
د کډوالو ستنېدل او د افغان حکومت مرګونی هرکلی!!!
مشفق حريت مل
وروسته له هغه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند تريخ شو او نور يې د شپو تيرول ګران شول؛ نو خپلې کډې يې وتړلې او د ګران هيواد په لور يې مخه کړه.
دا معلومه خبره ده، هغه څوک چې له خپل هيواد نه د غربت او ناچارۍ په حال کې بل هيواد ته مهاجر شوي وي او هلته يې ورځني مصروفيات داسې خواري او مزدوري وي، چې يوازې دومره پيسې وګټي، چې بيګا ته خپلو بچيانو ته پرې خوراکي توکي واخلي؛ نو داسې خلک به کله د ډیر زيات مال او دولت څښتنان شي او کله به د ځان له پاره کور او ځمکه واخيستلای شي؟
په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستی انديښمن حالت ټولو ته معلوم دی او هرڅوک چې په اوس وخت کې خپل هيواد ته ستنيږي نو له يو عالم مشکلاتو او ستونزو سره مخ کيږي؛ مګر بله چاره نشته له دې پرته، چې خپل هيواد ته ستانه نه شي، هغه که د خپل وطن کې په دښته کې که له شين اسمان لاندې ژوند کول وي او که په ګرمۍ کې په خيمو کې ژوند وي؛ خو د پردي وطن له غيږې ددې لپاره ځانونه راوباسي، چې په خپل هيواد کې د ارام شپې تيرې کړي.
لیکن مظلوم کډوال څه خبر وو، چې خپل هيواد ته تګ به ورته داسې ارام ورکړي، چې نه يې د وطن د هوا تنفس ته پريښودل او نه هم د وطن د اوبو څښاک ته، مګر وطن ته د ستنېدو لومړي ساعتونه يې د ژوند وروستي شول.
تاسو به له رسنيو څخه اوريدلي وي، چې له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته د تيرې سه شنبې په ورځ ستانه شوي کډوال د پوليسو له لوري وروسته له هغه ووژل شول، چې په يوه دښته کې يې د سر پناه د نه شتون له امله خيمې وهلې، دغه غمځپلې کورنۍ د ننګرهار ولايت د حصارشاهي ولسوالۍ په ډاک کې خپلې خيمې ووهلې؛ خو پوليسو د راستنېدو د ستړيا دمې ته پرېنښودل او د هغوی هر کلی يې په مرګونو مرميو وکړ، چې له امله يې دوه تنه ستانه شوي کډوال په شهادت ورسول او ۷ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
ددې ترڅنګ حکومت ۱۲ تنه سپين ږيري ستانه شوي کډوال هم له ځان سره بيولي او ډبولي دي.
له پيښې وروسته د سيمې پاريدلو خلکو مړي د ننګرهار ولايت مقام ته د اعتراض په توګه راوړل او له حکومت څخه يې د انصاف غوښتنه کوله، د ننګرهار امنيه قومندانۍ دغه کسان د ځمکو غاصبين بللي دي او ادعا يې کړې ده، چې د پوليسو په هوايي ډزو کې کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او ويلي يې دي چې د کډوالو په ډزو کې ۹ تنه پوليس هم ټپيان شوي دي.
افغانستان او پاکستان چې د کډوالو په موضوع کې نن سبا له يو بل سره په ضد دي، دواړه خواوې هڅه کوي چې د افغان کډوالو په سر خپله سياسي ترينګلتيا سره وپالي.
پاکستان له دغه هيواد څخه د افغان کډوالو په ويستلو او افغان حکومت يې هيواد ته د راستنولو او په هيواد کې د ځای په ځای کولو خبرې کوې؛ خو پاکستان په دې پروسه کې بريالی شو او د افغان کډوالو د ځورولو، مجبورولو او هيواد ته د ستنولو له پاره يې ټولې لارې چارې په کار واچولې او افغان کډوال يې دې ته اړ کړل، چې نور خپل هيواد ته ستانه شي. مګر افغان حکومت په خپله اراده کې ناکام او پاتې شو، ددې پر ځای چې خپلو هيواد والو ته د سرپناه له پاره ځای په ګوته کړي، د موقت اوسېدو له پاره يې هم پرينښودل او د شنه اسمان لاندې ژوند تيرول يې ورباندې په مرګ کړل.
تمه کيده چې افغانستان به خپلو ستنو شويو کډوالو ته ډير خدمات انجام کړي، د ستنو شويو افغانانو له پاره به د ژوند ټولې بنيادي اړتياوې حل کړي؛ خو خبره برعکس ده، هيواد ته د کډوالو د ستنېدو د بهير لا يوه میاشت نه ده پوره شوې، چې په اړه يې دغه ډول ناوړه او دردونکي خبرونه ترلاسه شول، ددې ترڅنګ ډيری افغانان خپلو کډوالو ورونو سره توپيري چلند کوي او داسې انګيري لکه بل هيواد نه، چې پردي خلک افغانستان ته ستانه شوي وي، چې داهم يو ډير ځورونکی حالت دی.



