حکمتيار ته پرانستی ليک

داکتر اسماعيل نيازی

سلام پر هغو چې د الله د کليمې د لوړولو لپاره جنګيږي.

درود پر هغو چې پر ټولې نړۍ د قران حاکميت غواړي او په دې لار کې هرې قربانۍ ته حاضر دي. سلام او درود پر هغو چې په هيڅ حالت کې هم له دښمن سره هيڅ ډول سازش ته غاړه نه ږدي.

تر هر څه د مخه بايد ووايم چې دا هر څه درته ليکم د يو خواخوږي په صفت يې درته ليکم او هغه ځکه چې ما په خپل ژوند کې چې له الله جل جلاله، پيغمبر(ص) او د الله جل جلاله په لار کې تر جهاد وروسته د ايمان تر پولې له چاسره مينه کړې هغه مې پلار جان، مورجانه، ته، انجنير عبدالصبور نصرتيار، مولوی صيب شاه محمد او پيرمحمد کاروان دي.

 ما د خپل عمر په څوارلس کلنۍ کې له تاسو سره بيعت کړی دی او د حزب اسلامي مرام ته تر همدغې لحظې چې تاسو ته دا ليک ليکم احترام لرم او د ژوند تر پايه به ترې د سر په قيمت دفاع کوم او د دغه مرام د تحقق او ترسره کيدو لپاره هرې قربانۍ ته حاضر يم او د يو رعيت په صفت دا زما حق دی چې خپل امير ته حقايق ووايم هغه هم د حضرت عمر رضی الله عنه د دې سنت په تازه کولو، چې خلکو ته يې د خپل خلافت په وخت کې وويل: ای خلکو که زه بې لارې شم او د الله لار پريږدم نو تاسو به له ماسره څه کوۍ؟ يو کس ورپسې جګ شو او ورته يې وويل چې ای د خطاب زويه په دې تورې به دې سم کړم. نو الله تعالی دې تاته د حضرت عمر رضی الله عنه په شان صبر، حوصله او زغم درکړي چې په سړه سينه د خپل رعيت خبرې واورئ او غوږ ورته ونيسئ.

زه غواړم لومړی تاسو ته ستاسو ځينې ويناګانې او د قران پلوشې تفسير کې چې د تصحيح دنده يې زما په غاړه وه او زياته برخه يې ما تصحيح کړې ده د ځينو ايتونو تفسير او شرحه چې ستاسو په خپل قلم ليکل شوی ستاسو مخې ته کيږدم.

۱ـ هغه وخت چې ته په چهار اسياب کې اوسيدې او داخلي جنګونه وو نو د علماو يو وفد د منځګړيتوب لپاره تاسو ته راغلی و، تاسو هغوی ته د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل(که زر کاله هم په ما همدا حالت وي او ټوله نړۍ مې مخالفت ته ودريږي تر څو چې په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام نه وي قايم شوی زه به وسله په ځمکه کينږدم او له سنګر څخه به پورته نه شم) زه فکر کوم چې د افغانستان دغه موجوده نظام خو نه شرعي نظام دی او نه هم قران پکې حاکم دی، نور خو يې لا څه کوې چې په محاکمو کې يي هم قران حاکم نه دی او نه پکې په ما انزل الله حکم او فيصله کيږي.

۲ـ هغه وخت چې په الجزاير کې اخوان المسلمين ګوند د حکومت دوه ثلثه چوکۍ لاسته راوړې او حکومت يې جوړ کړ نو امريکا پوځ تحريک کړ، چې کودتا وکړي او کودتا وشو نو تاسو د همدې خبرې يادونه په يوې جلسې کې وکړه او ومو ويل(امريکا د اسلام تر ټولو ستر دښمن دی الله(ج) خو همداسې فرمايي: (و لن ترضی عنک اليهود و لن نصری حتی تتبع ملتهم) او د همدغه ايت په تفسير کې دې وويل(چې له تا نه به راضي نه شي ای پيغمبره دا يهود او نصری تر څو يې د خواهشاتو تابعداري ونه کړی او امريکا په هغه چا اعتماد کوی چې فاحش، مفسد او بد اخلاق وي).

۳ـ نن خو هماغه امريکایان په افغانستان مسلط دي او جنګي الوتکې يې په افغانانو بمونه وروي، افغانستان د امريکا تر نظامي يرغل لاندې دی نو ولې مو له داسې يو نظام سره سولې ته غاړه کېښوده چې ټول اختيار يې د امريکې په لاس کې دی او د امريکا د سفارت له خوا اداره کيږي او چارواکې يې په خپلو څرګندونو کې په مکرر ډول امريکا او ناټو ته خپل خارجي دوستان وايي. اوس نو د الله ج، پيغمبر ص او مومنانو دښمن په دوستۍ نيول له الله سره دښمنی نه ده؟. بيا خو که خبره د سولې وای نو سوله خو له ډاکټر نجيب سره په کار وه کله چې هغه د مصالحه ملې اعلان وکړ نو نه روسان په افغانستان کې ول او نه هم د روسيې سفارت په افغانستان کې و او نه هم افغانستان د خارجيانو تر نظامې يرغل لاندې و او د دې نظام تر چارواکو خو ډاکټر نجيب ډېر په وطن ميئن ، ملت او ملې ارزښتونو ته وفادار و او که له نجيب سره سوله شوی وای نو نه به دا وطن له داسې ناورين سره مخ شوی و او نه به د دې وطن ملې شتمني غارت شوې وې.

۴ـ د قران پلوشې په تفسير کې د آل عمران سورې د 28 ايت په شرحه کې دې ليکلي،(مومنان به يواځې له مؤمنانو سره دوستي کوي، له دوی پرته به نور خلک دوستان نه ګڼي، له کافرانو سره به دوستي نه کوي، هر څوک چې له کافرانو سره دوستي وکړي نو خپلې ټولې اړيکې يې له الله(ج) سره شلولې دي، د الله(ج) له حزبه وتلی، نه د الله(ج) د دين په حلقه کې دی او نه يې له الله(ج) سره کوم تعلق پاتې دی).

د قران عظيم الشان د دغه ايت په رڼا کې دغه کار څنګه ارزوۍ او په کومه سترګه ورته ګورۍ چې اخروي پايلې به يې څه وي؟.

۵ـ د قران پلوشې په تفسير کې د آل عمران سورې د 195 ايت په شرح کې دې ليکلي،(د الله په لار کې له کړاوونو سره مخامخ کيدل د تمحيص او د ابرارو مقام ته د رسېدو سبب دی، د الله په لار کې جنګيدل د هغو الهي وعدو د ترسره کيدو ضامن دی چې الله(ج) د خپلو پيغمبرانو له لارې له مومنانو سره کړې دي، شهادت د قيامت د ورځې له رسوايۍ نه د نجات ذريعه ده.

 د دې ايت په رڼا کې دې هغه اشخاص او ډلې خپله عقيده، ايمان، تګلاره او اخروي پايله وڅېړي چې له باطل سره روغه جوړه کوي، د کفر تر سلطې لاندې ژوند کوي، په تګلاره کې يې د هجرت، جهاد او شهادت صيغه نشته دی، د دښمن واکمني مني او دښمن د ده وجود زغمي، نه دی له کفري ځواکونو سره جنګيږي او نه هغوې د ده په خلاف د جنګ ضرورت احساسوي، دوی مه ابرار ګڼه او نه د جنت حقدار، دوی په هغو کسانو کې شامل نه دي، چې الله ورسره دوه وعدې لري، د ابرارو مقام ته به يې رسوي او جنت به يې په برخه کوي)، ايا دغه روغه جوړه د دې ايت مخالفت او د الله د صريح حکم خلاف عمل نه دی؟، ايا دغه روغه جوړه ډېر بد، ذليل، سپک او له رسوايي ډک اخروي عواقب او پايله نه لری؟.

۶ـ د قران پلوشې تفسير کې د النساء سورې د 75 ايت د ترجمې لپاره دې د پيغمبر عليه السلام په يو حديث استناد کړی او ليکلي دې دي چې،(د دې مبارک حديث په رڼا کې راشئ وګورو چې د اسلامي ملکونو په موجوده نظامونو کې د کار کولو حکم څه دی، که د داسې امراوو او حاکمانو تر قيادت لاندې له حکومتي کارونو نه منع شوې وو چې يواځې دوه عيبه لري شرير او مفسد کسان ځانته نږدې کوي او لمونځ له خپل وخت نه لږ ځنډوي نو په هغو حکومتونو کې د کار کولو حکم به څه وي چې چارواکې يې د کفري ځواکونو په لاس مسلط شوي، په ما انزل الله حکم نه کوي، په فساد، بې دينۍ، غدر او خيانت کې تر ستونې غرق دي، د دين، ايمان او اخلاق د جرړو د ايستلو لپاره له هيڅ څه ډډه نه کوي، سود او قمار حلال ګڼي، د شرابو بازار يې ګرم کړی، رقص، سرود، د ښځې او نارينه اختلاط د دوی د هر محفل لوازم دې هغه هم په څرګند او بربنډه توګه او د ټلويزيون په صفحه کې).

ايا په داسې نظام کې چې پورتني ټول ذکر شوي شيان پکې په ښکاره او څرګند ډول ليدل کيږي، شريکيدل او د داسې نظام په خوا کې ودريدل د دې مبارک حديث خلاف عمل او څرګند مخالفت نه دی؟

 زما خو درته د يو خواخوږۍ په صفت مشوره داده چې له دې کار څخه تېر شه او هغه فرصت طلب ملګري دې چې که هغه ستا نږدې خپلوان دي او که نور چې ته يې دې کار ته تشويق کړی يې دوی خو هسې هم دا ۱۵ کاله چا په ښکاره او چا په پټه له دې نظام نه امتيازات ترلاسه کړي زامن او نږدې خپلوان يې د همدې نظام په بورسونو کې اروپايي او ګاونډي هيوادونو ته د تحصيل لپاره ليږلي او خپله له همدې نظام نه هره مياشت په لکونو افغانۍ په يوه نامه او بله نامه اخلي؛ خو هغه مجاهدين چې دا ۱۵ کاله يې په امريکايانو او صليبي ځواکونو په افغانستان کې سر وګرځوه او د تېښتې لاره يې ورباندې ورکه کړه، د هغوې ورونه او زامن له تعليم نه پاتې دي، پلرونه او ورونه يې بنديان دي، کورنۍ يې لوږې تندې تيروي؛ خو دغه بې غيرته او بې همته يې نه د سپين ږيرې پلار پوښتنه وکړه او نه يې هم د ورور او زوی.

دغه فرصت طلب او بې همته چې ټول ټول عمر يې د حزب اسلامي بيت المال خپل شخصي ملکيت ګڼلی، د شهيدانو، بنديانو، کونډو، معلولينو او يتيمانو حق يې خوړلی، اجتماعي عدالت يې تر پښو لاندې کړی، روابطو ته يې پر ظوابطو ترجيح ورکړی او د حزب اسلامي مرام يې تر پښو لاندې کړی، نه په خپله او نه يې هم ورونه او زامن د امريکايانو او صليبي ځواکونو په خلاف په سنګر کې جنګيدلي، قول او عمل يې يو نه دی، ټول عمر يې په ظاهري بڼه ځانونه بلا تشبه د صحابه و په شان جوړ کړي؛ خو باطن يې تر ابوجهل او عبدالله بن ابی نه هم بدتر او بدرنګ.

دوی غواړي په دې اخر عمر کې هغه څه درباندې وکړي چې اخروي پايله يې د الله تعالی په وړاندې له ذلت او شرم پرته بل څه نه دی او زه د الله په نامه لوړه کومه چې دا مې درباندې نه لوريږي، مرګ حق دی خلاصی ترې نشته نو که امريکا او ناټو چې ته يې د الله د کليمې د لوړولو او په ټولې نړۍ د قران حاکميت لپاره د مبارزې په سر په دښمنۍ نيولی يې او ۵ ميليونه ډالر يې ستا د سر قيمت ايښی دی، نو ته چې ورته د مبارزې دا لار پريږدې او هغوی د دې په بدل کې دغه قيمت لرې کړي نو دا خو په دې معنا ده چې ته هغوی په دوستۍ ونيولې، نو تا به الله تعالی په دښمنۍ ونه نيسي؟ ځکه چې دالله، پيغمبر او مومنانو دښمن په دوستۍ نيول خو له الله تعالی سره دښمني او الله تعالی په دښمنۍ نيول دي، چې انجام يې د دنيا او اخرت له ذلت او سپکاوې بل څه نه دي.

زه خو وايم راځه په اخر عمر کې د ذلت او له شرم نه ډک ژوند څخه ځان وساته او همدا چې په الله، پيغمبر او قرآن دې غيرت کړی د ژوند تر پايه همدا لار ونيسه الله تعالی به دې پالي او چې په همدې حالت کې په خپل بستر کې هم مړ شي نو انشاء الله، الله تعالی به دې د بدر او احد په شهيدانو کې حشر کړي او که دا لار دې پريښوده لومړی دا چې هغه مجاهدين چې د حزب اسلامي تر بيرغ لاندې دا ۱۵ کاله يواځې د الله تعالی د رضا، د الله تعالی د کليمې د لوړولو او د خپل وطن د ازادۍ لپاره جنګيدلي دا يو هم وسله په ځمکه نه ږدي او دښمن ته نه تسليميږي او يواځې همدا څو کسه به له تاسره کابل ته ننوځي، چې نه يې دا ۱۵ کاله سنګر ليدلی او نه د جهاد کولو جرأت او همت لري او دوهم دا چې د قيامت په ورځ به ته له الله تعالی او پيغمبر عليه السلام او خپلو هغو يوولسو ملګرو(استاد عبدالرحيم نيازی، انجينر حبيب الرحمن، مولوي حبيب الرحمن، استاد غلام رباني عطيش، استاد عبدالقادر توانا، ډاکتر عمر، خواجه محفوظ منصور، استاد عبدالحبيب حناني، استاد ګل محمد، سيدعبدالرحمن او انجينر سيف الدين نصرتيار) سره چې يو ځای يې له تاسره مبارزه پيل کړې وه او ټول شهيدان شول څنګه مخامخ شي؟.

والله علی ما نقول وکيل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button