ډاکټر مقدس
حصارک د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده، چي له تیرو لسو کلونو راهیسي يی لاره د وسله والو طالبانو له خوا بنده ده او دولتي مسوولین پري تګ راتګ نه شي کولای.
د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکی وايي، چې له تیرو دریو اونیو راهیسي په دې ولسوالۍ د وسله والو بریدونو شدت پیدا کړی او د ولسوالۍ شاوخو ۱۰ پوستې يي هم نیولي دي .
دوی وايي د دغي ولسوالۍ امنیه قوماندان او ولسوال په ولسوالۍ کي حضور نه لري او یوازې سرتیري له وسله والو طالبانو سره جګړه کوي.
بله خوا د دغي ولسوالۍ د انکشافي شورا رییس وايي، امنیتي وضیعت خراب دی،د ننګرهار د ولایتی شورا غړي هم د حصارک وضیعت اندښمن کړي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چي د وسله والو د ځپلو لپاره لاس په کار شي.
دوی وايی که حکومت دغلته د وسله والو د ځپلو لپاره اقدام ونه کړي د ولسوالۍ د سقوط سربیره به د کابل او لوګر ولایتونو ته هم ګواښ پیښ کړي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، امنیتي مسوولین په حصارک د روانو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او د وسله والو د ځپلو لپاره يي تازه دمي سرتیري استولي دي .
د سیمې اوسیدونکي وايي، له دریو اونیو راهیسې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونه پراخ شوي او یو زیات شمېر دولتي پوستې یې هم نېولې دي. د اوسیدونکو په وینا، پولیس شپه او ورځ له طالبانو سره په نښتنه اخته دي؛ خو امنیه قوماندان او ولسوال سیمه پرېيښې او تښتېدلي دي.
د حصارک ولسوال عبد الخالق رسنیو ته وویل، چې د تیرو اوونیو په جګړو کې تر دوه زره طالب وسله والو برخه لرله،خو حکومتي سرتېرو هم ناراستي نه ده کړې.
هغه وايي په دغه ترخه جګړه کې تر “پنځوسو ډېر طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي” خالق زیاتوي چې ۱۰ حکومتي پوستې لا د طالبانو سره دي.
” پنځه پوستې یې مخکې نیولې وې او پنځه اوس مخالفینو نیولي دي. اوس حالات بیخي خراب دي جګړه د ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا کې ده او که تازه قوه راونه رسېږي نو ولسوالۍ سقوط کوي”
ولسوال عبد الخالق زیاتوي چې پر ولسوالیو او اکثرو کلیو یې له تېرو دریو میاشتو راهیسې طالبانو لارې تړلي او حکمتي منسوبین نشي کولای تګ راتګ وکړي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي برېښنالیک کې ویلي وو، چې د حصارک ولسوالۍ پاتې سیمې هم طالبانو نیولي او ولسوالۍ له دوی سره ده ؛ خو اوس ویل کیږي چې د ولسوالۍ ودانۍ له حکومتي عسکرو سره ده او شاوخوا سیمې او پوستې لا هم د طالبانو په لاس کې دي.
په همدې حال کې د پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شيرین اقا وايي د حصارک د عملیاتو لپاره یې کمانډو ځواکونه ورلېږلي او که اړتیا شي نو نوره قوه هم سیمې ته ورلېږي، د دښمنانو د لمنځه وړلو لپاره مو هلته کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، هلته اوس هم عملیات دوام لري، د اړتیا پر بنا هره ورځ او د شپې له طرفه هوايي ځواکونه ګوزارونه کوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری هم د حصارک حالاتو اندېښمن کړی، دی وايي حکومت دې هوايي بمبارۍ زیاتې کړي.
په حصارک ولسوالۍ روانه جګړه له یوې میاشتې هم اوږده شوه؛ خو حکومت لا د ولسوالۍ پر ودانۍ روانه جګړه په شا نه ده تنبولې او ډیری سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.
په یادو نښتو کې طالبان او حکومتي چارواکي یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو دعوې کوي، حکومتي چارواکي وايي، چې په یوه ورځ یې په بمباریو کې ۶۹ وسله وال طالبان ووژل، د جګړې تر اوسمهال پورې حکومتي چارواکو دعوه وکړه چې تر ۱۵۰ ډیر طالبان یې وژلي دي؛ خو په یادو جګړو کې حکومت بیا د خپلو وژل شوو عسکرو شمیره نه څرګندوي.
بلخوا وسله وال طالبان بیا د خپلو ۲۶ ملګرو د وژل کیدو خبر ورکوي، دوی وايي چې په دې جګړو کې تر ۱۰۰ زیات پولیس، اربکیان او کومانډویان وژل شوي دي، طالبان وايي چې د دولت په بمباریو کې د عامو خلکو کورونه، مالونه او ولسي وګړي په نښه کیږي، چې همدا خبره بیا د سیمې اوسیدونکي هم کوي او وايي، چې د دولت له ړندو بمباریو یې ژوند تریخ دی.
طالبانو په یادو جګړو کې د یو زیات شمیر نظامي وسایلو د نیولو خبر هم ورکوي، چې په کې دهشه که ، پیکا، راکټ او ماشیندارې شاملې دي، د حصارک ولسوال عبدالخالق هم تائيدوي چې له نیول شوو پوستو څخه طالبانو یو شمیر درندې او سپکې وسلې نیولي دي.
داپه داسې حال کې ده چې د ننګرهار اچین، کوټ او هسکې مینې ولسوالېو یو شمېر سیمې څه موده وړاندې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له داعش پاکې شوې، خو د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو له یادو سیمو تکتیکي شاتګ کړی، چې اوس بېرته داعشیانو نېولې دي.

















