د روانې جګړې اصل

اسامه وزیروال

ځینې خلک لګیا دي روانې جګړې ته مختلف نومونه ورکوي، د بطلان لپاره یې مختلف توجیهات لټوي او دلایل ورته تراشي

ماته تر ټولو عجیبه دا ښکاري چې یو مخالف فرد د روان مقاومت د بطلان لپاره د داسې چا له خولې استدلال کوي څوک چې مستقیما په طرف کې واقع وي

دلته د جوزف هټلر دا وینا ډېره وزنداره بریښي چې ویل به یې “د اشغال د تداوم لپاره ضروري ده چې مخالفین په پردۍ پالنه تورن کړئ، ولس یې له احتمالي اشغاله ووېروئ او خپل اشغال ته دوام ورکړئ”.

پنځلس پېړۍ وړاندې کله چې په مکه کې د توحید غږ پورته شو، خلک دګڼ شمېر بتانو له عبادته د یو ذات عبادت ته راوبلل شول او جاهلي رواجونه په سورخط کې واقع شول، ځینو خلکو بلا وجه مخالفتونو ته ملاوې وتړلې، د یو واحد ذات له عبادته یې انکار وکړ او د دغه امانتګر مؤحد غږ ته یې بلها توجیهات وتراشل

دقبېلې یو نوموتي مشر وویل چې سړی لېونۍ دی، بل یې وویل چې شاعر دی او په شاعرانه تخیلاتو کې ګډې وډې وایي

یوه بل غږ وکړ چې نه لیونی دی نه شاعر، په خبرو کې یې خورا زیات اثر دی، په ساحر به یې ونوموو

د دوی دمخالفتونو ستر علت دا وو چې د دوی ګټې ټکنۍ کېدلې، مشري یې له منځه تلله، واک ـ ځواک یو کشر او یتیم ته انتقالېده او هغه یتیم بیا الهي اوامر د دوی په خودغرضه غوښتنو مقدم بلل

دوی چې خپلې ګټې له خطر سره مواجې ولېدلې مخالفتونو ته یې پایڅې بډ وهلې او د خپل مخالف د بطلان لپاره یې له هیڅ قسم سپین سترګیو او درواغجنو تبلیغاتو ډډه ونکړه

د تبلیغاتو اثر دا شو چې د محمد (ص) نوم مبارک په لنډه موده کې تر لرې ـ لرې خپور او ډلې ـ ډلې خلک یې اطاعت ته پر ملا خم شول

مانا دا چې له هماغې راهسې دتمدنونو ټکر پیل او تر دې دمه د دواړو لوریو د پلویانو ترمنځ اخ ـ ډب دوام لري.

روانه جګړه هم د دوو ثقافتونو/تمدنونو جګړه ده، یا په بله مانا په شرق د غرب جګړه ده او هغه شرقیان چې په دې جګړه کې د غرب پر خوا ولاړ دي، په شرق کې د غرب د جګړې لپاره کرایه شوي دي، ځکه خو په دې جګړه کې دغلبې لپاره امریکا ټولې ممکنې لارې او وسایل وازمویل

تر بسه پوځي قوت، پرمختللې پوځي ټیکنالوژي، له ځانه جوړه کړې تش په نوم ملي اردو، اربکیان، قومې ملېشې، د امنیتي کمپنیو بې مسؤلیته جنګیالي، هره ورځ نوي مدني خوځښتونه جوړول او په کار اچول، غږئېزې، انځورېزې او چاپي رسنۍ او……

دا هر څه د دې لپاره وکارول شول چې د اندلس او د شوروي تر ښکېلاک لاندې هیوادونو په څېر افغان ولس هم د جهاد سره نا آشنا کړي او د ازادۍ او قربانۍ انګېزه ترې واخلي.

په پراخه کچه تبلیغات او د وسلو استعمال طالبانو ته کوم تاوان ورساوه؟

دا چې دطالبانو حرکت یې له یوې محدودې کُرې عالمګیر کړ، طالبان په نړیواله کچه مظلومان وپېژندل شول او ورسره د مرستې لپاره د نړۍ له هر ګوټ او هرې برخې څخه افرادي او مالي مرستې شروع شوې؟

که په رسنیو باور وکړو تنها همدا نن ورځ د اتیا او سلو تر منځ طالبان شهیدان شوي، خو ولې خلاصی نلري او لا زیاتيږي؟

ځکه چې طالبانو نړۍ ته جوته کړه چې دا جګړه د ترهګر او بشردوست تر منځ نه ده بلکې روانه جګړه د صلیب او هلال ترمنځ ده، د ظالم او د مظلوم ترمنځ ده، د غربي موډرنېزم او اسلامي تمدن تر منځ ټکراو دی او د مسلمان امت د معنویاتو د نړولولپاره ، نړیوال کفر اشر شوی

او دا جګړه به تر هغې دوام مومي ترڅو چې باطل د حق مخ ته په ګونډو شوی نه وي

څومره چې روانه جګړه دوام مومي، هومره د غرب خلاف نفرتونه زیاتیږي، مسلمان امت په خپل زخمي بدن د امریکایانو چړې او تورې درک کوي او په خلاف یې وسله وال مقاومت ته مخه کوي

که موږ مرو دوی هم مري، که زموږ کورونه نړیږي د دوی په سینو هم برچې ننوځي، څومره چې زموږ وینې بهیږي هومره نفرتونه د امریکایانو کاتې ته لویږي او همدا نفرتونه به د امریکا وجود د ځمکې له کُرې مسح کوي ان شاءالله العزیز

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button