(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۶) الماس خدرخېل
په افغانستان کې به ډېر ژر خصوصي شرکتونه د اوبو برېښنا د تولید په درېیو پروژو کار پیل کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، چې ډير ژر به د خپلو اوبو د مهارولو لپاره له خصوصي شرکتونو سره عمده قراردادونه وکړي.
د وزارت مرستيال امان الله غالب ازادۍ راډيو ته وويل: په هيواد کې د ننه د ۳ سترو پروژو د پيل په اړه د خصوصي شرکتونو سره هوکړه شوې او ډېر ژر به دغه قراردادونه لاسليک شي.
امان الله غالب ازادۍ راډيو ته په خپلو څرګندونو کې وويل “تر اوسه له خصوصي سکټور سره د ۳ پروژو قرارداد یا شوی یا هم کېدونکی دی. د مزار شریف د ۵۰ مېګا واټه برق د تولید پر پروژه به غضنفر ګروپ پانګونه کوي او نړیوال بانک به همکاري ورسره کوي. د کجکي پر بند به د ترکیې ۷۷ شرکت پانګونه کوي او د سروبي د ۱۸۰ مېګا واټه برق پروژه ده چې په خیر ډېر ژر بهیې کار پيل شي.”
امانالله غالب زیاته کړه: “موږ غواړو چې زیاتې خصوصي کمپنۍ چې د افغانانو دي، رامخکې شي او قراردادونه ورسره وکړو او له ګاونډیو هېوادونو د برق د اخیستلو پر ځای، د اړتیا وړ برېښنا له افغاني شرکتونو وپېرو. په دې ډول به د افغانانو لپاره کارونه زیات شي، اقتصادي وده ورسره ښه کېږي او زموږ د برق امنیت هم تأمینولائ شي. په دې ډول به زموږ پر خپلو اوبو، زموږ مدریت هم زیات او ښه شي.”
ښاغلي غالب ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې په کونړ کې د اوبو پر دوو بندونو “سورتاق” او “څاګۍ” چې په مجموعي ډول د ۱۲۰۰ مېګا واټه برېښنا د تولید توان به ولري، غور روان دی او د سروې تر بشپړېدو وروسته بهیې قرارداد خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.
نوموړی وایي، چې د کونړ پر سیند د یو بند د جوړوېدو وړاندېز ورته پاکستان هم کړی دی.
هغه وويل، چې د کنړ بند تر جوړېدو وروسته به افغانستان د دې وړتيا ولري چې د پاکستان ځينو سيمو ته برېښنا ورکړي.
بايد وويل شي، چې د افغانستان له اوبو ګاونډي هېوادونه ګټه پورته کوي، چې افغانستان د اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ اسیا له ځېنو هېوادونو ترلاسه کوي.


















