عبدالله ریحان
زمونږ روح دی زمونږ ځـــان دی نور یې مه ورانوئ
سلګۍ سلګۍ افغانستان دی نور یې مه ورانوئ
د شتې میـرې یې دي رنګینـــې د شهید په وینـــــــو
ترې قــربان شوی مو تل ځوان دی نور یې مه ورانوئ
ګـــــوره قاتله ځوانــې هیلـې نورې مه قتلـوه
دلته ژوندون پر مونږ تاوان دی نور یــې مه ورانوئ
له فـرنګیانــو مــو ګټلی دی د ســـر په بیه
د تاریخـــــونو باب داستان دی نـــور یـې مه ورانوئ
که چیرې سیال شـي د همزولـــو او د امــــن کــــور شي
د هــر افغان همدا ارمـــان دی نور یې مه ورانوئ
دنیل څپه ده کې غرق کــــیږي فــــرعوني لښکرې
د مظلوم آه او تــــر جمان دی نــــور یـې مه ورانوئ
اې دنیاوالو ظالمانو کبرجنو خلکو
جنګو ځپلی دی او وران دی نور یـــــې مـه ورانوئ
ورشه (ریحانه) د هر کــــــور په هـــر دیـــــوال ولیکه
مږنږ ته جنت دی پر مونږ ګران دی نور یې مه ورانوئ


















