ابو بلال
تیره شپه چې دترکیی دفوځ له خوا په داسې حال کې کودتاه وشوه چې اولس مشر اردګان په رخصتۍ وه نو اردګان هم د خپل اولس د ساتنې او ورسره د مینې او خلوص په موخه د مرکز استنبول په لور روان شو خلکو داسې ګڼله چې فوځ واک ترلاسه کړو.او نور به اردګان یا بندي شي او یا به د فوځ په مقابل کې ژوند دلاسه ورکړي ؛؛؛
او یا شاید اردګان ونه شي کولی د کودتاه مخه ونیسي مګر هغوی له یوساعت تیریدو وروسته په داسې حال کې مرکزي ښارونه هوایئ میدانونه او دولتي تلویزونونه او رسنیز ارګانونه په لاس کې لرل د یو تلویزون سره په تیلیفوني مرکه کې د اولس څخه وغوښتل چې لارو ته ‘راووځي او د فوځ د دغه کودتاه مخه ونیسي هماغه وه چې د ترکیی اولس په یو غږ له جوماتونو اعلانونه وکړل، لارو، کوڅو، ښارونو او هوایئ میدانونو ته راغلل او د فوځ د کودتاه د مخنیوي په نیت یې د اردګان د ملاتړ په موخه مبارزه پیل کړه او آن د فوځ ټانګونو ته څملاستل خو د خپل ټاکلي مشر امر اوحکم یې پرځای کړ او په زرګونو اولسي خلک د ولسمشر اردګان هرکلي ته هوایې میدان ته راغلل او بالاخره د فوځ د کودتاه مخه یې ونیوله
رښتیا چې همت وکړې نو رنګ راوړي د اولس دومره مینه او ملاتړ د اڅرګندوي چې اردګان د اولس رښتونی نمائنده دی نو ځکه یې په زړونو کې ځای موندلی.
باید ووایو چې اردګان په نني عصر کې د نړۍ د اسلامي هیوادونو په مشرانو کې یو کلک اسلام پلوه او د اسرائیلو او امریکا په سترګو کې ازغی دی وخت ناوخت د اسلامي هیوادونو په سر له کفري نړۍ سره لاس او ګریوان وي.
اولس هم داسې ملاتړی او مشر هم داسې په اولس مئین خوند کوي، وجه داده چې اردګان په ریښتیني ډول د خپلو ولسونو د ارادو ممثل دی. مګر زمونږ په هیواد خبره اپوټه ده دلته اولس یو څه غواړي او چارواکي بل څه.
اولس مو هیوادنۍ استقلال، آزادي او په شرعي بنسټونو ولاړ نظام غواړي. خو حکومت مو لاس تړلی ځان د امریکا په غیږ کې وراچول ، غلامي، د خپل اولس د حقونو تروړل غواړي او سیاسي بابولالي یې سراسر غولونکي دي
د ترکیی کودتاه افغانانو ته لوی سبق دی خو که ژور فکر وکړي.
افغان دولت باید نور له بې ځایه غروراوتکبر لاس واخلي او دملت له ارمانو سره لوبې ونه کړي ؛؛
که نه نو یوه ورځ به د ترکي اولس په څیر به افغانان هم د پردیپالو، خائنانو، مفسدینو او د پردیو ایجنټانو په وړاندې قدم په قدم د دریژ غږ پورته کړي.
زمونږ د غیور اولسونو له منځه هم هغه څوک چې تر اوسه یې د ځینو مجبوریتونو په بنیاد دقربانۍ میدان ته نه دي رادانګلي باید ویښ شي چې نور د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په خاطر په ملي بڼه ګام واخلي، او دنړۍ وال کفري ښکیلاک د ماتې او نسکورولو لپاره له هر راز سرښندنې ډډه ونه کړي ترکیان چې په یوه ورځ کې خپل سرنوشت بیرته ټاکلی شي تاسو یئ ولې نه شۍ ټاکلی؟ تاسو خو دنړۍ په تاریخ کې ځلیدلی قام یاست نو بیا ولې درباندې پنځه لس کاله صلیبي اشغال حاکم دی ولې د خپل دین، کلتور، حریم او نوامیسو ساتنه نه شۍ کولی ولې د خپل اولس له غوښتنوسره سم یو اسلامي نظام دلته نه شۍ پلی کولی؟
داهرڅه کیدای شي مګر کلک عزم اراده ، مضبوط ایمان او یو تر بله د اتفاق او یو والي لاسونه سره ورکول غواړي.


















