کابل ټکی کام حمزه عابد
طالبانو په خپله رسمې پاڼه دعوه کړې چې د لوګر ولایت برکې برک ولسوالۍ ته څیرمه د سربلند کلا او چهلتن کلیو دوه تنه اوسیدونکي (پرویز د محمد اسماعیل زوی او زلمی د محمد رحیم زوی) چې امنیتې ارګانونو کې یې دندې درلودې له خپلو دندو لاس په سر شوې او د دوى له وسلوالو ملګرو سره یو ځای شوي دي.
طالبانو دعوه کړې چې دا کار يې د خپل دعوت او ارشاد کمسیون له لارې په کاميابۍ سره ترسره کړى دى.
په لوګر کې ولسي وګړو هم ياد خبر تائيد کړى، خو ځايي چارواکو يې په اړه څه ندي ويلي.
پدې وروستيو کې ډېرى داسې پېښې رامنځ ته شوې چې پولېسو خپلې اسلحې طالبانو ته رسولي او بيا ددوى په ليکو کې ننوتي.


















