شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

نبوي سيرت دپوښتنو او ځوابونو په بڼه

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 12, 2015
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
36
ځلې شریک شوی
445
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(دریمه برخه)

ليکنه: مفتي محمدالياس فاتح

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

پوښتنه: الله جل جلاله په خپل مخلوق کې  ترټولو غوره څوک پيداکړی؟

ځواب:لوی خدای په کايناتوکې ترټولو غوره مخلوق حضرت محمدرسول الله پيداکړی، رسول اکرم(ص)فرمايي:الله تعالی چې مخلوق پيداکړ ،زه يې ترټولوغوره ډلې څخه وګرځولم،بيايې قومونه جوړ کړل ،زه يې ترټولو دغوره اوپياوړي قوم غړی  کړم.بيايې کورونه خوښ کړل ، زه يې ترټولو ښه اوپاک کورکې پيداکړم،نوزه په ذاتي ډول ترټولو غوره اودټولونه د غوره کورنۍ غړی يم.

پوښتنه:  حضرت محمدصلی الله عليه وسلم  چېرته زېږېدلی او له کوم ټبر (قوم ) څخه و ؟

ځواب: حضور صلی الله عليه وسلم  په مکه مکرمه کې زېږېدلی  او په قوم عربي و.

پوښتنه:  عربو ته ولي عرب وايي؟

ځواب: دلغت له مخې عرب هغې دښتې اوصحرا ته وايي چې نه پکې اوبه وي اونه پکې شين بوټی ،دوی هم دوچې اوشګلنې دښتې استوګن وو او له ډېرپخوا نه  په دې نومول شوي وو.

 پوښتنه:  عرب دنسل په اعتبار سره په څو ډوله دي او رسول اکرم( ص)دکومو عربو څخه و؟

ځواب:  عربي قوم په ستره کې پردرو برخو ويشل شوی :

۱): بائده عرب: لکه عاد،ثمود،عمالقه اونور…

۲):عاربه عرب:لکه دقحطان اولاده.

۳): مستعربه عرب:دا دحضرت اسماعيل عليه السلام اولاده ده ،چې عدناني عرب هم ورته وايي اوګران پېغمبرصلی الله عليه وسلم هم  اسماعيلي عرب و.

پوښتنه:  مکه مکرمه چااباده کړه اوکوم خلک پکې اوسېږي؟

ځواب: حضرت ابراهيم عليه السلام خپله ښځه بې بي هاجره (رض)اوځوی يې اسماعيل عليه السلام هغه وخت په مکه کې پرېښودل چې نه پکې اوبه وې اونه اوسيدونکي. بياوروسته يمانيه قبيله چې په دويم جرهم  شهرت لري راغله اود هاجرې په اجازه په مکه کې ميشت  شول.دمکې اوسيدونکي قريش دي ،چې دفهربن مالک بن نضربن کنانه اولاده ده.

پوښتنه:  بې بي هاجره (رض) څوک وه اوابراهيم عليه السلام ته چاپه نکاح کړه؟

ځواب: بې بي هاجره (رض) دفرعون لور وه ، هغه وخت چې دمصرپاچا فرعون دابراهيم عليه السلام مېرمنې بې بي ساره (رض) ته دبدلمنۍ ناولې هڅه وکړه نوالله جل جلاله يې هڅه ناکامه اودهغه لاس پښې يې شل (بې حسه)کړل،فرعون دساره(رض)  مرتبه وپېژنده اوخپله لور يې دهغې اودهغې ميړه اسماعيل دخدمت لپاره ورکړه،بياحضرت سارې  بې بي هاجره خپل ميړه ته په نکاح کړه.

پوښتنه: د اسماعيل عليه السلام  زوکړه (زېږېدنه ) چيرته  شوې  اوداسحاق عليه السلام نه څومره مشر و؟

ځواب: نوموړی (ع) په فلسطين کې پيداشو اوله حضرت اسحاق (ع )څخه ۱۳ کاله مشرو.

پوښتنه:  اسماعيل عليه السلام له چاسره واده  کړی  او څواولاده يې درلودل  ؟

ځواب: کله يې چې لومړۍ ښځه دخپل پلار دپېغام له مخې طلاقه کړه ،بيايې دجرهم دقبيلې دمشرمضاض بن عمرو لور دځان لپاره په نکاح کړه .

لوی خدای ورڅخه دولس ځامن ورکړل،چې نومونه يې په لاندې ډول دي:

۱-نابت يابنالوط ۲- قيدار ۳- ادبائيل ۴- مبشام ۵- مشماع ۶- دوما ۷- ميشا ۸- حدد ۹- يتما ۱۰- يطور ۱۱- نفيس ۱۲- قيدمان.

پوښتنه:  کعبه شريفه  چا ودانه کړې وه ؟

ځواب: کعبه شريفه ترټولو لومړی حضرت ادم عليه السلامااباده کړې ،بياوروسته په داسې حال کې  چې دخاورو،يوټوپی  و  او بارني سيندونه به پرې بهيدل دالله (ج )په حکم حضرت ابراهيم اوحضرت اسماعيل جوړه کړه او ابراهيم عليه السلام اعلان وکړ چې خلک دې دلته دحج ادا کولو لپاره  راځي.

پوښتنه:  په قريشوکې ترټولودرانه کورنۍ دچاوه؟

ځواب: دهاشم کورنۍ، رسول اکرم  صلی الله عليه وسلم  فرمايي:الله تعالی دابراهيم عليه السلام له اولادې څخه اسماعيل عليه السلام غوره کړ اوداسماعيل عليه السلام  له اولادې څخه کنانه اوپه بني کنانه ووکې يې قريش اوپه قريشوکې يې بنو هاشم اوله بنوهاشم څخه يې زه غور ه ګرځولی يم.

پوښتنه:  درسول الله دپيدايښت نه وړاندې داسې حيرانوونکې  پيښې کومې شوې چې دده حقانيت لا مخکې خلکوته ورښيي؟

ځواب: داسې ډېرې خارق العاده پېښې دي چې يوه دهغو نه دابراهه شپيته زريزلښکر پيښه ده چې دکعبې دنړولو په عزم يې ليږلی و او دمزدلفې اومنی ترمنځ دتوتکيو(مرغانو) دنخود په اندازه تيګې  په ورولو هلاک اوتس نس کړ.

هېره دې نه وي چې داپيښه درسول الله دمبارک پيدايښت نه پنځوس ياپنځه پنځوس ورځې مخکې منځ ته راغلې وه ،چې د۵۷۱ م کال دفروري له وروستيو  اويادمارچ اولنيو ورځوسره سمون خوري.

مخکینې مطلب

امریکا په افغانستان کې دجګړې دوام دکندوز پېښه پلمه کوي

بل مطلب

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com