جمع وترتیب : عبد الله صدیقی
دعثماني خلافت سلطان؛ عبدالعزیز به هیڅکله هغه دوسیې او پاڼې چې له مدینې منورې نه به ورتلې تر هغې نه خلاصولې، چې تر څو به یې اودس نه و کړی، ځکه چې د ده په نزد په دغو پاڼو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښار ګرد او غبار پروت دی او د عطرو په شان ښه بوی یې درلود، ځکه به یې لومړی مچو کړې او بیا به یې په خپل تندي کیښودلې او بیا به یې په ډیرې جذبې سره د هغې خوشبویې بوی کړه، بیا به یې د لوستلو لپاره خلاصې کړې.
(د عثماني دولت له آرشیف څخه)


















