کابل ټکی کام ۱۶تله/۱۳۹۵، لیکوال : فاتح کاروان
له نن نه پوره پنځلس کاله مخکې یعني د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷مه نیټه امریکا پر افغانستان برید وکړ، ځمکه او فضا یې د افغانانو لپاره سور اور وګرځوله او د بشریت په تاریخ کې یې د ظلم او وحشت یو بل باب قایم کړ، له سختې بمبارۍ، پریمانه پوځي تلفاتو او د افغانستان د یو څو جوړو پاتې شوو ښارونه او کلیو په ورانولو، د لسګونه زره افغانانو په شهادت رسولو سره یې د افغانستان د خلکو جوړ نظام ( اسلامي امارت ) ړنګ او پر ځای یې د تورې او نجسې ډیموکراسۍ رژیم منځ ته راوړ! امریکا او متحدېنو یې د خپلو تبلیغاتو پر مټ دا ډنډورې د هر افغان تر غوږه رسولې وی چې امریکا د افغانستان د خلکو سره د مرستې او د افغانستان د بیا رغاونې لپاره افغانستان کې مداخله کوي، په هر حال اسلامي امارت سقوط او پر ځای یې د حامد کرزي په مشرۍ لومړی انتقالي دوره او بیا د نمایشي انتخاباتو نه وروسته په اصطلاح حامد کرزی د افغانستان ولسمشر؟ انتخاب شو او د ډیرو ناپوهانو د خوبونو د تعبیر سره سم ډیموکراسي پلي شوه مګر افغانستان او افغانانو ته یې د جګړې له دوام، ګډوډئ، قتلونو، تښتونو، ارتداد، فحشاء، سود، رشوت، بیوروکراسۍ، فاشیزم، قومي تعصباتو او د جنګي جنایت کارانو له واک ته رسیدو پرته بل څه ور نکړل، صلیبي داړه مارانو د خپلو افغاني اجیرانو په مرسته دا پنځلس کاله د افغانانو په بې لارې کولو، وژلو، په کلیو او کورونو یې د چاپو او بمبارۍ په کولو او له بې ګناه افغانانو د زندانونو په ډکولو ډیموکراسي و ساتله! قومي تعصبونو، د ګاونډیو هېوادونو مداخلو، د شیعه ایزم، نصرانیت او شرکي عقاید ترویج ته یې لاره برابره کړه، رسنۍ یې د افغانانو د فکري او عقیدوي انحراف په موخه استخدام کړی!! دا دې نن ورځ د ډیموکراسۍ د راتګ چې د B52 په زور د صلیب تر سیوري لاندې را نازله شوی ده پنځلس کاله پوره شول، خو نه افغانستان جوړ شو، نه کوم داسې نظام رامنځ ته شو چې د افغانانو لخوا انتخاب شوی وي، نه امن راغې او نه سوله، له سولې خو د عنقا مرخه سیوری جوړ دی دا پنځلس کاله ورپسې د خلکو سترګې ووتې مګر نه خو سوله راغله او نه یې د راتلو کوم څرک لګیږي.
اوس نو وخت رارسېدلې چې کومو خلکو د شریعت نه جمهوریت ښه باله، په ډیموکراسۍ پورې یې خپلې هیلي غوټه کړی وی، پدې پوه شي چې امریکا دلته د افغانانو د مرستې لپاره نه بلکې د افغانستان د اشغال، چور او صلیبي جګړې د پرمخ بیولو لپاره راغلې ده، امریکایي درنده ګانو دا پنځلس کالو کې افغانستان ته هیڅ کوم د پام وړ مثبت کار ندې کړی، یواځې یی د افغانانو وژلو، بې عزته کولو، د افغانستان لوټلو، او د افغانستان له طریقه د چین او روس د مهارولو لپاره مټې را بډ وهلي، دلته لوږه او فقر، نا امني او ګډوډي، بې حیایي او لنډه غریزم، مرضونه(ایډز او روحي ستونزی) او بې سوادي اوج ته ورسېدل، دا ټول د ډیموکراسۍ سوغات دی، دغه راز په لسګونو میلیارده ډالر د مرستې په نوم څه وړیا او څه د پور په ډول راغلل خو بیرته امریکا او اروپا ته ورسېدل!! که اوس هم را ویښ نه شو، د خپلې دیني فریضی سره سم د هېواد د خپلواکۍ او د یو سوچه شرعي اسلامي نظام د قیام لپاره د خپلو مجاهدینو سره تعاون و نکړو طبیعي ده چې نور به هم د بدو او خطرناکو عواقبو سره مخ شو، ډیموکراسي دلته د چلند وړ نه ده او دغه شیطاني مفکوره باید یو مخ رد کړو، زموږ د مسلمان ملت لپاره سوله، امن، خوشحالي او پرمختګ یواځې او یواځې په اسلامي شرعي نظام کې دی او لکه څرنګه چې په اثبات ورسېده ډیموکراسي او جمهوریت کې دا هیله نه خو پوره شوه او نه به پوره شي.
د صلیبیانو د بشپړ شکست او د اسلام د غازیانو د بري په هیله
















