دکابل چاودنې غربي سازش دی

قاري خالد

دمګړۍ کابل دبزکشۍ میدان ته ورته دی او ټول ایمپورټډ سیاستمداران هڅې کوي ترڅو خارجیانو ته ځانونه نږدې وښایي، او دورکړي نمک حق اداء کړي.

دعراق سرنوشت زموږ پر وړاندې وېړ کتاب دی؛ په عراق کې چې دشیعه او سني پر نوم څومره وینې وبهول سوې تاریخ کې یې ساری  ډېر کم موندل کېږي او همدا لړۍ تر ننه ښه په درز روانه ده.

په عراق کې دخپلمنځي جګړې دجاري ساتلو لپاره امریکایانو په سیمه کې دداعش پروژه مطرح او القاعده یې دداعش پر مټ له صحنې وویستله، داعشیانو دسنیت له ادرسه دخلافت غولونکی ږغ پورته کړ، غربیانو ورته په پراخه کچه تبلیغات وکړل او دنړۍ له هر کونجه یې افراطي افرادو ته لاره ورکړه ترڅو عراق ته ځانونه ورسوي او دداعش ترڅنګ ودریږي.

داعشیانو بېخرته شیعه ګان له تېغه تېر کړل او شیعه ګانو دسنیانو وژلو ته ملا وتړله، دخپلمنځي جګړې لوبه ګرمه سوه او غربیان دسیل لپاره پر لوړه غونډۍ ورته کښېناستل.

په افغانستان کې دعراق تجربه د اربکي ملېشو په جوړښت سره پیل سوه، کلي په کلي او کور په کور جګړه ونښته مګر د افغانانو قوي عقیدې او دطالبانو کلک مقاومت د اربکېزم پروژه زر درک او ماته کړه.

په دویم قدم کې دداعش په پروژه کار وسو؛ اشرف غني په لومړۍ وینا کې وویل چې د ارګ تر شاه دداعشیانو دپښو کښالو اوري.

دا هغه مهال و چې په افغانستان کې دداعش نوم هم نه و او مازې په اورکزیو کې یو څو نفرو دداعش ملاتړ اعلان کړی و

حنیف اتمر خاص دهمدې لپاره وټاکل سو چې دداعش په پروژه کار ګړندی کړي، پاکستان ته سفرونه تېر سول او راحیل شریف به هره هفته دکابل میلمه و

دداعش پروژه یو کال وچلېده؛ په پیل کې یې یو څو ولسوالۍ ځکه ونیولې چې طالبانو نه غوښتل دغولېدلو ملګرو سره په جګړه کېوزي او غربیان د ارام ساه واخلي مګر دداعشیانو ظلم، زیاتیو او بې موجبه قتلونو طالبان اړ باسل چې دداعش پر خلاف پوځي غبرګون وښایي

دمګړۍ داعش هم مات دی، له قبایلي سیمو راغلي داعشیان بېرته کډې باروي او افغاني داعشیان جوپه ـ جوپه یا حکومت ته تسلیمیږي او یا امارت ته.

په دریم قدم کې دمنصور دادالله او ملا رسول پروژه وه چې هدف یې دطالبانو په منځ کې قوي درز پیدا کول وو خو دملا منصور رحمه الله سیاسي درک او تدبر دملا رسول پروژه آن په نطفه کې خنثی او دغربیانو خوبونه یې سرچپه تعبیر کړل

اوس چې له مزدورو سیاستوالو ټولې لارې ورکې دي ټول تمرکز یې دتاجک، هزاره، ازبک او پښتون پر جنګولو دی

کله دوستم دپښتنو دوژلو لپاره شمال ته استوي، کله عطا محمد پښتون وژنې ته هڅوي او کله په شمال کې دطالبانو توندې بریاوې سازشي ګڼي

دا ټول هر څه دسازش برخه ده او غربیان غواړي افغانان په خپلو کې سره اخته کړي

دکابل ننۍ برید هم دغرب دسازشونو برخه ده؛ دبامیانو ډېری وګړو رسنیو ته وویل چې په لاربون کې دبامیانو دوه فیصده وګړي هم ګډونوال ندي او نه به یې ګډونوال سي.

دنني لاریون منتظمین دغربي سازشونو تالې څټ لوبغاړي دي، قومونه لاریون ته هم راباسي او بمونه هم ورته اېږدي، ترڅو افغان قومونه په خپلمنځي جګړو کې لتاړ، او دوی ورته دسیل پر غونډۍ کښیني، په ارامه سینه اشغال ته دوام ورکړي او خپلې ګټې خوندي کړي

حیف دهغو ضمیر پلورو سیاسیونو پر حال چې دیو څو پیسو دحصول، او دپردیو دګټو لپاره خپل وژني، مېندې ژړوي، بچیان یتیمان کوي او دوینو لښتي بهوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button