کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۹/ عبدالهادي همت
د ولسي جرګې غړي وایي، دهیواد په شمال کې پخواني قوماندانان اوزورواکي د محلي پولیسو ترنامه لاندې غیرمسؤل وسلوال ساتي او د خپلو اهدافو او شخصي غوښتنو لپاره یې کاروي. په افغانستان کې د اردو ، پولیسو او ملي امنیت پرمنظم تشکیل سربیره لاهم زرګونه غیر مسؤل وسله وال د دولت له چوکاټه بهر فعالیت کوي او د ځایي اوسېدونکو لپاره په سرخوږي بدل شوي دي. د ولسي جرګې غړي وایي،دغه وسله وال تر ډیره په ځایي پخوانیو قوماندانانوپورې تړاو لري چې ډیر ځله د قومي مسایلو پرسر ځایي خلک ځوروي او په خپلسریو لاس پورې کوي. پوځي شنونکي وایي،سره له دې چې په هیواد کې د ډي ډي ار او ډایاک پروګرامونه عملي شوي،خو لاهم یوشمېر سیمه ییز زور واکان او قوماندانان له ځان سره شخصي ملېشې ساتي.


















