کابل ټکی کام ۰۳چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تازه راپورونه وایي، چې یوه مخ پټي وسله وال د لوېديځ جرمني پر یوې سینما وسله وال برید کړی دی.
د جرمني خبري مرکزونو ویلي دي، چې برید فرانکفرت ته نږدې د وایرنهیم پر کینوپیلس نومي سیمنا باندې شوی دی.
لومړني معلومات ښيي، چې په دغه برید کې تراوسه پورې ۲۰ کسان ټپيان شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې چې بریدګر په سینما کې دننه دی، او د پولیسو محاصره کړی دی.
د بریدګرو د شمېر په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.
نور جزئیات وروسته…


















