چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

احمدشاه ابدالي له پاچاهۍ څخه تر امپراتورۍ پوري.

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 23, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه ـ بدر منصور

احمدشاه ابدالي د خپل شپږویشت کلن سلطنت پر مهال د کندهار څخه په هر لور څه باندې پنځلس سوقیات وکړل او ټولي هغه سیمي یې بیا تصرف کړي چې افغانانو دځانو بللې.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

ده پر ختیځ هندوستان باندې اته ځله برید وکړ او تر ډیلي پوري یې د هغه په شمول ټوله سیمه فتحه کړه.

 احمدشاه په دې فکر وو، چې اکثریت لوېدیځ هند د پخواني افغانستان د سلطنت برخه ده. دی همداراز په دې عقیده وو، چې افغانان نیمې وچي ته د اسلام په رسولو کې د خپل کومک په وجه هلته په ملیونونو ملاتړي لري. دا هلته د روهیلکنډ پښتنو او نورو مسلمانانو محلې وې، چې دا وخت یې د اکثریت یعني هندوانو له خوا تهدید احساساوه، او ځکه یې نو احمدشاه ابدالي ته پرله پسې بلنه ورکوله، چې دوی د دغو بت پرستو څخه وژغوري. د نقشبندیه صوفیانه طریقې لوی دیني (عالم شاه ولي الله) یو هغه خورا ستر اغېزمن شخص وو، چې د دراني پاچا څخه یې وغوښته، چې د اسلام په خاطر د هند په چارو کې مداخله وکړي. احمدشاه د هند دکفارو پر ضد جهاد اعلان کړ، دا ځکه چې مرهټیانو او سیکانو جرئت کړی وو، چې آن يه ډیلي یعني د دار السلام په مرکز کې خپل معبدونه جوړ کړي. دراني د خپلي مذهبي دندې د عملي کولو له مخي مغولي مرکز ته په مجردي رسیدو سره ډېر ژر د بت پرستو دا نخښي د خاورو سره برابري کړې. په هند کې د احمدشاه له غوڅو جګړو څخه یوه هم د پاني پت جګړه ده، چې د جټانو او مرهټه وو پر خلاف وه. دا دواړه هغه راټوکېدونکی طاقت وو، چې د مسلمانانو ځیني ښارونه یې نیولي او نور یې هم تهدیدول. دا غضب هله نازل شو، چې د مرهټه وو مشر رګونات راو د احمدشاه یوولس کلن زوی تېمور میرزا او د هغه سلاکار جهان خان د لاهور څخه وشړل. هغوی د نوموړي ښار تر نیولو وروسته مخ پر ډیلي وخوځېدل او افغان نائب السلطنه، د روهیلکنډ واکمن او د مغولي نواب والي نجیب الدوله یې پسي واخیست. مرهټانو د عادي لاره نیوونکو له حالته خورا بدلون وموند … چې وروسته د پېشوایانو یعني د هغوی د پاچهانو تر واک لاندې د یو پیاوړي او یرغلیز دولت د جوړوونکو په توګه راغلل. دا چې هندوستان د څه ناڅه اوو پېړیو لپاره په وقفه یي ډول د مسلمانانو له خوا اداره شوی، نو د جټانو او مرهټانو یو دم پیاوړتیا هغوی ځورول. احمدشاه خپل پوځونه د سیند او کندهار او سیمه ییزو مسلمانو ځواکونو څخه را غونډ کړل، مرهټان یې په پاني پت کې د ډېرو ورځو لپاره کلابند او د هغوی د اکمالاتو لاري یې وتړلې څو چې دواړو خواوو ته د خپلو پوځونو په تناسب ستر تلفات واوښتل. په دې جګړه کې چې د ۱۷۶۱ د جنورۍ د ۱۳ په سهار وختي کې رامنځته شوه ۶۰۰۰۰ (ځیني وایې ۹۵۰۰۰) افغانان د خپل شمېر د درې چنده لښکر سره مخامخ شول، چې د هغوی جنګي خط اته میله اوږ وو په هغه وینه بهېدو کې چې پېښه شوه، څه ناڅه لس زره افغانان او ځایي مسلمانان ووژل شول د مرهټه وو او جټانو د ځواکونو تلفات له دې څخه هم ډېر زیات ول د ورځي تر ختمېدو مخکي دښمنان مات شول او پر هره خوا یې ځغستل احمدشاه همداراز پارس ته هم څو سوقیات وکړل او د مناقشې په حال کې خراسان ولایت آن تر کرمان پوري ونیو. یعني هغه سیمه چې افغانانو تل د هغه د مالکیت  ادعا کوله، حال داچې د ټول ایران پر ضد د حملو فشار یې د مقاومت سره مخامخ وو، کټ مټ لکه د ده اسلاف یعني غلجیان چې هم همدغسي ول. “احمدشاه پوهیدی چې د ایران خلک د افغانانو څخه ښه زړه نه لري دا ځکه چې افغانانو هغوی ته زیانونه رسولي ول. مذهبي اختلاف د دې بې اعتمادۍ یو بل عمده دلیل وو. ځکه نو ده د ټول ایران د نیولو هڅه یوه بېعقلي وبلله. احمدشاه د دې ټولو بهرنیو سوقیاتو څخه مخکې غزنی، کابل او پېښور ونیول، چې لا تر دې مهاله د نادرشا د ګومارلو له خوا اداره کېدل. ده وروسته د افغانستان شمال ته پوځونه ولېږل او هغه یې تر مرکزي کنټرول لاندې راوست. همدا راز په شمال کې د منچو چینایانو ختیځ ترکستان لاندې کړی وو او قزاقستانیان یې تهدیدول چې هغوی هم د احمدشاه څخه کومک وغوښت. احمدشاه وغوښته چې یو محلي اسلامي پوځ سرښته کړي تر څو په هغه سره چینایان شاته وتمبوي، خو دا کار عملي نشو. پنځه کاله وروسته احمدشاه د یو غښتلي پوځ سره راغی د ختیځو قزاقانو سیمي یې د منچووالو څخه ازادي کړې. د بخارا لپاره د احمدشاه مقرر کړی شخص “د بخارا ازبک واکمن شاه مراد بابی هم احمدشاه ته خرقه شریفه یعني د رسول الله (ص) چپن ورکړه، چې د بخارا د امیر په تصرف کې وه. دغه سوغات د ازبکو له خوا د دراني سوبي د منلو په توګه ګڼل کیږي. د خرقې شریفي لېږدول هم د رسول الله (ص) له خوا کندهار ته د خیر او برکت ور انتقالول ګڼل کېدی، چې هغه نن هلته د ښار تر ټولو مهم زیارت ګرځېدلی دی. احمدشاه نه یوازي په افغانستان کې بلکي د صفوي، مغولي او چنګیږي /شېباني ازبک پخوانیو امپراتوریو په بقایاوو کې هم د موروثي واک عنعنه ایجاد کړه. احمدشاه د عثماني امراتورۍ دریم مصطفی ته په یو مفصل لیک کې نادرشاه د استبداد، ظلم او بې رحمۍ په وجه وترټی. ده ورته ولیکل چې:
د ایران خلک د صفویانو تر واک لاندې د درو پېړیو سولي او آرامۍ څخه وروسته فاسد او شهواني شوي دي او ځکه نو ښایي خدای نادرشاه ورته راولېږی، چې هغه ایران، هندوستان او ترکستان ونیول، د هغوی ټول مشران یې را وپرزول او حتی د خپل ظلم اوذنا انصافۍ لاس یې افغاني قبایلو ته هم را اوږد کړ.
همدا خط د مغولو د فساد په باره کې هم بیان لري او څرګندوي چې ځکه نو کافران هره خوا سر راپورته کوي ترڅو اسلام ته یو تهدید متوجه کړي. دا هرڅه د ده له قوله په هند، ترکستان او ایران کې د پیاوړو او متعاهدو واکمنانو د نشتوالي په وجه دي، چې د نبوي حکومت دغسي یوې ټیټي درجې ته راولوېد. احمدشاه ولیکل چې دی به ډېره ترجیح ورکړي چې یو صوفي شي او ځان خدای ته وقف کړي تر څو هغه د ده د قبیلې مشران وپالي او هغوی د ده څخه ساتنه او درنښت ونه غواړي. ده به تل ځایي معززین بیرته په خپلو دفترونو کې ګومارل ځکه په دې پوهیدی، چې عایدات او د بهرنۍ تګلاري مسایل باید په خپله پاچا ته محول کړي. کله چې د پنجاب پخوانی واکمن معین الملک چي د احمدشاه له خوا په همدې مقام بیرته ټاکل شوی وو، په ۱۷۵۳ کې مړ شو، نو مغولاني بېګم یعني د ده له کونډیانو څخه د ده پر ځای وټاکل شوه. درانیانو د اقتصادي دلایلو له مخي، د افغانستان د ستراتیژیکي موقعیت سره سره، لرغونو تجارتي لارو ته د انکشاف ورکولو څخه پوره ګټه وانه خیسته تر څو ملي خزاني ته یې یو ښه عاید برابر کړی وای. “خورا متجزا دراني دولت د دغي ډېري یا لږي [غیر رسمي امپراتوۍ] په اداره کولو کې فعال لاس نه درلود، بلکي دې کار پسي تحریک کاوه، خو بېله شکه زیاتېدونکي پولي اعتبار او مالیو له فرصتونو څخه ګټمن کېدل. دغه سپمایز عامل تر هغه مهاله غټ اهمیت نه درلود، چې د نیمي وچي او لویدیځ ایران زیاتو سیمو افغاني خزانې ته خپلي مالیې تحوېلولې. خو تر احمدشاه وروسته چې کله اکثریت دغه نوي فتح شوي سیمي له لاسه ووتې، نو د اطمیناني عاید له منځه تګ هم د سیاسي اوضاع انکشاف مځکي ته وواهه. دا خو هرڅه د اسلام او د پخوانیو افغاني او اسلامي واکمنانو ویاړني وې، چې احمدشاه په کندهار کې یوه پاچهي تأسیس کړه او هغه یې په خپل ژوند کې په یوه امپراتورۍ سره پسي بدله کړه، چې څه باندې نیمه پېړۍ وپایېده. احمدشاه دراني ته هیڅکله هم د سترو فاتحانو په لړ کې ځای نه دی ورکول شوی، او لکه څنګه چې د تېمورلنګ یا محمود غزنوي او یا هم بابر د نومونو سره هرڅوک اشنا دي، نو لږ خلکو ته د دې لومړني افغان پاچا نوم او یا د ده قهرمانانه اعمال ور معلوم دي. احمدشاه درانی نه یوازي یو ستر لارښود وو، بلکي د عظمت نوري ویاړني یې هم لرلې. د ده راتګ په یوه داسي صحنه کې چې د پارس او هندوستان دواړي واکمنۍ خورا کمزوره شوي وې، یو پر ځای کار وو مګر داسي یو نبوغ ته ضرورت وو، چې پر دغه نېکبختي یې غېږ را ګرځولې وای او هم یې د افغانانو غوندي نه ایلېدونکي وګړي د یو ملت په شکل پیوند کړي وای. د احمدشاه امپراتوري په شمال کې د امو له سینده په جنوب کې تر عربي سمندرګي پوري او په ختیځ کې د ګنګا څخه نیولې په لویدیځ کې تر خراسان پوري غځېدلې وه. دا چې افغانستان د بېلابېلو خورا لویو امپراتوریو تر واک لاندې وو، نو تقریبًا له صفر څخه دغسي پیل د هر معیار له مخي یوه بې سارې لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

مخکینې مطلب

په هېوادکې د بهرنیو پوځونو مو جودیت د نا امنیو ستر لامل

بل مطلب

جرمني: یوه مخ پټي وسله وال پر سینما برید کړی

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com