دبلخ دوالي او دوستم ترمنځ اختلافات دجګړې ترپولې ورسیدل

سرلیکنه

دهېوادپه شمال کې چې دبلخ دسرپرست والي عطامحمد نور او دلومړي مرستیال جنرال دوستم ترمنځ  داختلافاتووروسته نښتې وشوې حکومت په دې وروستیوکې دهېواد شمال ته دعطامحمد نور او جنرال دوستم ترمنځ دنښتود څیړلولپاره یو پلاوی شمال ته ولیږه ، لیږل شوی پلاوی وایې چې شمال کې  دعطامحمد نور او دوستم ترمنځ اختلافات دومره زیات شوي دي چې دواړه خواوې ېې یوبل سره ګوته پر ماشه کړي دي.

شمال ته لیږل شوی پلاوی په خپل راپورکې وايي چې  د دواړو ترمنځ اختلاف او غیرقانوني سیالي اوج ته رسیدلې ده او داسیالي به دولت دوخت په تیریدوسره کمزوری کړي.

دبلخ سرپرست والی عطامحمد نوردولت سره د دوستم دخفګان را پیداکیدونه په استفادې سره پر دوستم نیوکې کوي او هم ېې دپلویانوسره په یوه اوبل نامه نښتې دوامداره کړي دي.

دوستم په دې وروستیوکې د اشرف غنی څخه په دې خوابدی شوی دی چې بهرته د سفرپرمهال ورته دلومړي مرستیال په توګه دنده نه سپاري او نه ېې ورته په دولت کې مناسبه ونډه ورکړې ده.

دشمال دولتي چارې دا مهال په دوو برخو ویشل شوي دي چې دبلخ والي ېې دقانون دچوکاټ په نامه او دوستم ېې دلومړي مرستیال په نامه خپل سري کوي چې د دواړو اختلافات به په شمال کې دولت نورهم د ولس پر وړاندې بې اعتباره کړي

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د بلخ د سرپرست والي ترمینځ سیالي اوږدې ریښې لري، دشمال روان حالت ته په کتوسره ګرانه ده چې د جنرال دوستم او استاد عطا ترمینځ سیالي کنترول کړل شي او دیوه یادوه پلاو په لیږلوسره د دواړو ترمنځ شته اختلافات پای ته ورسوي.

دوستم له یوې خوا له دولته ګیله لري وايي  په دې وروستیو کې ېې  په دولتي واک کې  برخه نوره هم کمه  شوي ده دولت لومړی تصمیم ونیسي اجرات پرې وکړي وروسته ترې زه خبرشم.

په مقابل کې عطامحمد د ولایت دقدرت نه په هغه شکل استفاده کوي چې دوستم ته د منلو وړنه وي.

د افغانستان په شمال کې د دووښکروروترمینځ اوسنۍ لانجې داشرف غني حکومت او نړیواله ټولنه زیاته اندېښمنه کړي چې د ناټو مشران د راتلونکې جمعې په ورځ په وارسا کې د افغانستان د پوځي ملاتړ په هکله پرېکړې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي نیکولاس هایسم دشمال دروانو حالاتو په اړه اندیښنه ښودلې وایې  چې دولت د وسلوالو په مقابل کې جګړه دومره نه تاوانی کوي څومره چې دهېواد په شمال کې اختلافا ت دولت ته تاوان رسوي.

د جنبش او جمعیت د قوماندانانو ترمنځ په ځنوسیموکې نښتې پیل شوي دي چې دوخت په تیریدوسره دا نښتې په یوه لویه جګړه  هم بدلیدای شی.

دوستم دبلخ والي په دې هم تورن کړی چې پر مهمو  پوستونوېې دخپل ګوند غړي مقر ر کړي دي او دولایت ټولې چاري دخپل ځان په ګټه چلوي.

دهېواد په شمال کې دعطا او دوستم اختلافات په داسې حال کې اوج ته ورسیدل چې دولت  دکابل په امنیت  ساتلوکې له ولس نه مرسته وغوښته چې په  یوشمیر سیموکې ېې دولس په مرسته دمرګونو پیښومخه نیولې ده .

د ملي یووالي حکومت د کار په لومړیو کې په کابل ښار کې د ښه امنیت د تامین او د امنیتي ځواکونو د کارونو د همغږۍ ،پرمختګ او نظم په هدف ګارنېزیون رامنځ ته شوچې پکې څلور سوه ملي پولیس، درې سوه د ملي اردو سرتیري او یوسل او پنځوس د ملي امنیت ځواکونه شپه او ورځ په دندو بوخت دي

په شمال کې اختلافاتو اشرف غني په دې اندیښمن کړی چې دولت تراوسه پورې دکابل امنیت نه شي ساتلی که دشمال حالات هم خراب شي نو دحکومت دحکومتولۍ شپې به رالنډې کړي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button