د اکتوبر ۷مه پر افغانستان د امریکا د یرغل ۱۵م کال

سرلیکنه

په افغانستان کې د کمونستي غلامانو د کودتا او په بشپړ مرسته د روسانو وروسته لا د جګړو لمبې په غرغنډو وې، چې د شمالي ټلوالې په بلنه د۲۰۰۱میلادی کال د اکتوپرپه (۷) مه د افغانستان په پاکه خاوره امریکا د میزایلو په وشتلویرغل پیل کړ، د امریکا د وحشي پوځونو یرغل یواځې ځمکنی یرغل نه و، بلکې د افغانستان په آسمان هم  د امریکا بي ۵۲ ډوله، له بمونو ډکو الوتکو د افغانستان په مرکز کابل او ولایاتو بمبارۍ پیل کړې .

په افغانستان کې د روسانو د یرغل  د لومړۍ ورځې د شهیدانو جنډې لا په هدیرو کې په رپا وې، چې د امریکایی یرغل د شهیدانو پر مزارونو نورې جنډې ورپیدې، ځکه خو افغان مؤمن او مجاهد ولس پر افغانستان د امریکا یرغل د روسانو د یرغل په څیریو وحشي یرغل بولي.

امریکا چې پر افغانستان یې د ټولو بین المللي نورمونواو اصولو خلاف عمل وکړ او په دې پلمه چې له افغانستانه  د القاعده نوغي باسي  په نا اعلان شوي وحشت ېې لاس پورې کړ.

د اکتوبر(۷) مه د افغانستان په تاریخ کې د جدي د(۶) مې په څير یوه بله توره ورځ ده چې د تورمخو کمونستانو په څیر شمالي ټلوالې د افغانستان پرمسلمان ولس راوسته.

د روسانو د یرغل په مقابل کې د افغانستان د پاکې خاورې د پاسوال او پوځیوال ولس  په کورونو کې لا د غم  ویژلی ټغرهماغسې غوړیدلی پروت و، چې امریکایي پوځونو د ناټو په ملګرتیا پر افغانستان تاړاکي بریدونه پیل کړل او د روسي بلوسګرو په څير یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپل وحشي داړه مار پوخونه پلي کړل.

روسانو د کمونیزم د باطلې نظرېې په اساس غوښتل په افغانستان کې د خپلې عقیدې د بلورالستۍ په خاطر یو شمیر افغانان غلامان کړی او هغه افغانان  چې د مارکس اولینن د نظريي سره مخالفت لري په زندانونو کې ووژني او د یوې لوېې انارشۍ په وسیله افغانستان د پرنګ د نیواکګرو په څیر ونیسي؛ خو افغان مؤمن ولس  ېې ارمانونه د خاوروسره خاورې کړل.

افغانان مجاهد اولس د امریکا د یرغل په مقابل کې د مقدس جهاد په دوام افغانستان د یرغلګرو او تاړاکګرو هدیره وګرځوله چې امریکایی هیلیکوپتر له افغانستانه په غرور راغلو وحشي پوځونو ماتې کوپړۍ امریکا ته انتقال کړې.

که امریکا پرافغانستا د یرغل تیرو ۱۵کالو جګړو او وحشتونوته په ځیر وګوري خپله به ورته جوته شي چې ډیر کم او د کمونستانو په څیر یو څو د ګوتو په شمیر د شمالي ټلوالې توق پرغاړه غلامان ېې په افغانستان کې په شتون د ژوند بقا ګوري، که هر څو ورته د ډالرو زیرمه ور زیاته کړي د امریکايي یرغلګرو پوځونو په مقابل کې د افغانستان د مجاهد او سر ښاند ولس د مقاومت  مخه نه شي نیولاې.

نن ورځ پر افغانستان د وحشي یرغل ۱۵کاله پوره کیږي د بوش او اوباما دواړو دورو امریکایي نظامي جګړمارو په وار وار ټټر وهلی، چې د طالب وسله والو زور ېې اوبه کړی دی؛ خو دادې اورو چې د هلمند او کندز د ښار وروسته طالبانو پلخمری هم محاصره کړی دی، چې ورو ورو وحشي امریکايي یرغلګر له افغانستانه د شتو ټانکونواو بې  ۵۲ الوتکو سره د تیښې لارنیسي.

افغانستان د هر دور د تاړاکګرو له تاړاکونو خوندي نه دی پاتی شوی، افغان ولس د اقتصاد له پلوه یو اړمن ولس دې؛ خو د کوم ښکلا کګرسره ېې ورځچاري نه ده کړی، د خپلې سرښندنې له برکته ېې هر یرغلګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او ان شاء لله هغه ورځ راتلونکی ده چې د اکتوبر د اوومي امریکایي یرغلګرو ته به هم د پرنګ، ګورګین او روسانو په څير ورمنده درس ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button