ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د پوهيدونکو کوچنيانو (ماشومانو) احرام
هلک که چيرته پوهيږي نو د سړيو په څير خپل احرام به په خپله وتړي، انجونې دې د ښځو په څير احرام وتړي، او ټول ارکان دې په خپله اداء کړي، که چيرته رمې يا بل څه په خپله نشي کولای نو د دوی سرپرست دې وکړي، که چيرته کومه غلطي وکړي يا کوم فرض او واجب پريږدي نو په دوی باندې هم هيڅ جزاء يا کفاره يا قضاء نه لازميږي، په اخير کې کوم وخت او په څه طريقه چې لويان خپل احرام خلاصوي په همغه طريقه دې دوی هم احرام خلاص کړي، د کوچنيانو دا حج نفلي دی ([1]).
د بې هوشه او ناروغ احرام
که يو کس د احرام تړلو په حالت کې بې هوشه شي (په جهاز کې زياتره وخت همداسې پښيږي) نو ملګري ته يې پکار دي چې د خپل احرام له تړلو مخکې يا وروسته د بې هوشه شوي له لوري هم د احرام نيت وکړي او تلبيه ووايي، هر کله چې ملګري يې همداسې وکړل نو د بې هوش احرام وتړل شو.
مسئله : د بې هوش له لوري د احرام تړلو لپاره هغه ته د حکم کولو ضرورت نشته، که هغه حکم کړی وي او که يې نه وي کړی، ملګری يې چې د هغه له لوري احرام وتړي نو په هر صورت کې د هغه احرام صحي کيږي ([2]).
د خنثی مشکل احرام
خنثی مشکل (يعنې هغه کس چې سړی او ښځه يې معلوم نه وي) په ټولو احکامو کې د ښځې په څير ده، هغه ته له هيڅ اجنبي سړي يا ښځې سره ځانتوالی روا نه ده ([3]).
مسئله : ښځې ته په حيض کې د حج ټول افعال کول روا دي، يوازې طواف کول او لمونځ کول منع دي، که چيرته له احرام څخه مخکې حيض راشي نو غسل دې وکړي او احرام دې وتړي، ټول افعال دې وکړي، خو سعی، طواف او لمونځ دې نکوي ([4]).
طواف دې ځکه نکوي چې د طواف لپاره پاکوالی شرط ده، او سعی دې ځکه نکوي چې سعی له طواف پرته نشي کيدلای ([5]).
مسئله : که د احرام په حالت کې ډوډۍ پخوي او ويښتان يې وسوځيږي نو صدقه دې ورکړي، او که چيرته د ناروغي په حالت کې ولويږي (توی شي) يا د خوب په حالت کې وسوځيږي نو هيڅ پرې واجب نه دي ([6]).
مسئله : د احرام په حالت کې د کوروالي په څير هغه حرکات د کومو له امله چې خواهش پيدا کيږي هغه هم حرام دي، لکه مچو اخيستل يا غيږ نيول ([7]).
مسئله : ښځې په احرام کې په سر باندې د دسمال (رومال) تړل ضروري ګڼي او دا احرام ګڼي، دا جهالت دی، له غير محرم څخه د سر او مخ پرده کول فرض دي، خو د ويښتانو د ساتنې لپاره د دسمال تړل هم فی نفسه روا دي ([8]).
مسئله : د ښځو لپاره په داسې حالت کې د حجر اسود مچ کول بالکل حرام دي کله چې له پرديو خلکو (اجنبيانو) سره يې د بدن لګيدو احتمال وي ([9]).
مسئله : د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د مبارکې روضه مخته د حاضري لپاره ټيله وهل په ځانګړي توګه ښځو ته د غير محرمو په هجوم کې ورننوتل حرام دي، په همداسې حالت کې دې له ليرې څخه درود شريف او سلام ووايي ([10]).
مسئله : ښځه د حيض يا نفاس په حالت کې د قرآنکريم هيڅ آيت هم د تلاوت په نيت نشي لوستلای، البته د قرآنکريم هغه آيت يا سورت په کوم کې چې دعا، حمد او ثناء وي، که د دعا او ذکر په نيت يې لوستل وغواړي نو لوستلای يې شي ([11]).
مسئله : د وقوف عرفات لپاره هم پاکوالی شرط نه ده، که چيرته کومه ښځه د حيض يا د نفاس له امله د ناپاکي په حالت کې وي نو په همدې حالت کې هم وقوف عرفات صحي کيږي ([12]).
مسئله : پوښتنه : په حج کې سړی له قرباني وروسته خپل سر خريي او ښځه خپل سر پرې کوي، پوښتنه دا ده چې ښځه به د خپل سر ويښتان د شا له لوري پرې کوي او که د تندي (مخکني) ويښتان هم پرې کولای شي؟.
ځواب : د يوې ګوتې د بند برابر، يعنې د يوې ګوتې د دريمې برخې په اندازه به د ټول سر ويښتان پرې کوي ([13]).
مسئله : د احرام نيت په زړه سره يې کول ضروري دي، په ژبه ويل يې يوازې مستحسن دي، د کوم شي لپاره چې احرام تړي په زړه کې د هغه نيت کول پکار دي، که د افراد احرام تړي، که د قران يا د تمتع احرام تړي، که چيرته په زړه سره نيت وکړي او په ژبه څه ونه وايي نو نيت يې کيږي ([14]).
مسئله : که په زړه کې يې د قران نيت وکړ او له ژبې څخه يې افراد يا تمتع ووتل نو کوم څه چې په زړه کې دي هغه لره اعتبار دی، د ژبې الفاظو ته اعتبار نشته ([15]).
د احرام د صحت شرطونه
(۱) د احرام د صحت لپاره اسلام شرط ده.
(۲) د احرام نيت، تلبيه يا بل کوم ذکر چې د هغه قايم مقام وي هم شرط دي.
مسئله : يوازې په زړه کې د حج د نيت په کولو سره احرام نه صحي کيږي، بلکې تلبيه يا بل کوم ذکر چې د تلبيه قايم مقام وي ضروري دي، که چيرته له نيت پرته يوازې تلبيه وويل شي نو هم محرم نه دی، لنډه دا چې د احرام لپاره نيت او تلبيه دواړه ضروري دي ([16]) خو د تلبيه يو ځل ويل واجب دي ([17]).
([1]) احسن المناسک، ص : ۵۷ – ۵۸.
([4]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۰۵.
([5]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۸۹.
([7]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۰۷.
([8]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۵۶۶.
([9]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۸۹.
([10]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۵۶۸.
([11]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۱۰.
([12]) احکام حج، ص : ۶۵، وهکذا فی معلم الحجاج، ص : ۱۶۳.
([13]) محموديه. ج : ۱، ص : ۲۰۷.


















