دنړۍ پای (څوارلسمه برخه ) – دقیامت ۱۵ نښه – دظالمو واکمنو ظهور-

لیکوال : محمد العریفی
ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)
۱۵ – د دورو ورونکو ظالمو واکمنو ظهور
زمونږ نبي کريم صلی الله علیه وسلم د قيامت له کومو نښانو څخه چې خبر ورکړی، له هغوی ځينې يوه دا هم ده چې جابر او ظالم واکمنان به په محنتي خلکو داسې دورې وروي کومې به چې د غوا له لکۍ سره ورته والی لري، د همغو دورو مختلف قسمونه دي، کومې چې د څرمنې، د بجلۍ، د ربړ يا پلاستيک او د ونو له شاخونو څخه په جوړو شويو دورو مشتملې دي، حضرت ابو امامه رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي )يخرج رجال من هذه الأمة في آخر الزمان معهم أسياط كأنها أذناب البقر يغدون في سخط الله ويروحون في غضبه(
ژباړه :
په آخيره زمانه کې به يو شمير داسې خلک وي له کومو سره به چې د غوا د لکۍ په څير دورې وي، دغه ظالم به د الله تعالی د ناراضګي په حالت کې صبا کړي او د هغه د غضب په حالت کې به بيګا کړي ([1] ).
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : د جهنميانو دوه قسمه داسې دي کوم چې تر دا مهاله ما نه دي ليدلي، په هغوی کې يو قسم خلک هغه دي له کومو سره به چې د غوا د لکۍ په څير دورې وي او په هغوی باندې به خلک وهي ([2] ).
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : که چيرته له تا سره عمر وفا وکړه نو ډيره ممکنه ده چې ته به داسې قوم ووينې کوم به چې د الله تعالی د ناراضګي په عالم کې صبا کړي او د هغه د لعنت په حالت کې به بيګا کړي، د هغوی په لاسونو کې به د غوا د لکۍ په څير دورې وي ([3] ).
په دې حديث کې د خلکو د وهلو ذکر نشته، ليکن د الله تعالی د ناراضګي او لعنت ذکر د دې خبرې دليل دی چې هغوی به په خلکو باندې ډير زيات ظلم او زياتی کوي.
[1] – مسند احمد : ۵/ ۲۵۰.
[2] – صحيح مسلم، اللباس والزينة، حديث : ۲۱۲۸.
[3] – صحيح مسلم، الجنة ونعيمها، حديث : ۲۸۵۷.



