تبصره : ډاکټر آصف
په تورخم پوله د افغانستان او پاکستاني ځواکونو لخوا د تاوتریخوالي نه پس د پاکستان حکومت په دغه پوله له ټولو ورتلونکو افغانانو نه د پاسپورت او ویزې غوښتنه کوي، که څوک مهاجر کارت ولري او که یې ونه لري دواړه په دې حکم کې برابر شریک او شامل دي.
اوس له خلکو سره پوښتنه داده چې آیا دا معقول کار دی او که غیر معقول؟ که معقول وي خو هر عاقل به یې ومني او له پاسپورت پرته ورتلونکي به ملامت کړي، او که یو غیر معقول کار وي نو بیا ولي یو معقول حکومت پر یو غیر معقول اقدام ټینګار کوي؟
راځئ چې د دې موضوع معقولیت او غیر معقولیت وڅیړو.
په پاکستان کې نږدی درې ملیونه افغانان ژوند کوي چې یونیم ملیون یې مهاجر کارتونه لري او پاتي یونیم ملیون یې نه لري، دا درې ملیونه ټول د افغانستان خلک دي، او حتما افغانستان ته د راتګ او تګ ضرورتونه ورته پیښیږی، مثلا مړی ژوندی، کاروبار، او داسې نور.
نو آیا دا به معقوله وي چې دا درې ملیونه انسانان ټول د پاسپورت اخیستې لپاره عارض شي؟
آیا د افغانستان حکومت د دې توان لري چې درې ملیونه انسانانوته پاسپورتونه ورکړای شي؟
آیا په افغانستان کې د پاکستان سفارت یا قونسلګري د دې توان لرې چې درې ملیونه انسانانو ته د ویزو لګولو بندوبست وکړای شي؟
همدا راز آیا دا امکانات وجود لري چې په تورخم کې دې درې ملیونه انسانانو ته دخولي او خروجي مهرونه ولګول شي؟
آیا دا زوریدلي انسانان به نور د خپل ژوند ټولې چارې پریږدي او ایله به د پاسپورت اخیستنی لپاره د ملیونونو انسانانو په قطارونو کې د میاشتو میاشتو لپاره دریږي؟
همدا راز به د ویزې اخیستنی او د خروجی او دخولی مهرونو وهلو لپاره په ورځو ورځو او ساعتونو ساعتونو په پاکستانی قونسلګرۍ او تورخم کې په قطارونو کې دریږي؟
او ورپسې به په سپیشل برانچ کې د ساعتونو ساعتونو لپاره په قطارونو کې دریږي؟
آیا دا درې ملیونه انسانان چې د ۳۸ کلونو راهیسی یې بې شمیره ډول ډول تکالیف، ربړونه، زحمات، لوګې تندې، په دښتو او میرو کې ژوند کول، ګاللي دي، او د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو پسې لالهاندي ګالي، د کورنیو د غړو نه یې شهیدان او ټپیان ورکړي دي، میرمنی یې کونډې شوي دي، ماشومان یې یتیمان شوي دي، آیا همدا زجر او عذاب یې کافي نه دی چې اوس د پاسپورت، ویزې ، دخولی او خروجي او سپیشل برانچ په عذابونو په لوی لاس ککړول کیږي؟
آیا دا ملیونونه انسانان د دې تکلیفونو نور تحمل لري؟
د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو مشرتابه ته د دې ملیونونو خلکو وړاندیز او غوښتنه داده چې لږ تر لږه هغه مهاجرین چې مهاجر کارتونه لري د پاسپورت جوړونې، ویزې لګونې، دخولی او خروجي وهلو او سپیشل برانچ ته د تللو له دروند عذاب نه چې ملاوې یې ورماتوي نور معاف کړي.
په لوی لاس دې دغه کړیدلي مهاجرین دې ته مجبور نکړي چې د دې حکومتونو د غیر معقولو اقداماتو له امله خدای مکړه جرمنو او جنایاتو ته لاس واچوي.


















