یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د ايمان مسائل (څوارلسمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 17, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
10
ځلې شریک شوی
127
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په غيب باندې ايمان راوړل

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

د بشري نړۍ په ټولو مکلفينو باندې فرض دی چې په مغيباتو باندې ايمان راوړي او ډير شيان دي چې په هغوى باندې ايمان راوړل او باور کول د بشر فريضه دی  حال دا چې له عقل، حواسو او د انسان له درک څخه پټ دي، لکه دوزخ، جنت، فرښتې او داسې نور او دا ټول شيان د الهي ارشاد او د هغه د رښتيني پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ويناوو له مخې حق او يقيني امور دي چې مسلمان کس د هغو په حقانيت او ثبوت باندې ايمان او باور لري چې د الله تعالى جل جلاله په نزد ماجور او د ثواب مستحق کيږي، نو له همدې کبله الله تعالى مومنان په ايمان بالغيب سره موصوف کړي او فرمايلي يې دي : ) الَّذِیۡنَ یُؤۡمِنُوۡنَ بِالۡغَیۡبِ( ([1]).

ژباړه : هغه کسان چې ايمان (باور) لرونکي دي په غيب باندې ([2]).

ابو العاليه رحمه الله فرمايي : له دې څخه مراد په الله تعالی باندې، په فرښتو باندې، په کتابونو باندې، په رسولانو باندې، په قيامت باندې، په حنت او دوزخ باندې، په الهي ملاقات باندې، له مرګ وروسته په بيا را ژوندي کيدو باندې ايمان راوړل دي، د قتاده رحمه الله هم همدا قول دی، له حضرت ابن عباس، ابن مسعود او يو شمير نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه مروي دي چې مراد له دې څخه هغه پټ شيان دي کوم چې له نظرونو څخه پناه دي، لکه جنت، دوزخ او داسې نور امور کوم چې په قرآن کې ذکر دي، حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : د الله تعالی جل جلاله له لوري چې څه راغلي هغه ټول په غيب کې داخل دي، حضرت ابو ذر رضی الله عنه فرمايي : مراد له دې څخه قرآن دی، عطاء رحمه الله فرمايلي : په الله تعالی باندې ايمان راوړونکی په غيب باندې ايمان راوړونکی دی، اسماعيل بن ابو خالد رحمه الله فرمايلي : مراد د اسلام ټول پټ شوي شيان دي، زيد بن اسلم رحمه الله وايي : مراد په تقدير باندې ايمان راوړل دي، پس همدغه ټول قولونه د معنی له مخې يو دي، له دې امله چې دا ټول شيان پټ دي او د غيب تفسير ټولو ته شامل دی او په ټولو باندې ايمان راوړل واجب دي، تفسير ابن کثير، ج : ۱، ص : ۸۴.

او هغه کسان چې په ناليدليو شيانو باندې له ايمان راوړلو څخه انکار کوي له هدايت څخه برخمند نه دي، او بالاخر په الهي عذاب به ګرفتار دنيا او آخيرت دواړه به يې تاواني شي، څرنګه چې په غيب باندې د ايمان ثبوت په کتاب الله او مبارکو احاديثو سره شوى نو د هغه د اثبات لپاره مختصرا آيات او احاديث ذکر کيږي کوم آيت چې اوس ذکر شو د ايمان بالغيب ثابتونکى دى او همدا راز الله تعالى فرمايي :

مَنۡ اٰمَنَ بِاللّٰہِ وَالۡیَوۡمِ الۡاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَاخَوۡفٌ عَلَیۡہِمۡ وَلَاہُمۡ  یَحۡزَنُوۡنَ

ژباړه : څوک چې ايمان راوړي په الله او په ورځ آخره (چې ورځ د قيامت ده د زړه په صدق سره) او عمل وکړي نيک (عمل) نو نشته (هيڅ قسم) ويره پر دوی باندې او نه به دوی (هيڅکله) خپه کيږي (د اجر په نقصان سره) ([3]).

چونکه د يهودو او نصاری ؤ دا ګمان وه چې نجات له يهودي او نصاري وروسته بل هيچا لره نشته او تر همدې وخته پورې د همدغو دواړو ډلو همدا ګمان وه لکه څرنګه چې د هنود ګمان دی، سره له دې چې همدغه ګمان بالکل غلط دی، د هغه باطلول د منصب خاتم النبيين فرض وه، که چيرته يې داسې باطل کړی وای چې ستاسو ګمان غلط دی نو چندان مؤثر نه وه، بلکې هغوی دا طعن کولو چې دا نبي صلی الله عليه وسلم د حضرت موسی عليه السلام او حضرت عيسی عليه السلام له اتباع څخه منع کوي دا څرنګه نبي دی؟ بلکې يوه داسې مسلمه خبره يې بيان کړه د کومې له منلو پرته چې عقلمند انسان ته بله چاره نشته، په کومې سره چې خود بخود د هغوی د عقيده ابطال کيږي، هغه دا چې الله تعالی انسانانو ته دوه قوتونه ورکړي، د کومو په تکميل سره چې د هغوی نجات دی :

(۱) قوت نظريه : د دې تکميل دا دی چې د اشرف المخلوقات حق سبحانه ټول صفتونه په ځانګړې توګه صفت اقامة، حشر، نشر، جزاء او سزاء وپيژني.

(۲) قوت عمليه : د دې تکميل دا دی چې د خالق له تعظيم او عبادت وروسته د خلق نفع رسول، د همدې لپاره د عام اعلان په ډول فرمايل شوي چې خواه کوم يهودي وي، خواه نصراني وي، خواه مسلمان وي کوم چې د همدغو دواړو قوتونو تکميل وکړي نو اول لوري ته په  مَنۡ اٰمَنَ بِاللّٰہِ وَالۡیَوۡمِ الۡاٰخِرِ کې او دويم لوري ته په وَعَمِلَ صَالِحًا  کې اشاره وکړه، چې هغوی د نجات دواړه برخې حاصلې کړې، لومړی دا چې هغوی ته به هلته له عقوباتو څخه هيڅ ډول ويره نه وي، دويم دا چې د هغه ځای د نعمتونو په مقابل کې به د دنيا نعمتونه له لاس څخه په وتلو باندې هيڅ ډول خفګان نکوي، چونکه د همدغه تکميل نام اسلام دی، نو ځکه د هغه په مقابله کې د نجات انحصار کول په اسلام باندې ډيره صحي خبره دی ([4]).

 څرنګه چې په نوموړي آيت کې د قيامت په ورځ باندې ايمان راوړل د مؤمن د کاميابي او نيکمرغي له موجباتو څخه دی، سره له دې چې د آخيرت ورځ غيب دى چې په عقل او حواسو باندې نه درک کيږي او د مؤمن به مغيباتو له جملې څخه دى او د قرآني آيت له مخې په هغه باندې ايمان ضروري دى چې په هغه باندې له باور کولو پرته کاميابي نه نصيب کيږي، الله تعالى په بل آيت کې فرمايي ) اِذَا وَقَعَتِ الۡوَاقِعَۃُ ۙ﴿۱﴾ لَیۡسَ  لِوَقۡعَتِہَا  کَاذِبَۃٌ ۘ﴿۲﴾ ( ([5]).

ژباړه : کله چې واقعه شي واقع کيدونکی (قيامت) نشته پيښيدلو د هغې لره هيڅ نفس دروغ کونکی (او انکار کونکی له چې به ؤ ترې منکر په دنيا کې) ([6]).

واقعة د قيامت نام دی، ځکه چې دا ضرور واقع کيدونکی دی، همدا رنګه د هغه نام ازفة وغيرها دی، لَیۡسَ  لِوَقۡعَتِہَا  کَاذِبَۃٌ چې د هغه په واقع کيدلو کې هيڅ ډول دروغ نشته، دا د واقعة لپاره تاکيد دی، زجاج وايي چې د دې معنی دا دی چې دا هيڅوک رد کولای نشي، او همدا د حسن او قتاده قول هم دی ([7]).

له پورتني آيت څخه د قيامت قيام په صراحت سره معلوميږي او په هغه باندې ايمان ضروري دى چې دا هم د ايمان بالغيب له جملې څخه دى، او په بل مبارک آيت کې الله تعالى فرمايي : )وَ  اِذَا الۡقُبُوۡرُ بُعۡثِرَتۡ ( ([8]) .

ژباړه : او کله چې قبرونه سره څيرې لاندې باندې کړل شي (او مړي ژوندي ترې راپورته کړل شي) ([9]).

يعنې زمکه به هم ځای په ځای څيرې شي او په زمکه کې خښ شوي شيان به را ووځي، او ځينو ويلي چې دا د شپيلۍ له پوکولو وروسته واقعه دی، يعنې د هغه وخت چې مړي له قبرونو څخه ژوندي راپورته کړی شي ([10]).

له پورتني آيت څخه بعث بعد الموت کوم چې د مؤمن به او مغيباتو له جملې څخه دى ثابتيږي، همدا شان په غيب باندې د ايمان اثبات په  صحيحه احاديثو کې هم شوى :

)وعن صالح بن جبير قال قدم علينا ابوجمعة الانصاري صاحب رسول الله ببيت المقدس يصلى فيه ومعنا يومئذ رجاء بن حيوة رضی الله عنه فلما انصرف خرجنا شيعة فلما اراد الانصراف قال ان لکم جائزة وحقا احدثکم بحديث سمعته من رسول الله صلى الله عليه وسلم  ومعنا معاذ بن جبل عاشر عشرة فقلنا يا رسول الله هل من قوم اعظم اجرا منا امنا بالله واتبعناک قال  ما يمنعکم من ذلک ورسول الله صلى الله عليه وسلم بين اظهرکم ياتيکم بالوحي من السما‌ء بل قوم بعدکم ياتيهم کتاب من بين لوحين  يؤمنون به ويعبدون بما فيه اولئک اعظم منکم اجرا مرتين(  ([11]) .

ژباړه : له صالح رضی الله عنه څخه روايت شوى فرمايي مونږ ته ابو جمعه صاحب الرسول صلى الله عليه وسلم تشريف راووړ په بيت المقدس کې تر څو هلته لمونځ ادا کړي او په هغه ورځ له مونږ سره حضرت رجاء بن حيوة رضی الله عنه موجود وه، کله چې بيرته وګرځيدو مونږ د نوموړي د مشايعت په خاطر ورسره ووتلو کله مو چې د تللو اراده وکړه نو وې فرمايل چې تاسو لره جائزه ده او ثابت دي چې تاسو ته هغه حديث شريف بيان کړم کوم مې چې له جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلى، نوموړي وفرمايل : مونږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره موجود وه او حضرت معاذ بن جبل عاشرة عشره (د لسو لسم) هم له مونږ سره وه، مونږ وويل  يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! آيا داسې کوم قوم شته چې د اجر او ثواب په لحاظ له مونږ څخه زيات او لوړ وي حال دا چې مونږ په الله تعالى باندې ايمان راووړ او ستاسو پيروي مو وکړه؟ جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم شى تاسو له ايمان څخه منع کوي حال دا چې په تاسو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم موجود دى او ستاسو لپاره له آسمان څخه وحې راوړي، له تاسو وروسته به داسې قوم وي چې د دوه لوحو تر مينځ  به ورته کتاب راځي او په هغه باندې به ايمان راوړي او په هغه څه به عمل کوي کوم چې په هغه کتاب کې دي او د هغوى  اجر او ثواب به  ستاسو په نسبت دوه برابره (دوه چنده) وي او لوی دي له تاسو څخه د اجر په لحاظ.

)قال ابوجعفر الرازي عن الربيع بن انس عن ابي العالية في قوله تعالى )يؤمنون بالغيب( قال يؤمنون بالله وملئکته وکتبه ورسله واليوم الاخر وجنته وناره ولقائه و يؤمنون بالحيوة بعد الموت فهذا غيب کله(.

ژباړه : ابو جعفر له ربيع څخه او هغه  له عالية رضی الله عنه څخه روايت کړى د الله تعالى د دې قول په هکله (هغه کسان چې په غيب (ناليدليو شيانو) باندې ايمان لري) فرمايي چې ايمان راوړل په خداى جل جلاله ، د هغه په فرښتو، د هغه تعالى په کتابونو، د هغه په رسولانو، د آخيرت په ورځ، په جنت او دوزخ، او د هغه تعالى په ملاقات باندې ايمان راوړل، او پس له مرګه په ژوندي کيدلو باندې ايمان راوړل دي چې دا ټول د غيب او ناليدليو له جملې څخه دي، له ذکر شويو او نورو بې شميره آيتونو او صحيحه احاديثو څخه ايمان بالغيب ثابتيږي، په داسې حال کې چې په دې زمانه کې زياتره مؤمن به شيان غير محسوس دي او د قطعي نصوصو له مخې په هغو باندې ايمان راوړل ضرورې دې چې له هغه پرته اعمال هيڅ ګټه نلري، نو له همدي امله له پورتنيو آيتونو او احاديثو څخه په غيب باندې ايمان  ثابت شول ([12]).

([1]) البقرة، آية  : ٣.

([2]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۶.

([3]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۶۷۴.

([4]) فتح المنان، ج : ۲، ص : ۲۰۱.

([5])  سورة الواقعه :  آية ١- ٣.

([6]) تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۱۳۱۸.

([7]) فتح المنان، ج : ۴، ص : ۵۰.

([8]) الانفطار، آية : ۴.

([9]) تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۱۶۵۹.

([10]) فتح المنان، ج : ۴، ص : ۴۷۴.

([11]) تفسير ابن کثير، ج : ١، ص : ٤٢.

([12]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، بحواله : ابن کثير، ج :١، ص : ٤٢.

مخکینې مطلب

له اردګان سره د خواخوږۍ او افغان مشرانو سره د نفرت لاملونه

بل مطلب

داهـدف علم عرفان دی

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com