کابل ټکی کام ۱۹چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په سانت لویس ښار کې یوه تورپوستي یو سپین پوستی پولیس مرګونی ټپي کړی دی، چې روغتیايي حالت یې نازک بلل شوی دی.
خبري رسنیو ویلي دي، چې د امریکا په سانت لویس ښار کې یوه تور پوستي د ټرافیک کنټرول پر مهال پر یوه پولیس ډزې کړي دي، او سخت یې ټپي کړی دی.
خبرونه وایي، ټپي شوی پولیس دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، چې د ډاکټرانو په وینا یې روغتیايي حالت نازک بلل شوی.
پولیس وايي، چې برید کوونکی یې نیولی دی، او ګروېږنې پوښتنې تر روانې دي.
د پولیسو په وینا برید کوونکی تور پوستی دی، چې غوښتل یې سپین پوستی پولیس ووژني.
تېره ورځ هم د امریکا د ټکساس په دالاس ښار کې د تور پوستو د مظاهرې پر مهال پر سپين پوستو پولیسو ډزې وشوې، چې له کبله یې ۵ پولیس ووژل شول، او ۸ نور ټپيان شول.
د پروني برید وروسته پولیسو ۳ تنه شکمن کسان نیولي دي، او اعتراف یې کړی دی، چې دوی یوازې سپین پوستي پولیس وژل.
د یادولو ده، په امریکا کې د تور پوستو او سپین پوستو ترمنځ تاوترېخوالی یوه تاریخي لرغونتیا لري، چې دا مهال په جنګ جګړو اوښتي دي.


















