کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۲ عبدالهادي همت
افغانستان کې له ۲۰۱۲میلادي کال راهيسې د ورکې يوې امريکايۍ کورنۍ غړي له طالبانو غوښتي چې د روژې د مياشتې په خاطر د دوی لور، د هغې مېړه او کوچنيان ورخوشې کړي. دغه کورنۍ وايي، تېر کال يې د لور له لوري يو ليک ترلاسه کړی و.
د کيټلان کولمن او جوشوا بويل به نامه يوه امریکايۍ مېرمن او د هغې کاناډايي مېړه هغه مهال ورک شول، چې پلازمېنې کابل ته نږدې يې په يوه غرنۍ سيمه کې سفر کاوه.
د دې مېرمنې پلار او مور جېم او لين کولمن يوې امريکايي ورځپاڼې سره خبرو کې ويلي، چې د تېر کال نومبر مياشت کې يې د لور يو ليک ترلاسه کړی و او د جولای په څلورمه به يې د لور او زوم د نه ليدو څلور کاله پوره شي.
دواړو ښځې او مېړه د ۲۰۱۲ز اوړي کې خپل سفر روسيې ته له تلو پيل کړ، وروسته د منځنۍ اسیا هيوادونو، قزاقستان، تاجکستان او کرغيزستان او بيا افغانستان ته ولاړل.
د نيول شوې جوړې کورنۍ وينسلوينيا کې له سرکا نيوز سره خبرو کې د طالبانو پر لوړ پوړو مشرانو غږ کړی، چې دا چې د روژې مبارکه مياشت نوره په ختمېدو ده، په خاطر دې يې دواړه ښځه او مېړه خوشې کړي او مهربان دی واوسي.
د نېول شوې مېرمنې مور لين کولمان وايي:
(زه غواړم خپل لمسيان ووينم، هر وخت د دوی په اړه سوچ کوم ټولې ورځې سختې تېرېږي)
معلومه نه ده چې وسله وال طالبان له امريکايي حکومته د دغو دوو تنو د خوشې کولو په بدل کې څه غوښتنې لري، خو څو کاله وړاندې يې د يوه امريکايي پوځي بوبرګډال په بدل کې پنځه تنه لوړپوړي طالب بنديان له ګوانتانامو ازاد کړل.


















