حکمتیارته د شهید د روح فریاد

سالارشینواری:
ای مشره !
که چرته دهدیرې په لاره راغلې او زمادقبرجنډه دي په نظرراغله نو دومره ځان سره اووایا چه ستا وینوسره مې غټ خیانت وکړو.
اې مشره !
که چرته د زما د قبرشنختې وکتلې نوخیردی سترګی ټیټی کړه او دومره اووایاچه بس شمشتو خاورې نور داوسیدو اجازه نه راکوله.
اې مشره!
که چرته دارګ پستوچوکیونه زمونږ د بمبارشوې کلی په لور راغلې او زما بوډۍ مورکۍ درنه پوښتنه وکړه چه امیرصیب ! زمابچی وینو رنګ راوړو کنه؟
نوستا ځواب به په دغه وخت څه وی؟
ای مشره !
که چرته دي د کابل دماڼېو اوبنګلو نه د زړه موړ شواو زمونږد کچه آبادۍ طرف ته په سیل راغلې او په لاره کښې درنه زما وړې یتیمې لور چه شلیدلې جامې به یې په تن وی درنه اوپوښتل: چه زما کاکا وینې دپه چا اوپلورلی ؟
نو ستاځواب به په دغه وخت کې څه وی؟
ای مشره !
ستاد ارګ مفتیان اومولیان خو مونږ ته دمردار لقب راکوی ته اوس ماته کوم خطاب کوې؟
ماخو تاسره ډیرې په نهره شپې صبا کړي دي
ماخو تاسره ډیرې ولګي تندي زغملي دي
ما اوتاخو دهجرة شپې صبا کړي دي.
اوس په جهر راته اووایا چه زه شهید یم که مردار؟
اخرکښی خپلو وارثانو ته دا وایم چه زما له قبره دا شین بیرغ لري کړئ ځکه زه خپلو شهیدانو ملګرو کښې شرمیږم



