سرلیکنه
په داسې حال کې د پګواش بنسټ د سولې هڅې پیل کړي دي، چې دهیواد په ۳۳ولایاتوکې جګړه روانه ده او په ځینو ولایاتو کې خو یواځې ښارونه د دولت په نیمه ولکه کې پاتي دي نور د هیواد زیات ولایات او ولسوالۍ د دولت له لاسه وتلي دي، چې پدې حساب دا مهال ۸۰ سلنه خاوره کې د دولت واکمني نه لیدل کیږي.
د کندز او هملند ولایتونو څخه خو هره ورځ د دولتي سرتیرو تسلیمیدو اندیښنې ښودل کیږي، د یوې میاشتې په دوران کې د هیواد په ۱۳ولسوالیو کې مرګونې جګړې وشوې، چې بالاخره امریکایي پوځونه یو ځل بیا هلمند ته د افغان پوځونو ملاتړ ته راولیږل شول .
د کابل روان حالات د فاع وزارت مخې ته چاودنه او سرتیري بریدونه د دې څرګندویه دي، چې نور نه په ولایتونو کې د چا ژوند په امن دی او نه په مرکز کابل کې؛ ځکه د ملي حکومت په وس او توان کې نور امنیت ساتل پوره نه دي او نه به ېې په راتلونکې کې وساتی .
طالبان وایي، مونږ پر دولت خپل بریدونه زیات کړل دا به هم ورسره ومنو؛ خو په اصل کې طالبان په یواځې ځان د کابل په ښار او دفاع وزارت غوندې ځای ته په اسانۍ سره نه شي ورتلای ترڅو د پوځ په داخل کې وسله والو ته لار ورنه کړل شي، چې دا ټول هغه څه دی چې د دولت د چارواکو د اختلافاتو له امله رامنځ ته شوي دي.
په داسې حال کې چې د ولایتونو سره سره په کابل مرکز کې هم هره ورځ د چاودنو او سرتیرو پیښې رامنځ ته کیږي، د پګواش په نامه یوې موسسې د ملګروملتونو د یوناما تر سیوري لاندې یوځل بیا د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د حل هڅې پیل کړي دي.
د امریکا، پاکستان، چین او افغانستان د سولې د پرګرام د مخه چې په کابل او اسلام اباد کې ېې پنځه بې نتیجې غونډې وشوې، د پګواش غونډې د مخه پیل شوي دي، چې د پګواش په غوڼدو کې یو ښه والی شته هغه چې که څه هم ډیری په سوکه يي غونډې روانې دي؛ خو په هغو بنیادي خبرو بحث کوي چې هغه د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره لار پرانیزي.
د پګواش په غونډه کې دا هڅه کیږي، چې د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره یوه ځانګړی تګلاره برابره کړل شي، ترڅو دواړو خواو ته د منلو سره سره د هغوی لیوالتیاهم څرګنده کړي.
د پګواش په نوم یو کاناډاېې بنسټ، چې د هیواد د ۲۴ولایاتو څخه ېې د دیني علماء قومي مشرانو، سیاستوالو، مدني فعالانو، دپوهنتونواستادانو، دپارلمان دغړو څخه ېې نظریات راغونډکړي دي ترڅو یوې بین الافغاني غونډې ته زمینه برابره کړل شي.
د پګواش د غونډې یو بل ښه والی دا دی، چې هغه د سولې په اړه څه کوي د دواړو خواو دولت او طالبانو د نظر د اخیستلو وروسته پرې کارکوي هغه څه نه رامنځ ته کوي چې د غونډې په جریان کې پرې د نظر اختلاف رامنځ ته شي.
د پګواش غونډې ته افغان ولس پدې ښه نظري دي، چې د خبرو د کامیابۍ لپاره د اوربند غوښتنه کوي، چې دا د پګواش په وسیله د مزاکراتو د کامیابۍ غوره لاره ده ترڅو چې په یوه هیواد کې اوربند نه وي اعلان شوی د جګړې او با رودو په لمبوکې هیڅ وخت سوله نه شي رامنځ ته کیدای.
افغانان هم د پګواش څخه یوه همدا هیله کوي، چې د افغانستان دقضیې د حل په موخ امریکايي طرحې وړاندې نه کړي، بلکې باید په یوه افغاني طرحو کار وکړل شي تر څو په ریښتوني توګه د یو سوله اییز حل لپاره لاره پرانیستل شي.
د پګواش لخوا د مخه هم د سولې غونډې شوي دي، چې تیرکال د مۍ میاشتې په ۲-۳په قطرکې دوه ورځنی سیمنار د افغانستان د سولې په اړه د پګواش لخوا جوړشوی و.
پګواش د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره ۱۷ماده ییزه طرحه لري؛خو بیاهم پګواش په نظرکې لری چې په دې ۱۷مادو کې په نورسمون هم کار وکړي .
پګواش د تیرې مۍ په میاشت کې په قطرکې دوه ورځنی سیمنار په افغانستان کې د سولې په موخه جوړکړی و، په هغې کې د طالبانو په نمایندګۍ د ملاعباس ستانکزي په مشرۍ او دشهاب الدین دلاورپه ګډون ۸ تنو، له کابله ورغلو د لینا شینوارې په شمول څلورو ښځو د ډاکټرفاروق اعظم، سیداسحاق ګیلاني، وحیدالله شهراني، انوارالحق احدي په ګډون ۱۹کسانو برخه اخستې وه .
د حکومت او طالبانو لخوا چې په ولایتونو کې همدا مهال جګړې روانې دي، طالبان تعرضي بریدونه او دولتې امنیتی ځواکونه خپله دفاع کوي، چې وخت په وخت د ولایتونو د سقوط راپورونه هم ترلاسه کیږي.
تیره ورځ چې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال محمدخان ا و امین جان اغا ترمنځ لیدنه وشوه، محمدخان څو وارې په وینا کې د سولې یادونه وکړه، افغان ولس نور د جګړې دوام نه شي برداشت کولای، دپګواش لخوا وي او یا که نورومنځګړو اسلامي هیوادونو لخوا د یوې داسې سولې زمینه برابره شي، چې د افغانستان پرخاوره نور د جګړې د اورلمبی مړې او د سولې او امن فضا رامنځ ته شي.

















