یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د نړۍ پای (نهمه برخه) – دقیامت یوولسمه نښه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 23, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

۱۱ د دروغژنو مدعيانو د نبوت ظهور

د قيامت له نښانو څخه د داسې دجالي او دروغژنو خلکو ظهور هم دی کوم چې د نبوت دعوه کوي او د خپلو خرافاتو او باطلو خبرو په ذريعه فتنه پيدا کوي، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  امت ته خبر ورکړی چې د همدغو دروغژنو مدعيانو شمير ديرش (۳۰) ته نږدې دی، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي :

)لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ قَرِيبًا مِنْ ثَلَاثِينَ كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللَّهِ(

ژباړه :

قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې ديرشو ته نږدې دروغژن دجالان پيدا نشي، په هغوی کې به هر يو دا دعوه کوي چې دی د الله رسول دی ([1] ).

دا نښانه هم ظاهره شوې، په پخوانۍ او اوسنۍ زمانه کې دنبوت ډير دروغژن مدعيان مخته راغلي، هيڅ بعيده نه ده چې له لوی دجال (الله تعالی دې مونږ ټول د هغه له شر څخه وساتي) څخه مخکې مخکې د نبوت يو څه دعواداران راشي، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يوه ورځ خطبه وئيله وې فرمايل: په الله قسم! قيامت نه قايميږي تر څو چې ديرش دروغژن دجال ظاهر نشي، په دې سلسله کې آخيري کړۍ د مسيح دجال ده ([2] ).

حضرت ثوبان رضی الله عنه روايت کوي چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې زما د امت يو شمير قبايل دوباره له مشرکينو سره يو ځای نشي او هغوی د بتانو عبادت ونه کړي، زما په امت کې به ديرش دروغژن ظاهر شي او په هغوی کې به هر يو ګمان کوي چې نبي دی، حلانکه زه خاتم النبيين يم، له ما وروسته هيڅ نبي نشته ([3] ).

همدا شان په يوه بل حديث کې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د اوه ويشتو (۲۷) د نبوت د دروغژنو مدعيانو خبر ورکړی، په هغوی کې به څلور ښځې وي، په هغوی کې به هر يو دعوه کوي چې هغه د الله رسول دی.

سيدنا حذيفة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : زما په امت کې به اوه ويشت دروغژن دجال، د نبوت مدعيان به پيدا شي، په هغوی کې به څلور ښځې وي، زه خاتم النبيين يم، له ما وروسته هيڅ نبي نشته ([4] ).

د دغو خلکو لوی شمير په ماضي کې ظاهر شوی.

(۱) د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د ژوند مبارک په آخيري ورځو کې په يمن کې اسود عنسي له اسلام څخه مرتد شو او د خپل ځان د نبي کيدو اعلان يې وکړ، د ده ارتداد په عهد رسالت کې واقع کيدونکی تر ټولو اولين ارتداد دی، د هغه جنګي ملګرو په دريو يا څلورو مياشتو کې پيش قدمي وکړه او د يمن په ټولو سيمو يې قبضه وکړه، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د يمن مخلصو مسلمانانو ته پيغام وليږه چې دغه دروغژن دجال قتل کړي، هغوی د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  حکم ته لبيک وويل او د هغه د ښځې په مرسته يې هغه وواژه، د هغه ښځې پر الله تعالی او د هغه پر رسول  صلی الله علیه وسلم  ايمان درلود، اسود د همدغې ښځې ميړه قتل کړ او په زور يې له هغې سره واده وکړ، د هغه له قتل سره سم په يمن کې اسلام او اهل اسلام په غلبه کې شول، د يمن مسلمانانو دغه ټول روداد نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ته ليکلي ور وليږل مګر الله تعالی هغه ته د شپې د وحې په ذريعه خبر ورکړ او نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  يې سره له ټولو صحابه ؤ   رضی الله عنهمله ټول صورت حال څخه خبر کړل، د دغه دروغژن سړي د نبوت زمانه يواځې دری يا څلور مياشتې وه.

[1]  – صحيح البخاری، المناقب، حديث : ۳۶۰۹.

[2]  – مسند احمد : ۵/ ۱۶.

[3]  – سنن ابی داؤد، الفتن والملاحم، حديث : ۴۲۵۲، وجامع الترمذی، الفتن، حديث : ۲۲۱۹، وهو حديث صحيح.

[4]  – مسند احمد : ۵/ ۳۹۶، والطبرانی فی المعجم الکبير : ۳/ ۱۷۰.

مخکینې مطلب

د پاریس ښار یوه مسجد ته یو کوچنی ماشوم ورننوت!!

بل مطلب

حکمتیارته د شهید د روح فریاد

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com