ايران يوځل بيا له افغانانوسره صفوي دښمني تازه کړه

تيره ورځ رسنيوپه ايران شيرازکې دايراني پوليسو لخوا افغان کډوالو سره دانسانيت خلاف هغه ناروا سلوک نه پرده پورته کړه کوم چې په صفوي دوره کې دافغانان او ايرانيانو ترمنځ به جګړوکې ايراني واکمنو دافغاني زندانيانوسره کاوه .
دايران د شيراز پوليسو په يوه نندارتون کې يوشمير افغان ځوانان چې دايراني پوليسو په وينا په غيرقانوني ډول ايران کې ميشت و هغوې ېې نيولي او په ډيره بې شرمانه توګه ېې په فلزي پنجره کې په تړلو سترګو زنداني کړي دي او هم ېې نندارچيانو ته وښودل چې ايراني پوليسو دخپلو عملياتوپه دوام کې افغانان نيولي او زموږ سره بنديان دي .
دايراني وحشي پوليسو دغه غيرانساني عمل چې ترګوانتناموزيات غيرانساني سلکو وسره کيده ديوشمير بشردوستو او زړه خوږو کسانو لخوا پرې غبرګون وښودل شو.
دشيرازپوليسو په وينا ددې افغان ځوانانوسره دمخدره موادو توکي نيول شوي او هغه يي هم ننداري ته وړاندي کړل چې ګويا دوي دايران دقانون خلاف په عمل سرته رسولو سره په فلزي پنجروکې ساتل کيږي.
دايراني پوليسو لخوا افغانانوسره د دغه غيرانساني عمل يواځې داننداره نه ده بلکه ددې دمخه هم ايراني وحشي پوليسو دافغان کډوالو سره ورته چلند کړ ی دي.
درې کاله وړاندي ايراني چارواکو دکورنيوچارو وزرات ته امر کړی و چې افغان کډوال نور په ايران کې داوسيدا حق نه لري او دهغوي اولادونوته بايد نور په ايراني مکتبونو کې د داخلي حق ورنه کړل شي چې ايراني پوليسو د درې کالو راپدېخوا په زرګونوافغان زده کوونکي په ايران کې دعلم له زده کړي محروم کړل.
تيره ورځ چې په رسنيوکې دايراني پوليسو دوحشت خبر خپور کړل شو يواځې دانه چې افغانانو پرې غبرګون وښود بلکه خپله يوشمير ايرانې سياستوالو هم دايراني پوليسو دغه غيرانساني عمل وغانده.
ايران تل افغانانو سره غيرانساني سلوک کړی خو کله چې ايراني چارواکي افغانستان په سخت حالت کې راګير وګوري په غيرانساني عمل لاس پوري کړي .
ايران وليدل چې له پاکستان افغانستان ته دکډوالو بهير را مات دي او افغان دولت اوس له ايرانه دستنيدونکو افغانانو پالنه نه شي کولای نو په ايران کې ېې په افغان کډوالو خپل وحشت ته لاس واچاوه.
دايراني پوليسو دغه غير انساني عمل ديوې خو ا دغندلو او دبلې خوا دکرکې او نفرت وړ په دې دى چې افغان نيول شوي ځوانان ېې په فلزي پنجروکې دنندارې لپاره په پټوسترګو تړلي وو چې دهغه سعدي شيرازي دښار وحشت ېې نړۍ ته څرګندکړ دکوم سعدي شيرازي چې په علمې کچه صفت کيده .
ايراني پوليسو دخپلو چارواکو په امر دافغان کډوالو سره هغه صفوي دښمني تازه کړه کومه چې شا اشرف افغان پادشاه ايرانيانوته دخپل افغانيت زورښودلاى و خو ايرانيان دي داپه ياد ولري چې داکوم افغاني کډوال ځوانان دوی نن ورځ په فلزي پنجرو کې دشيراز دنندارچيانو مخې ته تړلي سترګې کښينولي دي دا دهغه افغانانو اولاد دي چې پرصفويانو ېې دايران په مازنداران کې حکومت کړی او ان شاء الله هغه ورځ راتلونکې ده چې افغانان به يوځل بيا دخپلو نيکونوپه څير ايراني صفويانو ته دسرپه کاسه کې اوبه ورکړي .
ايران بايد دافغانستان سره دخپل ګاونډيتوب له مخې انساني رويه ولري او دافغانستان سره په سخت وخت کې بايد دخپل ښه ګاونډيتوب حق اداکړي نه داچې ديوې خو افغان مظلوم اوبې دفاع ولس دناټو دوحشي بمباريو په اورکې سوزي او دبلې خوا پري ګاونډيان دخپل وحشت صفوي ياد تازه کوي



