قاري خالد
دکابل بې کفایته، مزدور او معیوب رژیم که څه هم په فساد کې لومړی مقام لري؛ همچنان دظلم او بربریت له امله یې هم په نړۍ کې سیال نه موندل کیږي خو له بده مرغه چې رسنۍ یې په اړه یو مخ خاموش دي
رسنۍ دملت ږغ بلل کیږي اما په ګران هیواد کې رسنۍ د اشغال په منګولو کې ښکېل دي او تل یې له ملته حقایق پټ کړي او په سترګو کې یې خاورې ور اچولي
دلته که دحکومت په زړه حمله کیږي او دحکومت بلها عسکر، مهم رازونه او قومندان له منځه پکې وړل کیږي؛ رسنۍ دملت پام پر بلې خوا د اړولو کوښښ کوي، دحکومتي ارګانونو دننه دعوامو دشهادت درواغحن راپورونه، دجعلي انځورونو سره خپروي او دحکومت له بې کفایتۍ دملت پام بلې خوا ته اړوي
په حکومت کې داخل ځېنې والیان راجاګان دي؛ هدفي وژنې، اختطافونه، دمځکو غصب او په ملت وحشت یې دژوند معمول دی مګر ارګ مشر یې په اړه سپڼ هم نشي کولی، ان تر دې چې پخپلو ولایاتو کې شخصي زندانونه هم لري او ترشاه یې نېغ پر نېغه خارجي استخبارات ولاړ دي او دهغوی په اشارو ناڅي
د اردو دا حال دی چې هر ظلم او بربریت ددوی پر مټو دخارجي او داخلي بادارانو له لورې ترسره کیږي؛ اردو دزورواکانو په لاسو کې لوبیږي او د ولس دوژلو لپاره یې روحیات غښتلي ساتل کیږي
که چېرې طالب په کومه پوسته ډز کوي، د اردو لخوا ټول کلی په هاوانونو ویشتل کیږي، او پرته له کومې پوښتنې ـ ګروېږنې د اردو وحشت ته توجیهات لټول کیږي
که سوال دا وي چې طالب ولې دکلیو له منځه په حکومتي عسکرو ډزې کوي؛ نو حکومتي عسکر ولې دکلیو دننه تاسیسات جوړوي؟
ولس کومه خوا ولاړ شي؟
طالب هم حکومت دی او دهمدې ولس بچی او د ولس له غېږې خپل مقاومت پر مخ وړي
هره میاشت تقریبا سلګونه هیوادوال د اردو په ړندو توپونو او دناټو پر وحشیانه بمباریو په شهادت رسول کیږي، ودونه، مساجد، روغتونونه او کورونه په فاسفورسو سوځول کیږي، له پوهنتونونو محصلین ویستل کیږي او بیا په مبهمه توګه په قتل رسیږي، دهیواد په هر ګوټ کې صحرایي محکمې روزمره معمول ګرځېدلی، والي له رئیسه ستر غل دی او رئیس له وزیره، دوزیر دشتمنۍ او فساد په اړه خو پوښتنه امکان نلري
یو څوک یوه ورځ دمیلیونو ډالرو پر غبن تورنول کیږي او بله ورځ هماغه مفسد شخص دجمهوري ریاست سلاکار ټاکل کیږي
دسولې او هوساینې کارونه پر ټپه ولاړ دي اما دمخالفینو پر خلاف دتبلیغاتو لپاره په سوشل میډیا کې پاڼې سپانسر کیږي، لیکوالانو ته یې میاشتني ډالري معاشات ورکول کیږي او په ګمراه کن او درواغجنو تبلیغاتو ولس غولول کیږي
موږ سولې ته اړ یو؛ غوښتنه مو سوله ده، نه دا چې خپل مخالفین په بې فایدې تبلیغاتو وښکنځو او دلیکوالانو دمعاشاتو بوج یې، ددې خوار ولس له کمې تومې بودیجې وکاږو
کومې پیسې چې پر دغو بېهوده تبلیغاتو مصرفیږي که پر همدې پیسو په اخلاص سره دسولې لپاره کار وکړای شي، باوري یو چې دسولې په ډګر کې به هیلمن پرمختګ وکړو
لنډه دا چې دموجوده معیوب او بې کفایته نظام پر خلاف سکوت، روانه غمیزه لا اوږدوي او جګړه تاوده ساتي
ددې نظام پر خلاف ږغ پورته کول، که پر قلم وي که پر ټوپک، دهر افغان ملي او اسلامي وجیبه ده
راروان نسل به دخپلو پلرونو ددې مضر سکوت اضرار پخپلو وینو جبیره کوي خو جبیره به یې نشي کړای او تاریخ به یې دداسې یو قوم پر نوم له ځانه سره ثبت کړي چې سره دپوهې دظلم، بې کفایتۍ، بربریت او وحشت پر خلاف مړه غوږونه پراته ول چې په نتیجه کې یې آئنده نسل کاملا غلام او بلواک ژوند ته وسپاره
دخپلواک، ازاد او اسلامي افغانستان پر هیله !!


















