افغانستان او پاکستان دې په ترخو اړیکو د ولسونو ژوند نه تریخوي

سرليکنه
د۲۰۱۶میلادي کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مخ پر خرابېدو روانی دي، چې د دواړو هېوادونوترمنځ د۱۹۶۲مېلادي کال راپدېخوا دپېل شوې سوداګرۍ ته تاوان ورسېده، افغان سوداګروته له کراچۍ څخه ترکابله پورې دلارې دستونزو له امله دسوداګرۍ د مالونوانتقال تاواني تمام شو.
افغانستان او پاکستان چې د مخه ېې هم وخت په وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د یوڅه وخت لپاره خرابې شوې یوځل بیا دروان کال په نیمایي کې وروسته له هغې خرابې شوې چې دکابل ادارې د هندسره د جهاد په دوران کې سړې شوې اړیکې بیا تازه کړې .
دسیمې د سیاستوالو په اند د تېر جون مياشت په نیمایي کې پاکستان د تورخم لاره د هندسره د چابهار بندر په ځواب کې وتړله او له هغې ورځې چې په تورخم کې د پاکستان لخوا د دروازې په جوړولو د دواړو خواو ترمنځ درې ورځې جګړه وشوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیاتې خرابې شوې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې د مخه هم سیاسي اړیکې خرابې شوي دي د حکومتونو د سیاسي تاوتریخوالي له امله دواړو افغان او پاکستاني اولسونوته تاوانونه رسېدلي دي.
اوسني حالات هم د تېر په څېر روان دي، چې په ځانګړې توګه د افغانستان شرقي ولایاتو او د خیبرپښتونخوا پښتنوته زیات اقتصادي تاوانونه ورسېدل.
پاکستان د تېروڅلوروکلونو راپدېخوا افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو موده درې ځلې وغځوله، ترڅو خپل هېواد ته په خپله خوښه او اسانۍ سره ستانه شي.
خو د روان کال په پیل کې چې ېې افغان کډوالو ته د خپل وطن ته د ستنیدو وويل، په تدریجي ډول ېې د ستنیدا بهیر روان وو، خو د تورخم د لارې تړلو افغانانو ته ستونزې راولاړې کړې، چې بالاخره ېې په یوه اتفاق خپل وطن ته د ستنېدو بهیر ګړندی کړ.
په ښکاره خو نه پاکستاني او نه افغاني چارواکي د خپلو اړیکو د خرابوالي لاملونه جوتوي، خو داسې ښکاري چې هند ته دافغاني چارواکو ګرمو منډو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترخې کړي دي، چې تاوان ېې د دواړو هېوادونو ولسونو ته رسیږي .
افغان دولت تېره ورځ اعلان وکړ، چې وروسته تردې به پاکستاني لاریو- موټرو ته منځۍ اسیاته د سوداګرۍ د مالونو د وړلو اجازه ورنه کړي،که د دې اعلان په مقابل کې پاکستان غبرګون وښيي بیابه هم د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو اولسونوته تاوانونه ورسیږي .
اشرف غني په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د برطانيې ځانګړي استازي سره په لیدنه کې داقتصادي ستونزوڅخه د راوتلوپه اشارې سره وویل:
هېواد یې نور په وچه کې ایسار نه دی او اوس د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره څو ترانزیتي لارې لري.
دکراچۍ له لارې د ترانزیت په برخه کې د افغان سوداګرو دبیا، بیا شکایتونو وروسته افغانستان حکومت د ورته ګام پورته کولو ګواښ کړی دی او وایي که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې پیدا کوي، افغانستان پاکستاني سوداګروته د ورته غبرګون د ښودلو حق لري اوپرې به نږدي، چې په سوداګریزو توکو بار لارۍ د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیاته لاړې شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې د مخه هم اړیکې ترخې شوي دي له یوڅه مودې او پلاو په تګ راتګ بیاخپل عادي حالت ته راګرځیدلي دي اوس هم باید د دواړو هېوادونو چارواکي په خپلو کمزورو سیاستونو سره د اړیکو په تریخوالي د دواړو اولسونو ژوند تریخ نه کړي.



