ملکې تلفات

لیکوال صابرجان
دوه زره نهم کال و یوناما د ملکې تلفاتو په اړه یو راپور نشر کړی چي په هغه کې يې ۸۵فیصده ملکې تلفات دطالبانو له خوا بللې وه زه چي په هغه وخت کې په هلمند کې وم اوحالات مي له نژدي څارل د یوناما داسي غلط راپور ته حیران شوم مجبوره شوم چي خپله پلټنې وکړم داچي په هم هغه کال دهلمند اکثره ولسوالی بي امنه وي نو لښکرګاه ته نژدي ناوه ولسوالي مي د پلټنو لپاره انتخاب کړه چي د یوه کال د ملکې تلفاتو راپور یې دارنګه و
د ولسوالی مرکز سره نژدې د اخند خیلو په کلي کې د امریکایې عسکرو بمبار د حاجې عبدالرحمان اکا د کورنی شپږ ښځي اوماشومان شهیدان کړی وه او اته یې ټپیان کړی وه
له دې څو ورځي وروسته په همدي خلج کې داحمدشاه خان په کلي کې د امریکایانوپه بمبارکې د یوي کورنی نهه غړي شهیدان شوی وه
په همدی خلج کې د لنډي ښاخ سیمه کې دحکومتي هوان د لګیدلو لامله یو میرمن شهیده شوی وه
د خرابې سیمه کي د زراعت پوهنتون دمحصل عطاءالله پرکور چاپه عطاءالله اوڅلور وروڼه شهیدان کړي وه
د ولسوالی مرکز ته نژدې د وکیل عبدالغفار کلي کې د امریکایانو په چاپه کې طالب العلم ملاسراج الدین اودهقان عصمت الله شهیدان شوي وه
په همدي کلي کې د ډرون په حمله کې یو کلیوال چي په ټریکټر کې ناست واوځمکه یې اړول شهید شوی و
په همدي کلي کې د نثاراحمد په نوم یوتجار د امریکایانو په چاپه کې شهید شوی و
د هزاراسپ سیمه کې د اربکې قومندان محمدولې پر کور دامریکایانو چاپي دوه کسان شهیدان کړی وه
د عینک سیمه کې پر یو کور د هوان لګیدلی و دوه ماشومان یې شهیدان کړی وه
دخسراباد سیمه کې د هوان لګیدلو لامله دیو کورنی درې غړي ټپیان کړی وه
د شورشورک سیمه کې د حکومت په عملیاتو کې دولس کسان شهیدان شوي وه چي اکثره یې ماشومان ښځي سپین ږیري وه
په همدي کال کې د خلج د سلطانزو په سیمه کې د طالبانو پر خښ کړی ماین د محمدخان په نوم کس ختلی و اوشهید کړی یې و په همدي خلج کې یو سړی اویوه ماشومه په موټرسیکل سپاره وه چي په ناخبری کې د کمربند سیمه کې دطالبانوپرماین ختلې وه اودواړه شهیدان شوي وه د شورشورک سیمه کې د غیبې زای کلي د نورګل اکا وراره او زوم په ناولدی کې پرهغه لار ورغلي وه چي طالبانو بنده کړی وه او دواړه د ماین ښکار شول اوشهیدان شوی وه
د هزار اسپ په سیمه کې د مرچ اغا په نوم کس چي خبر هم و چي دلته طالبانو ماین ایښی دی مګر کلیوالو ته یې ویلي وه چي زه پیر یم او پر ماین دریږم خو ماته به تاوان نه رسیږي مګر کله چي پر ماین دریدلی و یو مرچ اغا اویوبل ملکې کس وژل شوی وه
د دوه زره نهم کال ټول تلفات په ناوه ولسوالی کې ۴۸کسان وه چي یو څلویښت کسان د حکومت او امریکایانو له خوا وژل شوي اوټپیان شوی وه ۷کسان د طالبانو له خوا وژل شوی وه دا هغه سیمه وه چي زیات واک یې د حکومت او امریکایانو سره و چاپي وهل ډرون حملې بمبار بیخي په کښي کم و حکومت تر ډیره په کښي ډیسي توپونه هم نه غورځول خو ددې هم سرحده ولسوالی مارجي ته که ورشي داسي کم کور به پیداکړي چي د حکومت په چاپه بمبار ډرون اوتوپونو کې دې یو کس د لاسه نه وي ور کړی که موسی قلعه ته ورشي داسي ډیر کلي به وویني چي د بمبار لامله مکمل کلی هدیره شوي وي په ۲۰۰۴کال کې د هلمند په بغنې ولسوالی کې څو کلي هدیره شول اوه سوه کسان شهیدان شول په دوه زره پنځم کې د مارجې ولسوالی امنیه قومندان قومندان څلور اتیا ملکې کسان له پټیو را ټول کړه او موټرو ته یې واچول اوپه لاره کې يې ټول شهیدان کړه په دوه زره شپږم کال کي د سنګین د څاروان قلعه په سیمه کي د بمبار لامله په یوه شپه دوه نیم سوه کسان شهیدان شول په دوه زره یولسم کې د ګرمسیر ولسوالی کې پر مظاهره چیانو د مدیر میرحمزه ډزو دوه څلویښت کسان شهیدان کړل
په دوه زره دیارلس کې د موسی قلعه په بازارکې پر مظاهره چیانو د عبدالولي کوکه د عسکرو ډزو یوسل او دولس کسان شهیدان کړه
دوه رزه لسم کال کې داسي شپه نه وه چي دکجکې ولسوالی په زمینداور سیمه کې دې امریکایانو دوه ځایه چاپه نه وای وهلي او لس دولس ملکیان دې شهیدان کړی نه وای
دوه زره څوارلسم کال کې په سنګین کې د ذوالفقار په نوم عملیاتو کې ۱۵۰۰دخلګو کورونه د حکومت له خوا ونړول شول چي خپله اکثره حکومتي کسانوهم د بلدوزر عملیاتو په نوم کړل
په همدي کال کې په مارجه کې د حکومت عملیاتو اته دیرش ملکې کسان شهیدان اوپه ډیسي توپونو یې یو سل اونهه اتیا درمندونه وسوځول
دا یواځي هلمند و د بغلان ډنډه غوري هغه عملیات چي مرادعلي وکړل تر سل یې زیات ملکې کسان شهیدان اوزخمیان کړه هر ځل چي دوستم شمال ته د عملیاتو په نوم تللی دی په سلګونو ملکې کسان یې شهیدان کړي همدارنګه په جنازه وادونو بمبارونو چي بیا د طالبانو نوم ورکول کیږی څو ورځي مخکې په میوند کې بمبار تر شلو زیات مسافر شهیدان اوملکې کسان شهیدان کړه چي بي بي سي او ازادی راډیو د طالبانو نوم ورکړی
دا هغه یاداښتونه دي چي یوناما ته رسیدلې هم نه دي یوناما فقط د کابل ښار پیښي څیړي او د هغوی څخه کلنی راپور ورکوي اویاهم قصدا یو اړخیز راپور ورکوي د یوناما د نیمروز د معلوماتو ورکولو مسئول محمدحسن همکار یوه ورځ په لښکرګاه ښار کې د خلګو څخه پوښتني کولي او په راپور کې د نیمروز کومه ولسوالي لیکلي وه چي یوناما بیا د داسي راپورونو پر اساس د کال راپور وړاندې کوي



