کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۲ عبدالهادي همت
پرون دشپې ناوخته دمیدان وردګ دجلریز ولسوالي مربوط د خواجه صیب په بیس طالبانو بریدونه پیل کړل ترماښام روژه مات پوري جنګ روان و له سیمي نه د کابل ټکی کام همکار راپور راکړ چې طالبانو دحکومتي عسکرو په بیس او درو پوستو بریدونه وکړل د همکار په قول چې جنګ ټوله ورځ په شدت سره دوام درلود ماښام مهال د اردو د عسکرو د خواجه صیب بیس، ،نورمحمد خیل او شیرخان پوسته هم طالبانو ونیول همکار دحکومتي عسکرو د تلفاتو په اړه معلومات نه درلود
خو طالبان وايي چې په بریدونو کې ۲۵ عسکر وژلي دي او ګڼ شمیر نقلیه وسائط اومهمات يي ترلاسه کړي دي
دمیدان وردګ ولایت دوالی ویاند عبدالرحمن منګل هم منلي ده چې په جلریز کې دطالبانو له لوري په پوستو اوبیس باندې بریدونه شوي دي منګل رسنیوته ویلي دي چې دیادې جګړې لپاره دمیدان وردګ ولایت په طالبانو سربیره له غزنی اوزابل څخه هم ډیر طالبان جلریز ولسوالۍ ته راغلي اوپه دولتي بیسونو اوپوستو بریدونه کوي
نن داسي راپورنه هم و چې له میدان څخه جلریز ولسوالۍ ته غزیدلي لاره دطالبانو له لوري بنده شوي ده خو دمیدان وردګ والي ځونډي زماني رسنیوته ویلي چې لار طالبانو نه ده بنده کړې بلکي په سیمه کې جګړه روانه ده خلک زړه نه ښه کوې چې په لار باندې سفر وکړي


















