلیکنه کې لیکلي: (( له صفري نقطو څخه په تیري پاکستان څه غواړي؟))
له څو ورځو راهیسې پاکستاني پوځ په تورخم کې په صفري نقطو کې د دروازې او تاسیساتو جوړولو هڅې کوي چې زموږ د ځواکونو له خوا تر اوسه پورې ددوی ددې کار مخه نیول شوې ده. په دې هڅو کې چې جګړه پېښه شوې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
پوښتنه داده چې پاکستان له دغه ډول بې شرمانه مداخلو څخه څه موخه لري او ددې دومره زړورتیا لامل یې څه دی؟ دې پوښتنو ته دقیق ځواب زموږ د ستونزو حل آسانه کولای شي، او ځواب یې دادی چې افغان حکومت له بده مرغه د تاریخي حقایقو پر خلاف له پاکستان سره د یو طرفه امتیاز پر بنسټ د دوستۍ داسې هڅې پیل کړې چې پایله یې دا شوه چې د تورخم په څېر په مشهورو لارو هم دوی د صفري نقطې نه پښې غځول پیل کړل.
پاکستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په دې هڅو کې ؤ چې څه ډول افغان چارواکي په یوه داسې دام کې کېباسي چې دوی بالاخره ډیورند فرضي کرښه پرې د دایمي سرحد په توګه ومني. په دې کې له بده بخته امریکا او انګلستان هم له پاکستان سره همنظره او ملګري دي.
له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې له کونړه تر پکتیکا څو څو ځله پاکستان له صفري نقطې څخه پښه اړولې، تاسیسات یې رغولي، خو افغان لوري که څه هم په محلي کچه خبره راپورته کړې او آن امنیتي ځواکونو له خپلې خاورې د دفاع په لاره کې قربانۍ ګاللې، خو مرکزي حکومت (ستراتیژیکه چوپتیا!) غوره کړې وه.
که د پردې تر شا له پآکستان سره د امریکا او نورو ناټو غړیو هېوادونو تفاهم او جوړ جاړی نه وای پاکستان دومره لوی جرئت هېڅکله هم نشو کولای.
په ساده ټکیو وایو چې زموږ پر خاوره تېری کیږي د امریکا او ناټو چوپتیا څه معنا لري؟ که په دغسې مهال هم امریکا او ناټو د افغان ولس پر ملاتړ ونه دریږي امنیتي تړون چې د یوې بدنامې جګړې د دوام پلمه هم دی زموږ د هېواد او ولس کوم درد دوا کوي؟
دا اوس چې زموږ امنیتي ځواکونه عملاً له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په مورچل پراته دي، ولې امنیتي تفاهم لیک او نور وروستي شوي تړونونه لغوه نه اعلانیږي؟
او ولې رسماً له امریکا او ناټو نه غوښتل کیږي چې په دې مساله کې باید صریح او جدي دریځ ونیسی؟
انیس ورځپاڼه لیکي: جنګ د پاکستان او فغانستان دواړ و لوریو لپاره زیان منونکی دی.
انیس په تورخم کې د جګړې لامل او د پاکستان لخوا په افغانستان خاوره کې دننه دتاسیساتو جوړولو پړه پر ګډ حکومت اچوي ، چې د پولي په اوږدو کې د پاکستان مسلسل تیری، جګړه اییز او لانجه من حرکاتو ته په جدي توګه پاملرنه نه کوي.
انیس وايي، چې ولسي جرګې او د هېواد سیاسي څيړونکو یاده موضوع حکومت ته ورپه ګوته کړې خو ګډ حکومت یې په اړه جدي نه و.
په پای کې انیس لیکي، چې د تورخم مسئله یواځې ددواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو لارو چارو حل کیدای شي، خو پاکستان به په دې کې هم صادق نه وي.


















