تبصره
د ملي حکومت دا دی دوه کاله پوره شول چې محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله د حکومت د دوام لپاره په یو لړ موضوعاتو تړون لاس لیک کړی و؛ خو تر اوسه پورې ددې لاس لیک شوي تړون کومه برخه عملی نه کړل شوه.
د تیر یو نیم کال اختلافاتو او بیا وروسته له څه مودې د اشرف غنی او عبدالله د لیدنی داسې بریښي چې په خپلوکې یې د سیاسي حکومت له پیل چې کوم ویش کړی و اوس د هغه ویش پر سر په خپلو کې سره معامله ضرور کوي او د ولس غوښتنې یې په بشپړه توګه شاته غورځولې دي.
د ملي حکومت د لاس لیک شوي تړون یوه برخه د بریښنایي تذکرې ویش و چې تر اوسه پورې د سیاسي اختلافاتو له امله حکومت د تذکرې په ویش نه دی بریالی شوی.
په لومړیو کې چې ډاکټر عبدالله او اشرف غني سره نه جوړیدل، جان کیري د واک پورې یوه لکۍ ورته وتړله چې اشرف غنی یې ولسمشر او عبدالله ېې اجرائیه رئیس کړچې دا پوسټ د افغانستان په اساسي قانون کې ځای نه لري؛ خو عبدالله یې د اشرف غني د حکومت یوه لکۍ وبلله او سره یې جوړکړل.
په تړون کې د بریښنایي تذکرو ویش فني او تخنیکي ستونزو سره مخ شو، دا فني او تخنیکي ستونزې په سیاسي ستونزو بدلې شوې او ان تردې ورسیدې چې د بریښنایي تذکرو یا پیژندپاڼو ویش یې د اوږد خنډ سره مخ کړ.
ددې حکومت د جوړولو په سیاسي تفاهم لیک کې د اصلاحاتو په جدول کې راغلي وو، چې د ۱۳۹۳ کال د د وږي په ۲۹ نیټه باید د دغه تفاهم لیک ټول منل شوي مواد پلي شي، خو د حکومت په څیر چې اجرائیه ریاست یې د لکۍ په توګه ومنل شو تذکرې هم لکۍ وکړه، چې ورسره یوه بله پیژندپاڼې ته ورته پاڼه د لکۍ په توګه ورسره وتړل شوه، چې د چاپ وروسته به افغان ولس ته وویشل شي. اوس ددې لکۍ د منلو او نه منلو په خنډ ترکال زیات وخت واوړید.
د ملي یووالي حکومت ته ولس زیاته تمه درلوده چې یوڅه به وکړي؛ خو دې حکومت بې له دې چې په خپلو کې یې چوکۍ سره وویشلې او لا یې ویشي بل هیڅ نه دي کړي.
په پښتوکې یومتل دی کوم کار چې نه تمامیږي ویل کیږي دې کار لکۍ کړیده ، په افغانستان کې به تر اوسه پورې دا ډول لکۍ داره حکومت چا نه وي لیدلی، چې یو دې رئیس جمهور او بل دې ورته اجرائیه رئیس (لکۍ)وي که حکومت لکۍ داره نه وای تذکرې به یی هم لکۍ نه وای پیداکړی.
د اجرائیه ریاست لکۍ د اشرف غني ولسمشري هم ترسوال لاندې راوسته، چې د سیاسي تفاهم لیک په نه عملي کولو کې دا څرګنده شوه چې اشرف غني سیاسي مشروعیت له لاسه ورکړي او د حکومت لکۍ اجرائیه رئیس عبدالله حقوقي مشروعیت نه لري.
که څه هم د حکومت لخوا د یوشمیر کارونو د سرته رسولو دعوه کیږي؛ خو نه د حکومت لکۍ له منځه تللی او نه د تذکرې، دواړو لکیو د حکومت مشروعیت او فعالیت تر سوال لاندې راوستی دی.
مونږ چې څوک ډیر بې عقله وګورو او کارونه ترې خراب شي ورته وایو یوه لکۍ ېې نشته نورټول پوره دی، یا کوم کار چې سرته نه رسیږي هم ورته وایو لکۍ ېې کړې ده، ځکه دا هم وایو چې د لکۍ داره حکومت تذکره هم لکۍ داره شوه الله دې خیرکړی چې سره د لکۍ به وویشل شي او که لکۍ به ترې خوڅه کړي.
د حکومت په تفاهم لیک کې د بریښنایي تذکرې ویش، د اساسي قانون تعدیل، د صدارت پوست جوړول او د نظام اصلاحات راوستل وو چې که لږ نور وخت هم تیرشو د تذکرې په څیر به دا نور کارونه هم په نه پلي کولو لکۍ وکړي.


















